دين او وطن تل بېوزلو ساتلی
پلرونو یې همدې لار کې ژوند له لاسه ورکړ او يتيم بچيانو ته یې د دين او وطن له مينې پرته نور هيڅ په لاس ورنغلل.
خپل شاخوا ګاونډ وګورئ.
هغوی چې خپل وطن کې په کرایي کور کې اوسېدل په وطن قربان شول مګر برعکس هغه چې وطن کې د جريبونو زمکو، ماڼيو او باغونو څښتن دي؛ په بده ورځ کی یې په وطن حتا نوک زخمي نکړ.
خپله له بچو سره بهر ولاړل، د هغه ځای تابعيت یې واخیست او دی چې راغلی، نو بيا هم د وطن شپېللو ته راغلی څو دلته وګټي او هلته یې په بچو وخوري.
چې کله وطن امن او ودان شي نو همدا د غريب بچي به مجبوريږي څو هوایي ډګر کی وږی نس ګلان په لاس د هغوی غاړو کې د ګلانو امېل واچوي.
هو دا د ژوند بدرنګ خو ريښتونی اړخ دی.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
