پاکستان کي د او ائی سي غونډه
اسد مبارز
د ۲۰۱۹ کال دسمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د مهاتیر محمد په همغږۍ د OIC پر وړاندې د ترکیې اردوغان په نوښت او د پاکستان عمران خان په مشوره بلاک رامنځته کول لپاره د غونډې تابیا نیولې ؤه.
ترکیې غوښتل چې د یاد سازمان مشري له سعودي عرب واخلي؛ پاکستان یې هم له ځان سره شریک کړ؛ پاکستان ترې د کشمیر په ګټه غږ پورته کول وغوښتل؛ اردوغان همداسې وکړل خو کومه ګټه یې ونکړه.
محمد بن سلمان د ترکیې+ پاکستان او مالیزیا له دې شوم پلان خبریدو سره سم عمران خان سعودي ته وغوښت؛ پاکستان یې د یاد بلاک له غړي ګرځیدو منع کړ او ګواښ یې ورته وکړ که ددې بلاک برخه شي نو محمد بن سلمان پاکستان ته د سفر پر مهال د ۲۰ میلیاده ډالرو پانګونې ژمنه بیرته اخلي او د یو میلیارد تیلو په ګډون د ۳ میلیارده پور پیکج هم نه ورکوي. پاکستان ومنل او د OIC پر وړاندې د بلاک جوړیدو برخه نه شو.
سعودي همدا دوه اونۍ وړاندې بیا پاکستان ته د ۴ سلنه سود له مخې پور په ډیرو عجیبو شرایطو ورکړ چې له جملې یې د څو یادونه کوو؛ لومړۍ دا چې یاد پور مصرفولی نشي او یوازې به د پاکستان مرکزي بانک سره د ذخیرې په شکل پرتې وي تر څو یې کرنسي ارزښت پیداکړي او دویم دا چې د پور موده درې کلونه ده خو سعودي یې هر وخت بیرته غوښتلی شي چې پاکستان به یې د دوه ورځو په موده کې بیرته سپاري.
پاکستان کې د OIC ننۍ غونډه هم د پاکستان له لورې د پور اخیستلو په بدل کې د سعودي د خوشاله کولو یو کوشش ښکاري؛ افغان طالبان یې دوکه په دې کړل چې ټوله اجنډا یې د رسمیت پیژندلو څخه مرستو جلبولو ته تغیر کړه او بیا یې د افغان چوکۍ د نۀ ورکولو سربېره ډول ډول پیغورونه هم ورکړل. له دې غونډې افغانستان هیڅ ترلاسه نکړ، بلکې پاکستان ترې د افغانستان سره د مرستو جلبولو په نوم سعودي خوشاله کړ او ممکن د همدې اسلامي هیوادونو څخه طالبانو ته د مرستو ټولولو لپاره په خپل مرکزي بانک کې یو صندوق پرانېزي چې هغه هم د افغان مهاجرینو سره د مرستو په څېر ۸۰ خپله او ۲۰ افغانانو ته ورکړي.
