ليکنې

د روسانو او روسي اشغال

تر ټولو ذ لیلترین اوسپک غلامان دوه ول یویې ببرک (کارمل) اوبل یې دده څخه وروسته نجیب(ګاو) چې دروسیې دجهنمي سازمان(KGB)وفاداره اووحشي غړه وه که څه هم دواړه پښتانه ول مګردروسانو په غلامۍ کې تردې بریده غرق تللي ول چې روسانواو د هغوی له خوا دوی ته د حواله شوې کرسۍ په خاطرله هرڅه نه ورته تیرول. د وخت د دوهم شاه شجاع(ببرک کارمل) له تاشکند رادیو څخه بیان مو ښه ياد شي چې په څه شد او مد یې د روسانو په دوستۍ اوحشت ددوستۍ پرده اچوله. روسانوګومان کاوه چې دټیټ غلام ببرک(کارمل) اووروسره غوایه نجیب پرمټ به دوی دتود و اوبوبحیره عرب اوبیا دټولې اسلامي نړۍ هیوادونه ترخپلې ولکې لاندی راولي اوخپله یکتا زې به نوره هم وغځوي،. ...
نور ولوله

اشرف غني د حکومت اقتدار لويه برخه د نادريانو کورنيو ته ورکړې وه

پر  اشرف غني باندي یوه لویه او هميشنۍ نېوکه داوه چې د خپل حکومت پرمهال يې د حکومتي اقتدار لویه برخه د نادریانو( د نادر نادري او سلام رحیمي + د اسماعليه نادریانو ) کورنیو ته ورکړې ده. اسماعليه نوادرو(!) خو د جناب د حکومت پرمهال او کله چې يې له ده سره پر څه پټو او ښکاره وو اختلاف راغی؛ خپل نادریت څرګند کړی وو اما نادر نادري چې د افغانستان د ملکي اداري( د جوړښت او تعیناتو) حاکم اعلي او مطلق وو؛ اوس په یو نادر انداز کې د خپل نامشروع ،څو اړخیز او متمرکز صلاحیت څخه په څنګ تېرېدلو سره د هرڅه عامل غني ګڼي. نادري ځکه نادره کوي چې دده، دده د اخښیانو او خوښینو په لاس کې د ملکي ادارې، معادنو او کانونو، چارو د ادارې، ولسمشرۍ ماڼۍ، سولې او حتی د بهرنیو اړیکو د يوې ...
نور ولوله

بې علمه قانونپوه!!!

سعد الله فطرت   پوره ۲۱ کاله یې نظام لکه هډوکی وشپېله، د کرزي په دوره کې یې له وزارت په ټیټ بست کار ونه کړ او بیا د غني د حکومت دوه دورې معاون هم و. د کورنۍ غړي، خپلوان او ورېرونه خوریونه یې سفیران، ډیپلوماتان او معینان و والیان وو. په دفتر کې یې حتا یو اجیر هم پښتون نه و او نه یې مقرراوه؛ ۲۱ کاله یې پښتون ته ترهګر ویلې. چې بل چا به پښتون مقرر کړ، ده به سملاسي چغې شروع کړې چې: “تمام کارمندان از قوم پشتون مقرر میشود، این کار بی عدالتی است” علي پور دده اجرتي قاتل و؛ د بهسودو په لار ترې...
نور ولوله

سازمان همکاری اسلامی نتوانست موضعى روشن در رابطه به رسميت قضيه افغانستان داشته باشد

نشست وزراء خارجه سازمان همكارى اسلامى در اسلام آباد انكشاف خوبى بود؛ ما از آن استقبال كرديم؛ تأكيد اين نشست بر كمك هاى غير مشروط به افغانستان و عدم انجماد سرمايه هاى افغانستان از سوى امريكا؛ قابل قدر بود. اما چند مطلب در رابطه به اين نشست قابل ياد آورى است: نتوانست موضعى روشن در رابطه به يكى از حادترين قضيه جهان اسلام؛ قضيه افغانستان؛ داشته باشد؛ به گونه اى كه هم مسئوليت اسلامى اش را اداء كند و هم استقلال خود را در قضاياى مربوط به جهان اسلام به نمايش بگذارد؛ نه منتظر موافقه غرب باشد و نه در پى همآهنگى با آن. برخى از كشور هاى اسلامى از اشتراك در اين نشست نه تنها خوددارى ورزيدند بلكه در كنفرانسى شركت كردند كه هند؛ به دليل رقابت هايش با پاكستان و به غرض كاست...
نور ولوله

د اسلامي همکاریو سازمان څخه د اسلامي نړۍ د لويو مسائلو په اړه تصاميم نيول يو خيال دی

د اسلامي همکاریو سازمان څخه له دې پرته بله تمه نشوه کیدلای چې د بشري مرستو لپاره په نړیواله ټولنه غږ وکړي. د دې سازمان ساختار په داسې شکل جوړ شوی چې د اسلامي نړۍ د لویو مسائلو په اړه پکې تصامیم نیول یو خیال دی. بل اړخ ته د دې سازمان تېره غونډه د نوي حکومت لپاره یو بې مخینې فرصت ؤ تر څو د سیمې او اسلامي نړی له هیوادونو مشرانو سره ناستې تر سره شوی وای، له هغوی اورېدل شوی وای او له دې خوا ډاډ ورکړای شوای وای. دې کار د نوي حکومت او سیمه ایزو هیوادونو تر منځ باور او اعتماد کې ډېر رول لوبولای شو. د نوي حکومت رسمیت پېژندنې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان هېڅکله په ځان ته ځان تصمیم نه شي نیولای. د نوي حکومت مشران باید په دې پوه ا...
نور ولوله

در بيست سال گذشته بجای اعمار مکاتب زيارت های مجلل ساخته شد

در بیست سال گذشته کسانی حاکم بودند که ظاهرا خود را طرفدار علم وتحصیل میدانستند وسنگ متمدن ترین ، روشنفکرترین و اعتدال گرا ترین افغان را به سینه میزدند مخالفین خود را لشکر جهل ، مزدوران استعمار ، گروه عقب مانده از علم ودانش و افراط گرا های که مکتب را آتش میزنند به مردم معرفی میکردند .  اما بجای اعمار مکاتب وصنف های درسی ، مقبره وزیارت گاه های مجلل با هزینه چند میلیون دالری میساختند نه مقبره علما ودانشمندان وقلم بدستان را بلکه از خاین ترین افراد را که در آتش زدن مکاتب در ویران ساختن آبادی های این سرزمین نقش کلیدی ومحوری داشتند . جای تعجب و تاسف در اینست که درمدت بیست سال هیچ دختر وپسری ، هیچ فعال مدنی وفعال سیاسی ویاهم تحلیل گری پیدا نشد که بالای این سنت ناپسند حکام وزمامداران اجیر وغ...
نور ولوله

د افغانستان د اوسني وضعيت کنترول لپاره بايد باصلاحيته ملي او اسلامي اجماع را منځته شي

افغانانو له څو لسيزو راهیسې د اسلامي نظام، د افغانانو په خوښه یو خپلواک حکومت، عدالت، او امنیت، تاامینولو لپاره خورا زیاتې مبارزې او قربانۍ ورکړې. د ټولو افغانانو لوی ارمان همدغه اسلامي نظام او د بهرنیانو د لاس وهنو  پرته یو بشپړ افغان شموله حکومت و. مګر متاسفانه د افغانستان په تاریخ کې چې هر ډول حکومتونه راغلي دي د بې ثباتۍ ناکامۍ یوازینی علت ئې همدا و چې ولسي ملاتړ او مشروعیت ئې نه درلود، ټوله تکیه او توقع ئې په بهرنیانو وه، او په ضمن کې د بېلابېلو ناخوالو افغان وژنو او نا امنیو، د غلطو سیاستنو او د پردېو په لاس جوړو شویو پاليسېو له امله د حکومت او ولسونو ترمنځ یو لوی واټن موجود و، چې په نتیجه کې ئې نظام او ملت له تور برخلیک سره مخ کړل. اوس د افغان...
نور ولوله

پاکستان کي د او ائی سي غونډه

اسد مبارز   د ۲۰۱۹ کال دسمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د مهاتیر محمد په همغږۍ د OIC پر وړاندې د ترکیې اردوغان په نوښت او د پاکستان عمران خان په مشوره بلاک رامنځته کول لپاره د غونډې تابیا نیولې ؤه. ترکیې غوښتل چې د یاد سازمان مشري له سعودي عرب واخلي؛ پاکستان یې هم له ځان سره شریک کړ؛ پاکستان ترې د کشمیر په ګټه غږ پورته کول وغوښتل؛ اردوغان همداسې وکړل خو کومه ګټه یې ونکړه. محمد بن سلمان د ترکیې+ پاکستان او مالیزیا له دې شوم پلان خبریدو سره سم عمران خان سعودي ته وغوښت؛ پاکستان یې د یاد بلاک له غړي ګرځیدو منع کړ او ګواښ یې ورته وکړ که ددې بلاک برخه شي نو محمد بن سلمان پاکس...
نور ولوله

بدلون: ملا برادر د اصيل افغان کلتور استازی

محمد اسماعيل عندليب   اوس چې سياست د يو پېچلي علم بڼه غوره کړې، په دې ډګر کې خبرې کول يوه معنا او چوپتيا ډېرې معناوې لري، د خبرو، چلند، لباس او حتی د خوراک انداز خپل مطلب لري، په سياست کې آن اشارې او رموز تر څرګندو خبرو ډېر اهميت لري، او تر دې چې شونې ده روانپوهان د سياسيونو د ساه اخستلو په اړه هم سياسي تبصرې ولري، د يو سياسي مشر د شخصيت په اړه پرېکړه کول خورا ستونزمن کار دی. زما اند پر څېرو له لېکنو سره په مخالفت کې دی، زه وايم چې د اشخاصو پر کردار دې بحث وشي، کله مې هم د يو چا پر شخصيت تبصره نه ده کړې، شخصيت مې د هغه د نظرياتو او کړنو په تله کې تللی دی، هغه هم که کله په شخص خبره شوې هلته. کومې خبري ادارې د پخواني...
نور ولوله

استعمار يو کمپيوټر کار د نړۍ پر مهمه ځمکه د ملي امنيت سلاکار کړي

استعمار داسې لوبې کوي: یو کمپیوټر کار راولي د نړۍ د متضادو سیاستونو د ټکر پر مهمه او لانجمنه ځمکه يې د ملي امنيت سلاکار کړي، د سلاکارۍ له پاسه د امنیتي سکتور مطلق العنان سي، په دې هم بسنه ونکړي بلکې د هیواد پر لویو مالي سرچینو هم حاکم شي او پرې له پاسه د بیرونیو اړیکو د شبکې مدیریت هم په لاس کې واخلې، یو څلویښت میلیوني ملت خراب تراب کړي او ایسته پښې سپکې کړي. یو بل بیا د ناز او ساز له بستره، د انګليس او فرانسې د جاسوسیو او دسیسو له مقره راوليږي په داسې حال کې يې د څلویښت میلیوني ملت پر سر د رهبرۍ د دعوا تر مقامه ورسوي چې په دې هېواد کې څلويښت تنه نه پیژني، څلويښتو تنو نه دی لیدلی او واقعیت دادی چې څلويښت ورځې يې هم په دې هیواد کې نه دي تیرې کړي...
نور ولوله

وَمن أحیاها فَکَأَنَّما أحیا الناسَ جمیعاً

یوه عمر خوړلې مور زمونږ ګاونډ ته له خپلې کورنۍ سره تازه راکډه شوې، د کور د څا اوبه یې د څکلو لپاره برابرې نه دي، نو د اوبو لپاره زمونږ کور ته راځي. ما په کور کې پوښتنه وکړه نو خبر شوم چې دغه مورکۍ هغه اتله ده چې د دې وړې صفا د ژوند وسیله شوې ده او په دې غربت او فقر کې یې لکه خپله لور پاللې او ساتلې ده. قصه داسې ده چې دا وړه نجلۍ کوم بدبخت او ځناور صفت انسان له زېږېدو سره سم د دې مورکۍ د کور د څنګ په ډېران کې خطا کړې وه او بیا دغه مورکۍ پرې خبره شوې، له ځان سره یې کور ته وړې، پوښتنې یې کړي، مګر مور او پلار یې نه دي پیدا شوې. دا زمونږ د ټولنې د هغه وحشيانه دودونو پایله ده چېرې چې نجونې د بدمرغۍ سمبول او په کورنۍ بوج ګڼل کېږي،...
نور ولوله

د غرب په بشري حقوقو کې حیوانات تر انسانانو با ارزښته دي

رحمت الله فیضان   په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان وکړ چې د نړیوال جهاني نظم د ظهور وخت را رسیدلی دی  چې د زورواکي په مقابل کې به د کمزوري ملاتړ کیږي، آزادي او انسانیت به د ملتونو منځ کې ځای پرځای کیږي، ظلم او استبداد به ختمیږي خو ۱۱ کاله وروسته همدې بوش په مظلومو او بې اسرې هیوادونو لکه افغانستان او عراق تجاوز وکړ د دې حرو او آزادو ملتونو آزادي یې سلب کړه او انسانیت یې د زرګونو اتومي بمونو په کارولو سره تر خاورو لاندې کړ. د غرب په بشري حقوقو کې حیوانات تر انسانانو ډیر با ارزښته دي، د یوې بیزو په وژلو سره یې چیغې تر آسمانه رسیږي خو په افغانستان او عراق کې د لکونو انسانانو له وژنو څخه یې خوند واخیست، د غرب بشري...
نور ولوله

ټول نړیوال او اسلامي هیوادونه د افغانستان د اوسني بشري بحران په رابطه خاموش دي

له شکه پرته د ټولو انسانانو مرګ ژوند د الله تعالی په لاس کې دی، او خپلو بنده ګانو ته د رزق ورکولو ضامن دی او په مختلف شکل ورته وسيله برابروي. څومره چې افغانانستان په مشکلاتو کې ښکیل دي هومره نړېوال هم له ډیرو ننګونو او ستونزو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ویل کیږي چې ګویا په افغانستان کې د عامو خلکو اوسط ژوند دري څلويښت کاله دی. د همدوی په شیطاني پلان دري څلويښت کلنې جګړې خو زموږ نسلونه تباه کړل، همدغه ملت دی چې دغو کيمیايي بمونو او باروتو ته تم شوي دي، له بده مرغه سربیره په دې بیا دوی د افغانانو په زخمنو مالګه هم دوړوپ، او خوند ترې اخلي. اوس وايي چې که د افغانستان بشري او اقتصادي ناورین لپاره په خپل وخت مرستې ونه رسیږي شاید یو ملیون افغانان له ...
نور ولوله

د شيخ هبة الله اخندزاده د وينا مهمې ټکي

د افغانستان اسلامي امارت مشر شیخ مولوي هبة الله اخندزاده په داسې حال کې د قندهار د ټولو ریاستونو او ادارو له رئیسانو سره وکتل چې پرمهال یې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د قندهار والي  محمد یوسف وفا او یوشمېر نورو مسوولینو هم حضور درلود. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب وویل چې ټول افغانان باید د خدای ج شکر ادا کړي؛ ځکه افغانستان د کفارو له اشغاله خلاص شو او اوس ټول افغانان په امن او عزت کې ژوند کوي. د اسلامي امارت مشر شیخ مولوي هبة ‌الله اخندزاده د خپلو خبرو په وروستیو کې په لاندې برخو کې رئیسانو ته سپارښتنې وکړې: ۱ـ عاجزي وکړئ، ځانونه په بشپړه...
نور ولوله

وچکالي کې د عمر تدابیر

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت زمانه کې په مدینه منوره او شاوخوا کې سخته وچکالي او لوږه رامنځته شوه، دا وچکالي د 17هـ کال وروستۍ او د 18هـ کال د پیل تقریبا نه میاشتې وه، په دې سختو حالاتو کې عمر رضي الله عنه د خلکو د خدمت لپاره له درد او حکمته ډک تدابیر او کارونه ترسره کړی دی، پر خلکو د عمر د زړه سوي، مهرباني او خلکو لپاره دردیدلو په اړه یې مؤرخین لیکي که دا وچکالي یو کال نوره غځیدلې وی عمر به له درد او سختي نه مړ شوی و!!     ولس سره د واکمن مینه، زړه سوی او پر هغو مهرباني د واکمن د شفقت، ژوندي احساس او ویښ ضمیر نښه ده، که د وخت واکمن د "ویښ ضمیر" جوهر ولري هغه حتما د ولس ستونزو او دردونو ته درمل موندلی شي، عمر رضي الله عنه په دې کال د مصر، شام او فلسطین له...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک