ليکنې

د ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې

د ستر مورخ او ټولنپوه ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې د رښتيا او دروغ، جهاد او وحشيانه وژنو ترمنځ مرزونه او توپيرونه ړنګ او سم مفاهیم له ناسمو سره د وګړو په ذهنونو کې ګډ وډ او مغشوش سي. ويره او ډار خپور، امنيت نابود، غلا زياته او پرله پسې په وګړو د غمونو او مصيبتونو يرغل کتار سي. ګدايي، سوالګر او جادوګر او فالبينان او منافقين زيات سي، جعلکار فريبکار سوداګر بازارونه اشغال کړي او د هر هنر هرکاره دروغژن مدعيان هرځاى وليدل سي. بې سليقه بې ذايقه له ادب او هنر څخه خالي سندرغاړي غلبه کوي او بې خونده شعر او شاعري وګړي زمزمه کوي. لوفران، سپک او پوچ ګفتا...
نور ولوله

وایي زموږ ځوان نسل ويښ شوی. ولې؟!

ځکه چې موده وړاندې یې مشر ته سختې ښکنځلې کړي. د زړه له درده یې وايم چې ښکنځل غپا ده او هغه بل شی دی چې ويښ شي غپېږي. ويښېدل دغې ته وایي چې احترام کوي، سياست دیته وایي چې هدف ته رسېدو لپاره توهین پر ځای یې کور او دفتر ته ورځي او په زور او وزن یې پوهېږي. زه دا نه وايم چې حکمتيار صېب سپينه ملائکه ده. خو له دې انکار نشي چې حکمتيار صېب خپل وخت کی د مجاهدينو او چپي ډلو رهبرانو کې تر ډیرو ښاغلی، دروند، مخور، اکاډميک او په ټول افغانستان کې د نفوذ او منښت څښتن وو او دی. د خپل کلي زمري مه وژنئ کنې بيا به مو د نورو سپي وخوري. ...
نور ولوله

حکمتيار: د مصالحې عالي شورى په اړه ځيني عرائض لرو

موږ ته شفوي او تحريري بلنه راكړى شوې چي د دې شورى اړوند لومړۍ غونډي كي شركت وكړو، غونډه په ارگ كي دائرېږي؛ په داسي حال كي چي د بلني مننه كوو؛ ځواب مو نه دئ وركړى؛ څو پوښتني لرو: 1- د دې شورى غړي چا ټاكلي؟ له چا سره په مشوره ټاكل شوې؟ 2- آيا د دوو ټيمونو ترمنځ د مساويانه وېش له مخي ټاكل شوي؟ 3- د كومو معيارونو له مخي غوره شوي؟ 4- صلاحيت ئې څه دئ؟ 5- آيا د سولي په اړه د تصميم وروستۍ مرجع ده كه هسي يوه مشورتي شورى؛ چي وروستى تصميم به ارگ ته محول كېږي؟   بايد دا وضاحت هم وكړو چي د كابل لورى؛ د هغو گوندونو په شمول چي په حكومت كي برخه لري او هغه چي له حكومت بهر دي؛ دې ته ضرورت لري چي لومړى سياسي اجماع رامنځته كړي، خپل دريځونه او ن...
نور ولوله

د هر بې ګناه افغان د وژلو سخت مخالف یو!

رومان شيرزاد   د دارالعلوم استاذ یې ولي شهید کړ؟ ددې لپاره یئ شهید کړ چې ږېره یې لرله او اسلامپال وه؟ یا ددې لپاره یې شهید کړ چې په باګرام کې د وحشي غربیانوسره یو وخت بندي وه؟ او یا ددې لپاره یئ شهید کړ چې د وطن بچیانو ته یې اسلامي او عصري علوم ور زده کول؟ پدې هیواد کې به صحله څنګه راشي: چې تاجر په امان نه وي ډاکټر په امان نه وي اینجنیر په امان نه وي عالم په امان نه وي معلم او ښوونکی به امان نه وي. استاد ضیاء الرحمن مهاجر چا د خوست په لاره کې کښته کړی او پرته له هر ډول قوانینو یې په شهادت رسولی؟ څوک به ددغه مظلوم شهید چې ښوونک...
نور ولوله

په سیاست کې ټولنیز اخلاق

سیاست یو ټولنیز علم او هنر دی، خوشال بابا سیاست (( جهانداري)) بللې، څوک چې ټولنیز اخلاق نه لري او یا ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی و نه لري ، نو چې سیاسي ډګر ته را دانګي ، که په خپله علمي برخه کې هر څومره بریالی وي ، خو په سیاسي ډګر کې به نه وي. غوره مثال یې خپله همدا اوسنی جمهور رییس (اشرف غني ) دی. د ډاکتر غني فکر ، لیدلوری او ان احساس د ډاکټر عبدالله او په ټوله کې د شمالټلوالې تر بل هر مشره څو ځله ښه او د دې وطن په ګټه دی. خو په مقابل کې بیا عبدالله او د ټلوالې ځینو نورو مشرانو د خپلو پلویانو او ټولنیزو مناسباتو په پاللو کې تر غني څو ځله زیاته خپله لوړتیا ښودلې ده. غني د ملاریا ګولۍ او یا هم هغه چمبړخیال ته ورته دی ، چې ډېر تریخ او بد خوند لري او ترستوني په ډېرې سختۍ تېرېږي ، خو په ګېډه او بدن کې دننه یو...
نور ولوله

جلوگیری از رشد جمعیت، بخاطر رشد اقتصاد، چی بر سر غرب جنایت پیشه، آورد؟؟؟!!!

یکی از یهودیان افتخاری پیوریتانها در انگلستان و یکی از بذله گویان و سفسطه بافان به نام توماس رابرت مالتوس در اواخر قرن هجدهم میلادی طرح اقتصادی  عجیبی را برای رشد اقتصاد، پیشنهاد نمود، او گفت: بخاطر رشد اقتصاد باید از رشد جمعیت جلوگیری نموده و مانع زاد و ولد شوید !!! این طرح او بعد از گذشت چند دهه، بزرگترين عامل، برای ترويج فحشاء و مهترین وسیله برای ترویج فساد گردید. هدف اصلی و عمده مالتوس یهودی اين بود که هرکس ميتواند شهوت خود را با حريت وآزادی  کامل ارضاء نمايد و چونکه نتيجه طبيعی اشباع غریزه جنسی،  بارداری و ولادت است،  لذا می تواند بدون کدام مانعی از بارداری و ولادت نیز جلوگيری نماید! اين س...
نور ولوله

دا د اُمتٌ حٰال دی

‌ډاکټر عبدالرٌحٌمٰن  سمیط   هغه ‌ډاکټر چه ډیر کم خلک د نوموړی د نوم او خیریه کارونه څخه خبر دی ... که کله هم په تیرو  29  کلونو کی د نوموړی خیریه خدمتونو ؛ ته چه د افریقا خلکو ته کړی دی ؛ ژبه یی د ویلو ؛ او قلم یی د لیکلو څخه وچیږی ...    1500    یتیمانو سرپرستی ... *   95000    محصلینو ؛ او شاګردانو د تحصیل مصرف ... *  9500   د څښلو پاکو اوبو څاه ګانی ... ...
نور ولوله

سوله او موقت حکومت

نظرمحمد مطمئن   نږدې دوه نیم کلونه وړاندي،  هغه وخت چې د طالبانو او امریکا  ترمنځ د مخامخ خبرو څو پړاوه مذاکرات شوې وو، سید اسحق اغا وویل:"امریکا غواړي چې د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنې ونه شي، ډاکټر عبدالله عبدالله د موقت حکومت مشر او له طالبانو سره سوله وکړي." نږدې دوه کاله وړاندي، د ماسکو بین الافغاني ناستې له جوړيدو مخکې شهید وحید مژده وويل:"امریکا پوهیږي چې د پښتنو استازولي طالبان کوي، ځکه نو امریکا غواړي چې د تاجکو په استازولي ډاکټر عبدالله عبدالله را وړاندي، او د سولې بین الافغاني مذاکرات وشي، که چیرته حامد کرزي او یا ډاکټر غني ته د سولې بهیر سپارل کیږي، نو بیا به د تاجکو او نورو قومونو لخوا له نیوکو سره مخ، او بل داچې یاد کس...
نور ولوله

د اسټراليايي سرتېرو پر وحشت نړيوال غبرگون

کافر چین د اسټرالیایي سرتېرو وحشت ولید نو د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو خرابي په بیه یې په نړیواله کچه غبرګون وښود او افغانانو سره د اسټرالیایي ځواکونو شوی وحشت یې تقبیح کړ. دلته د جمهوریت، د افغانانو د مشرۍ، انسانیت، ترقي، وطنپالنې او نورو سپېڅلو شعار مدعیانو له خولې سوڼ نه خېږي. ته وا دا چاړه په غاړه ایښودل شوې ماشومه افغانه نه خدا د کومې بلې سیارې لیوه ګۍ ده. خېر حکومت به خپل ملاحظات لري غږ به نشي کولای، ترې به تېر شو خو دا اتشین وطني پلویان او چورګوټیانو خاموشي او تر خاموشي بدتر دا چې همدې شوي وحشت ته هم په شکل د اشکالو توجېهات لټوي؛ نو زړه سخت اره اره کړي. په ایمان یې وایم چې دا خاموشه خولې او توجیه لټونکي له ایمان او انسان...
نور ولوله

د نړۍ تر ټولو بدبخته او غمجن هېوادونو سر کې بيا لومړی افغانستان، جنوبي سوډان او زيمبابوی دی

د ښادۍ نړيوال راپور کې د نړۍ خوشحاله او ښاد هيوادونو سر کې فنلنډ، بيا ډنمارک او سويس دى. ترټولو بدبخته او غمجن هيوادونو سر کې بيا لمړى افغانستان، بيا جنوبي سودان او زیمبابوې دى. خداى پاک جل جلاله فرمايي (طه، ما انزلنا عليک القران لتشقى) صدق الله العظيم. ژباړه: اي پيغمبره، قران مو درباندې د دې لپاره نازل کړاى نه دى چې تاسو غمجن او بدبخته شئ. کله چې د انسان ښادي او خوشحالي د خداى پاک جل جلاله او قران عظيم شان او د اسلام ستر هدف او موخه وي نو مونږ افغانان چې نږدې 100% مسلمان يو ولې ترټولو بدبخته او غمجن قوم او هيواد يو، او د نامسلمانو په برخه ولې ښادي په نصيب سوې ده؟ پرته ل...
نور ولوله

آزادی به سبک آمریکایی !

آمریکایی ها چونکه افراد احمق و کودن هستند، آزادی را با بی بند و باری، به اشتباه گرفتند ! زیرا  آزادی را که  غرب جنایتکار و تروریزم آمریکایی تبلیغ می نمایند، آزادی نه بلكه بی بند و باری و افسارگسیختگی،  ميباشد! زبرا رها نمودن افراد جامعه مطابق خواهشات نفسی شان بدون ضوابط، قواعد و مقررات،  بی بند و باری را به بار  مياورد که با اصل آزادی انسان كاملاً در تضاد قرار دارد  . در نزد آنها افراد دارای آزادی مطلق و بی قید و شرط بوده  و هرچه بخواهند انجام ميدهند و هرچه نخواهند انجام نميدهند و در انجام دادن و ندادن يک عمل هيچ مانعی وجود ندارد، اجتماع حق ندارد که این  به اصطلاح   آزادی فر...
نور ولوله

موسیقی و ورزش با سبک آمریکایی !

1- موسیقی آمریکایی : صحنه موسیقی آمریکایی  مانند دیگر جنایاتش، صحنه آشفته است با غوغا و هیاهوی گوش خراش و کرکننده وحرکات اجتماعی دیوانه وار، ناموزون وخسته کننده ودرعین حال وحشت زا، که انسانیت انسان  را فرار می دهد. این موسیقی با ريتم‌هايی شديداً افسار گسيخته و اجراهايي بسيار بلند و ديوانه‌وار درميان جوانان و کهن سالان آمریکایی به اجراء گذاشته می شود. آواز خوانان موسیقی آمریکایی از مرکز سینمایی هالیود   لانه معتادین مواد مخدر  وصادر کنندگان بیماری   Hiv   با آهنگ‌های راك يا به اصطلاح هوی متال و نظاير آن كه پست‌ترين...
نور ولوله

طلوع سره مې د قانوني مرکه وليده

نجفي زاده یې پوښتي چې بن کنفرانس کې طالبانو ته سهم نه ورکول يوه تېروتنه نه وه چې هماغه وخت یې ګډون سره د ستونزې ريښه وچه شوې وای؟ ځواب په ډيره سپين سترګي ورکوي وایي نه اصلي ستونزه دا وه چې پاکستان ته سمه ونډه ورنکړل شوه. حال دا چې نجفي زاده ورته په کراتو کراتو وایي چې تر ۲۰۰۳ کال په ټول افغانستان کې طالب يو ټک ونکړ. دا ښاغلی اوس هم اعتراف نکوي چې دا موږ وو چې خلک مو په لوی لاس طالبان کړل. شمال ټلوالې لښکرې د پښتنو په کليو ورتوی شوې. د تعصب له مخې یې هر پښتون له تیغه تیر او هر لونګۍ په سر او ږیرور یې باګرام او ګوانتانامو کې زنداني کړ. زه په همدې کابل ښار کې وم او هغه وخت د کابل اوسېدونکي یې په ياد لري چې مکتب، اداره او عام سړک کې به هر پښتون ته د...
نور ولوله

دين او وطن تل بېوزلو ساتلی

پلرونو یې همدې لار کې ژوند له لاسه ورکړ او يتيم بچيانو ته یې د دين او وطن له مينې پرته نور هيڅ په لاس ورنغلل. خپل شاخوا ګاونډ وګورئ. هغوی چې خپل وطن کې په کرایي کور کې اوسېدل په وطن قربان شول مګر برعکس هغه چې وطن کې د جريبونو زمکو، ماڼيو او باغونو څښتن دي؛ په بده ورځ کی یې په وطن حتا نوک زخمي نکړ. خپله له بچو سره بهر ولاړل، د هغه ځای تابعيت یې واخیست او دی چې راغلی، نو بيا هم د وطن شپېللو ته راغلی څو دلته وګټي او هلته یې په بچو وخوري. چې کله وطن امن او ودان شي نو همدا د غريب بچي به مجبوريږي څو هوایي ډګر کی وږی نس ګلان په لاس د هغوی غاړو کې د ګلانو امېل واچوي. ...
نور ولوله

افغانستان؛ د افغانانو که د امپراتوریو هدیره؟!

نړیوالو رسنیو او د تاریخ په بېلابېلو انسټوټیونو کې افغانستان ته د امپراتوریو هدیره (Grave Yard) اصطلاح کارېږي. ځیني له دې اصطلاح سره موافق ندي او افغانستان د امپراتورانو نه بلکې د افغانانو خپله هدیره بولي. د نړیوالو امپراتوریو هدیره یې ځکه بولي چې امپراتورۍ د قدرت په اوج کې وي، خو کله یې چې افغانستان ته یرغل ور وړی؛ بیا یې یې زوال د افغانستان او افغانانو په پښې غوټه شوی. انګریزانو ځانونه د نړۍ واحده یکه تازه امپراتوري بلله چې مستعمره سیمو کی یې لمر غروب نه کاوه. مګر کله چې د افغانانو وار راځي نو درې ځله په پرله پسې ډول په بېلابېلو اداورو کې کوښښ کوي څو دا د افغانانو ټاټوبی هم په زور تر خپلې سینې او و...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک