وَمن أحیاها فَکَأَنَّما أحیا الناسَ جمیعاً
یوه عمر خوړلې مور زمونږ ګاونډ ته له خپلې کورنۍ سره تازه راکډه شوې، د کور د څا اوبه یې د څکلو لپاره برابرې نه دي، نو د اوبو لپاره زمونږ کور ته راځي.
ما په کور کې پوښتنه وکړه نو خبر شوم چې دغه مورکۍ هغه اتله ده چې د دې وړې صفا د ژوند وسیله شوې ده او په دې غربت او فقر کې یې لکه خپله لور پاللې او ساتلې ده.
قصه داسې ده چې دا وړه نجلۍ کوم بدبخت او ځناور صفت انسان له زېږېدو سره سم د دې مورکۍ د کور د څنګ په ډېران کې خطا کړې وه او بیا دغه مورکۍ پرې خبره شوې، له ځان سره یې کور ته وړې، پوښتنې یې کړي، مګر مور او پلار یې نه دي پیدا شوې.
دا زمونږ د ټولنې د هغه وحشيانه دودونو پایله ده چېرې چې نجونې د بدمرغۍ سمبول او په کورنۍ بوج ګڼل کېږي، الحمد لله دا دودد پخوا په نسبت ډېر کم شوی دی، خو لا هم له ټولنې ورک شوی نه دی، د خبرونو پر اساس ګڼ خلک په روغتونونو کې لوڼې پرېږدي او ځان ترې خلاصوي، ګڼ یې د حاملګۍ پر مهال د معاینې د نتیجې له معلومېدو سره سم چې خبر شي نجلۍ ده ضایع کوي یې او ځینې وحشي خلک چې معاینات یې نه کوي خو بیا د نجلۍ له زېږېدو وروسته سمدستي یې په ډېران کې خطا کوي!
صفا ماشومه یې نن زمونږ کور ته روستې وه، ګلالۍ او صحتمنده نجلۍ ده چې اوس د اوو میاشتو ده، د دغې مورکۍ له اتلولۍ او د انسان دوستۍ له احساسه چې خبر شوم بې اختیاره مې ذهن ته د الله تعالیٰ دا وینا راغله چې فرمایي:
وَمن أحیاها فَکَأَنَّما أحیا الناسَ جمیعاً
څوک چې (یو نفس) له مرګ وژغوري، لکه ټول انسانیت ته یې چې ژوند ورکړی وي.
زه چې د دې کورنۍ کمزور اقتصادي وضعیت او د دې ماشومې د سرپرستۍ اخیستلو احساس ته ګورم، باور وکړئ لکه په ځمکه یوه جنتي کورنۍ چې مې لیدلې وي.
خدای تعالی دې ورته د دې ستر انساني خدمت ستر اجر ورکړي.
او الله تعالی دې د دې ماشومې حقیقي والدینو ته د دوی د وحشیانه عمل هغه سزا ورکړي چې مستحق یې دي.
أللهم آمین یارب
