اشرف غني د حکومت اقتدار لويه برخه د نادريانو کورنيو ته ورکړې وه
پر اشرف غني باندي یوه لویه او هميشنۍ نېوکه داوه چې د خپل حکومت پرمهال يې د حکومتي اقتدار لویه برخه د نادریانو( د نادر نادري او سلام رحیمي + د اسماعليه نادریانو ) کورنیو ته ورکړې ده.
اسماعليه نوادرو(!) خو د جناب د حکومت پرمهال او کله چې يې له ده سره پر څه پټو او ښکاره وو اختلاف راغی؛ خپل نادریت څرګند کړی وو اما نادر نادري چې د افغانستان د ملکي اداري( د جوړښت او تعیناتو) حاکم اعلي او مطلق وو؛ اوس په یو نادر انداز کې د خپل نامشروع ،څو اړخیز او متمرکز صلاحیت څخه په څنګ تېرېدلو سره د هرڅه عامل غني ګڼي.
نادري ځکه نادره کوي چې دده، دده د اخښیانو او خوښینو په لاس کې د ملکي ادارې، معادنو او کانونو، چارو د ادارې، ولسمشرۍ ماڼۍ، سولې او حتی د بهرنیو اړیکو د يوې برخې فراقانوني انحصار په دې سره توجيه کوي چې: ولسمشر بد کړي وو چې ما او زما نااهله کورنۍ ته يې دومره صلاحیتونه راکړي وو، له دې پرته د نادري په خوله د واک انحصار بله هیڅ معنا نشي لرلای.
اما غني ځکه بیاهم تر هرچا ډیر ملامت دی چې د خپلو حواریونو په ټاکنه او تفویضاتو کې دومره بې کماله وو څومره چې باید د انسان پيژندنې د دکتور/ پروفيسور په توګه د انسان په پیژندلو کې په فوق العاده توګه د کمال څښتن وای. یقینا د غني تر ټولو لویه ستونزه داوه چې تر بل هرڅه زیات پخپل تخصص اقتصاد او انسان پيژندنه کې غبي او بې کماله وو ځکه خو يې څلويښت ميليونه ملت د لوږې او فقر د پاڼ تر ژۍ ورساوه او ځکه یې نن په نوبت سره یو یو نازولی لمن په سر ورپورته کوي.
