د غرب په بشري حقوقو کې حیوانات تر انسانانو با ارزښته دي
رحمت الله فیضان
په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش اعلان وکړ چې د نړیوال جهاني نظم د ظهور وخت را رسیدلی دی چې د زورواکي په مقابل کې به د کمزوري ملاتړ کیږي، آزادي او انسانیت به د ملتونو منځ کې ځای پرځای کیږي، ظلم او استبداد به ختمیږي خو ۱۱ کاله وروسته همدې بوش په مظلومو او بې اسرې هیوادونو لکه افغانستان او عراق تجاوز وکړ د دې حرو او آزادو ملتونو آزادي یې سلب کړه او انسانیت یې د زرګونو اتومي بمونو په کارولو سره تر خاورو لاندې کړ.
د غرب په بشري حقوقو کې حیوانات تر انسانانو ډیر با ارزښته دي، د یوې بیزو په وژلو سره یې چیغې تر آسمانه رسیږي خو په افغانستان او عراق کې د لکونو انسانانو له وژنو څخه یې خوند واخیست، د غرب بشري حقوق نه یوازې دا چې حقوق نه دي بلکې د بشري حقوقو تر پښو لاندې کول دي، د دوی په نزد ترخې اوبه د مظلومو انسانانو تر وینو ډېرې با ارزښته دي، ځکه خو یې په افغانستان او عراق کې د لکونو ماشومانو او مېرمنو وینې وبهولې او ژوندي یې د خپل استبداد په اورو کې ژوند ترې واخیست ، په ټوله دنیا کې هیچا د مظلومو افغانانو او عراقیانو د مظلومیت غږ پورته نه کړ او نه یې په بشر کې و شمیرل، غربیان په نړیواله کچه د بشر حقوقو تر ټولو ستر ناقضین او ویره اچوونکي دي، دیموکراسي، لیبرالېزم او د بشر حقوقو له نامه څخه خپلو ناروا ګټو ته د رسېدو په موخه د ابزارو په توګه کار اخلي، په دې سره غواړي چې خپلو جنایاتو ته قانوني جامه ور واغوندي.
دا چې د بشر د حقوقو د نړیوالېاعلاميې له تصویب وروسته په بشري ټولنه کې د بشر د حقوقو په برخه کې هیڅ تغیر نه تر سترګو کیږي علت یې څه دی؟
که دقیق وکتل شي د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې له تصویب څخه بیا تر نن پورې د دې اعلامیې مواد په لومړي سر کې د بشري ټولنو پر سر حاکمانو مات کړي دي، دوهم علت یې دا دی چې د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه د انبیاو د مشترکو تعالیمو پر بنا نه ده تصویب شوي او نه هم د توحید او عقیدې پر مبنا ولاړه ده نه هم پر میعاد باور لري او نه هم انساني کریمه اخلاقو ته پکې ځای ورکړل شوی، یوازې د ملتونو پر سر د حاکمانو ارادې پکې په نظر کې نیول شوي دي، په همدې اساس د دې اعلامیې مواد کله د حکومتونو او کله هم د هغوی د نژاد پرستو ملتونو له لوري چې د تعصب او نژاد پرستۍ په لومه کې را ګیر دي تر پښو لاندې شوي دي او کیږي، چې ښکاره مثالونه یې په فلسطین، لبنان، بوسنیا، کوسوو، یو ګسلاویا، افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې بشري جنایات دي چي اوس د بشري تاریخی برخه ګرزیدلي ده چې د همدې جابرو استکباري قوتونو له لوري مات شوي دي..
اسلامي بشري حقوق بیا دا ډول نه دي په اسلام کې بشر یو باعزته او با کرامته موجود معرفي شوی لکه الله جلاله چې فرمایي: (یقیناً موږ د آدم اولادې ته ډیر عزت ور کړی دی)، په همدې اساس د یو شخص سر، مال او آبرو د اسلامي بشري حقوقو له مختصاتو څخه شمیرل کیږي، ساتنه او دفاع ترې واجب ګڼي د یو مسلمان په آبرو هغه که نر وي یا ښځه تجاوز او د ناروا نسبت ورته کول په اسلامي بشري حقوقو کې محکوم او اسلامي شریعت حدود ورته ټاکلی دي، هیڅوک حق نه لري چې یوې پاک لمني میرمن او نارینه ته د فحاشي نسبت وکړي که چیرته څوک د دا ډول عمل مرتکب شي الهي قانون ورته ۸۰ درې سزا ټاکلي او ترڅنګ یې هیڅکله شاهدي هم نه منل کیږي ، د انسان د ژوند او د انسانانو د ژوند کولو د حقوقو په برخه کې الهي قانون دا دی لکه چې الله جل جلاله فرمایي :(چا چې هم یو نفس له قصاص څخه پرته، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا ټول خلق یې ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند وژغورل، نو ګویا هغه د ټولو خلقو ژوند وژغوره).
همدا راز فرمایي:( او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره).
اخوا ته بیا غربیانو د خپل ذهن محصول چې د بشر د حقوقو په نامه ترې تعبیر کوي نه انساني کرامت او عزت ته پکې ځای ور کړل شوی نه د انسانانو ابرو او عزت په نظر کې نیول شوی نه حلال نسب په رسمیت پیژني.
د بشري حقوقو تر نامه لاندې پروسه یوه حیواني طرحه ده چې غواړي له انسانانو څخه انساني کرامت واخلي او د حیواناتو په ډله کې یې ور ټیل وهي ترڅو له خوراک، څښاک او شهوت پرستۍ پرته د خپل خالق په وړاندې د هیڅ ډول مسؤلیت احساس ونه لري ونه لري.
