No-IMG

ربذة؛ دا د مدینې څخه څو کیلو مټره لرې پرته سیمه ده

سلمان افغان

 

دلته جلیل القدر صحابي أبو ذر رضي الله عنه وفات شوی، او همدلته خاورو ته سپارل شوی

أبو ذر رضي الله عنه خپلې ښځې او غلام ته وصیت وکړ چې زه مړ شوم، کفن کې مې ونغاړئ او د لارې پر سر مې کېږدئ، هره قافله، او هر څوک چې اول له دې ځای تېرېدل ورته ووایې:

دا أبو ذر دی

لومړني خلک چې له دې ځای تېرېدل د ابن مسعود رضي الله عنه قافله وه، ابن مسعود رضي الله پوښتنه وکړه دا څوک دی؟

دوی ورته وویل:

د أبو ذر رضي الله عنه جنازه ده

ابن مسعود رضي الله عنه وژړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره ورته را یاده شوه چې ویلي و:

"الله دې په أبو ذر رحم وکړي، یواځې ګرځي، یواځې او په ځان ته ځای کې به مړ کېږي، او یواځې به له قبر څخه را پورته کېږي".

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک