No-IMG

د ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې

د ستر مورخ او ټولنپوه ابن خلدون په اند د هيوادونو د زوال او نړيدو او سقوط روښانه نښې نښانې

د رښتيا او دروغ، جهاد او وحشيانه وژنو ترمنځ مرزونه او توپيرونه ړنګ او سم مفاهیم له ناسمو سره د وګړو په ذهنونو کې ګډ وډ او مغشوش سي.

ويره او ډار خپور، امنيت نابود، غلا زياته او پرله پسې په وګړو د غمونو او مصيبتونو يرغل کتار سي.

ګدايي، سوالګر او جادوګر او فالبينان او منافقين زيات سي، جعلکار فريبکار سوداګر بازارونه اشغال کړي او د هر هنر هرکاره دروغژن مدعيان هرځاى وليدل سي.

بې سليقه بې ذايقه له ادب او هنر څخه خالي سندرغاړي غلبه کوي او بې خونده شعر او شاعري وګړي زمزمه کوي.

لوفران، سپک او پوچ ګفتاره، د علم او دين او فقه جاهل مدعيان بازارونو او مسجدونو کې زيات ليدل کېږي.

هيوادوالو کې سياسي مداريان، مداحان او ستايونکي، ښکنځلمار، فرصت او چانس طلبي زيات سي.

پټ پناه پوښلي منافقين بربنډ اما د قدر وړ شي، د ټولنې حکيمان او سپېڅلي سپک سي، تدبير ختم او سنجش ورک نابود او ناکام سي.

افواهات، پروپاګند او اوازې خپرې سي، دوست دښمن، او دښمن دوست سي، د باطل غږ لوړ او حق خاموشه سي.

بدرنګه ناآشنا څهرې ميدان ته راسي او هغه اشنا زړونو ته نږدې خوږې څهرې پناه سي.

اميدونه، ارمانونه او نېکې هيلې مړې او خپله ټولنه کې د غربت او وحشت احساس زيات او وطن ته انتما کمزوره خو قومونو ته انتما غوره او قومي تعصبات او تجاذبات زيات سي.

په يو کور کې ورور خپل بل ورور په خيانت او جاسوسي تورن کړي، له خلقو لاره ورکه او د هيواد له مرزونو وکړي په تېښته سي او د سترو دسيسو اوازې ګډي سي او حق ناحق نصيحتونه او ارشادات او وړاندوينې د خپلو او پردو له خوا زياتي سي.

مالدار د خپل مال ساتنې او ژغورنې په غم اخته او توانمند د مهاجرت په پلان او فکرونو بوخت وي او هيوادوال بدو پيښو ته د انتظار او تياري او چمتووالي په حالت کې شيبې شماري.

زراعت او صناعت او وداني رشد نه کوي خو د تابوتونو او د سفر توکو تجارت رشد کوي او ودونه او نکاح ګانې زياتي سي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک