No-IMG

د اسټراليايي سرتېرو پر وحشت نړيوال غبرگون

کافر چین د اسټرالیایي سرتېرو وحشت ولید نو د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو خرابي په بیه یې په نړیواله کچه غبرګون وښود او افغانانو سره د اسټرالیایي ځواکونو شوی وحشت یې تقبیح کړ.

دلته د جمهوریت، د افغانانو د مشرۍ، انسانیت، ترقي، وطنپالنې او نورو سپېڅلو شعار مدعیانو له خولې سوڼ نه خېږي. ته وا دا چاړه په غاړه ایښودل شوې ماشومه افغانه نه خدا د کومې بلې سیارې لیوه ګۍ ده.

خېر حکومت به خپل ملاحظات لري غږ به نشي کولای، ترې به تېر شو خو دا اتشین وطني پلویان او چورګوټیانو خاموشي او تر خاموشي بدتر دا چې همدې شوي وحشت ته هم په شکل د اشکالو توجېهات لټوي؛ نو زړه سخت اره اره کړي.

په ایمان یې وایم چې دا خاموشه خولې او توجیه لټونکي له ایمان او انسانیت نه مطلق خلاص انسانما درنده وحشیان دي.

خدای دې له دوی سره په دنیا او اخرت له افغانانو سره د شوي وحشت او جنایت له امله سخت چلند وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک