No-IMG

کاش چي د اُحد غر خبرې کولای

د احد غره که خبرې کولای شوای نو دې تلپاتي صحابي به د رسول الله ﷺ په اړه هغه ټولې کیسې کړې وای چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې مشاهده کړې وې.

احد به راته د رسول الله ﷺ د میړانې استقامت او ایثار هغه کیسې کړې وای چې د احد په غزا کې یې له خپل دین او اسلامي ریاست په دفاع کې تر سره کړې.

د هغه ﷺ له مبارک جسد څخه را بهیدلې وینې به یې یادې کړې وې

احد به موږ ته د حق او د باطل تر منځ هغه خونړۍ معرکه په خورا ښه توګه بیان کړې وای.

د غشو شڼا، د تورو خرپا او د کفر د لښکرو د سرکوبي بیان به یې کړی وو. ویلي به یې وو چې څنګه د اسلام لښکر د تجاوزګرو مشرکینو په دفاع کې لکه بنیان مرصوص محکم ودریدل، څرنګه یې په دې لاره کې سرونه نذرانه کړل...

څومره په افسوس به یې د رسول الله ﷺ د محبت کیسه کړې وه(د احد غر له موږ سره او موږ له احد سره مینه لرو)

خو کاش احد خبرې کولای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

فريد احمد

خورا ښايسته لیکنه ده

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک