د نړۍ تر ټولو بدبخته او غمجن هېوادونو سر کې بيا لومړی افغانستان، جنوبي سوډان او زيمبابوی دی
د ښادۍ نړيوال راپور کې د نړۍ خوشحاله او ښاد هيوادونو سر کې
فنلنډ، بيا ډنمارک او سويس دى.
ترټولو بدبخته او غمجن هيوادونو سر کې بيا لمړى افغانستان، بيا جنوبي سودان او زیمبابوې دى.
خداى پاک جل جلاله فرمايي (طه، ما انزلنا عليک القران لتشقى) صدق الله العظيم.
ژباړه: اي پيغمبره، قران مو درباندې د دې لپاره نازل کړاى نه دى چې تاسو غمجن او بدبخته شئ.
کله چې د انسان ښادي او خوشحالي د خداى پاک جل جلاله او قران عظيم شان او د اسلام ستر هدف او موخه وي نو مونږ افغانان چې نږدې 100% مسلمان يو ولې ترټولو بدبخته او غمجن قوم او هيواد يو، او د نامسلمانو په برخه ولې ښادي په نصيب سوې ده؟
پرته له شک څخه چې د خداى پاک جل جلاله وينا کې شک او شبهات نسته، او پرته له شک څخه چې ستونزه زمونږ د افغانانو مسلمانانو په مسلمانۍ کې ده، يا په نوم مسلمان يو يا په اسلام ناپوه يا مو د اسلام پلې کولو او ځينو ظني مشکوک ديني ناسمو روايتونو کې ستونزې سته يا مو خپل جاهلي رسم رواج او عادتونو ته د دين نوم ورکړاى
