No-IMG

د نامتو کولمبيایي لیکوال ګبريل ګارسيا مارکيز له نظره ژوند

*په ۱۵ کلنۍ کې پوه شوم چې مورګانې تر ټولو هوښيارې او په هرڅه ښې پوهېږي خو کله،کله پلاران هم بيا يو څه ګوزاره کوي.

*په ۲۰ کلنۍ کې پوه شوم چې ناسم او خراب کار که په هرڅومره بهترينه او احسنه طريقه هم سرته ورسېږي چندان کار ندی او فايده نه لري.

*په ۲۵ کلنۍ کې پوه شوم چې تي خوری ماشوم مور له يوې بهترينې اته ساعته ورځې او پلار له ارامې اته ساعته شپې څخه بې برخې کوي.

*په ۳۰ کلنۍ کې پوه شوم چې قدرت هغه کشش او جاذبه ده چې نارينوو ته خلک ورماتوي او کشش و جاذبه هغه قدرت دی چې ښځينه وو ته خلک ورماتوي.

*په ۳۵ کلنۍ کې پوه شوم چې راتلونکی هغه څه ندي چې په ميراث راپاتې دي بلکې هغه شی دی چې خپله يې جوړوو.

*په ۴۰ کلنۍ کې پوه شوم چې د نېکمرغي راز په دې کې نه دی چې هغه کار سرته ورسوو چې خوښېږي مو ، بلکې هرکار چې سرته رسوو بايد خوښ يې کړو او په مينه يې سرته ورسوو.

*په ۴۵ کلنۍ کې مې زده کړل چې د ژوند ۱۰ فيصده هغه څه دې چې انسان ته پېښېږي او ۹۰ فيصده نور يې د‌دې ۱۰ فيصدو په اړه غبرګونونه او عکس العملونه دي.

*په ۵۰ کلني کې پوه شوم چې کتاب د انسان تر ټولو بهترين دوست او په پټو سترګو پيروي او متابعت تر ټولو بد ترين دښمن دی.

*په ۵۵ کلنۍ کې دې خبرې ته ورسېدم چې واړه تصميمونه بايد په مغزو او غټ تصميمونه بايد په زړه کې ونيول شي.

*په ۶۰ کلني کې مې سر خلاص شو چې بې له مينې هم ځان قرباني کولی شو ، خو بې له قرباني هيڅ وخت مينه نشو کولای.

*په ۶۵ کلنۍ کې پوه شوم چې انسان له اوږده عمر څخه د‌خوند اخيستلو لپاره باید د‌هغه څه به خوړلو سربېره چې لازم او مهم دي هغه څه‌هم وخوري چې زړه يې ورته کېږي.

*په ۷۰ کلنۍ کې پوه شوم چې ژوند په ښو او د رنګ په پرو(کارتونو) لوبه کول ندي،  بلکې په خرابو او کمزورو پرو ښه لوبه کول دي.

*په ۷۵ کلنۍ کې پوه شوم چې انسان تر هغه چې په ځان پوهېږي چې لا رسېدلی نه دی او لاره ورته پاتې ده خپل رشد او کمال ته ادامه ورکوي خو چې په دماغو کې يې ور وګرځېدل چې بس اتي رسېدلی او تکميل يم، نو پوه شه چې خرابېږي و خوسا کېږي.

*په ۸۰ کلنۍ کې پوه شوم چې مينېدل او په يو چا ګرانېدل د دنيا تر ټولو خوږ او لوړ خوند دی.

*او په ۸۵ کلنۍ کې پوه شوم چې هماغه ژوند ښکلی دی.

کومې يوې جملې يې ډېر خوند درکړ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک