زه له الله څخه شرمیږم چې، هغه پر ما دومره کرم وکړ او زه دې ورباندی بخیلي وکړم
یوه ورځ عمر بن عبیدالله(چي په سخا کي یې ځانګړی شهرت درلود)بهرته راوتلی وو. پر لاره پر یوه باغ تیریدی چي، یو ځوان یې ولیدی چي د باغ د دیوال بیخ ته ناست دی ډوډۍ خوري. په دې کې یو سپی ددې ځوان خواته راغی، پر پښو یې سر کیښود او ورته کتل یې...ځوان یوه ګوله سپي ته وراچوله او یوه به یې پخپله خوړله... عمر ورته کتل؛ د ځوان دې کار ته فکر یووړ... ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: دا سپی ستا ده؟
: نه!
:نو بیا ولې یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته وراچوي؟!
: زه له خدایه شرمیږم، چې ډوډۍ خورم بل څوک راته ګوري او په ډوډۍ یې راګډ نه کړم...!
عمر ته د ځوان خبرو خوند ورکړ، ورته ویي ویل: ته ازاد یې که مریی؟!
: ددې باغ والا غلام(مریی) یم.
عمر بن عبيدالله ولاړی...لږ شیبه وروسته بیرته راوګرځیدی. ځوان ته یې وویل: ځوانه زیری مې درباندی؛ ته الله له غلامۍ څخه ازاد کړې، او دا باغ هم ستا شو!!!
ځوان په ډیره خوشالۍ ورته وویل: ته مې الله ته شاهد ګرځولې یې، ما ددې باغ میوې ټولې دښار د فقیرانو لپاره وقف کړې...!
عمر تعجب وکړ ورته ویې ویل: عجیبه ده. ته له دومره غربت او نیستۍ سره سره، دا دومره شتمني خیراتوې؟!
ته پخپله دېته ډیر ضرورت لرې!
ځوان په باوري لهجه ورته وویل: زه له الله څخه شرمیږم چې، هغه پر ما دومره کرم وکړ او زه دې ورباندی بخیلي وکړم...!
