طلوع سره مې د قانوني مرکه وليده
نجفي زاده یې پوښتي چې بن کنفرانس کې طالبانو ته سهم نه ورکول يوه تېروتنه نه وه چې هماغه وخت یې ګډون سره د ستونزې ريښه وچه شوې وای؟
ځواب په ډيره سپين سترګي ورکوي وایي نه اصلي ستونزه دا وه چې پاکستان ته سمه ونډه ورنکړل شوه. حال دا چې نجفي زاده ورته په کراتو کراتو وایي چې تر ۲۰۰۳ کال په ټول افغانستان کې طالب يو ټک ونکړ.
دا ښاغلی اوس هم اعتراف نکوي چې دا موږ وو چې خلک مو په لوی لاس طالبان کړل. شمال ټلوالې لښکرې د پښتنو په کليو ورتوی شوې. د تعصب له مخې یې هر پښتون له تیغه تیر او هر لونګۍ په سر او ږیرور یې باګرام او ګوانتانامو کې زنداني کړ.
زه په همدې کابل ښار کې وم او هغه وخت د کابل اوسېدونکي یې په ياد لري چې مکتب، اداره او عام سړک کې به هر پښتون ته د طا لب او القاعده خطاب کېده.
همدا د شمال ټلوالې او قانوني خیلو ناقانونه تعصبي چلند وو چې عام خلک یې غرونو او وسلې اخيستو ته مجبور کړل.
د پاکستان له شرير نيت انکار نشي کېدای خو د دوی تعصب اصلي علت وو چې خلک په تنګ شول او په جنګ شول. کنې طا لبانو دوی ته هماغه وخت د سولې بدل کې صرف د سر خونديتوب تضمين غوښت.
مګر دوی ول چې د امريکا په بازو نازېدل او پښتنو نه یې د تاریخي غچ او عقدې سړولو لپاره ناټو ته د غتې غتې بمونه وغورځوئ پیغامونه د ټانګ له سره B-52 الوتکو ته مخابره کول.
بن کنفرانس کې شمال ټلوالې ځان د امريکا او ناټو پر مټ د کابل فاتحين بلل.
په همدې اساس یې رهبري کې ۷۵ سلنه څوکۍ او ټيټه کچه د ټول نظام او اقتدار ۹۵ سلنه ځواک په خپل لاس کې واخيست او افغانستان عملا د يوې ولسوالۍ تر حاکميت لاندې راغی.
حامد کرزی ظاهرا د حکومت مشر وټاکل شو خو ټوله مشري د دوی لاس کې وه او کرزي ځان دومره تر تهديد لاندې احساسوه چې د ترور ويره یې وه نو خليلزاد مجبور شو چې محافظت لپاره یې امريکايي ګارډان وګماري.
خو اوس چې ورته نجفي زاده د طا لبانو اړوند د عین موډ خبره وکړه؛ پيريانو ونيوه.
نجفي زاده:
له امریکا او ناټو سره په ګډه د کابل له نيولو وروسته تاسې ته ۷۵ سلنه واک درکړل شو.
اوس نولس کاله پس طا لبان چې ځانونه ستاسې، امريکا او ناټو ماتونکي بولي، په عين شکل نظام کې پراخه سلنه ونډه غواړي؛ ستاسې ځواب څه دی؟
قانوني:
طالبانو ته صرف څلویښت سلنه واک ورکولی شو، مانا باقي ۶۰ سلنه واک بېرته له موږ سره. دومره تحولاتو کې ځانته صرف لس سلنه تخفيف قايل شوي.
نوټ: دوی اوس هم صرف ځان ملت بولي.
