No-IMG

ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي

ونې چې زړې او وچې شي له ځينو څخه يې امساګانې جوړې شي او د يوه په ملا کړوپ انسان لاسنيوی وکړي

ځينو څخه يې د تبر لاستي جوړ شي د خپل نسل د پرې کولو لپاره.

له ځينو څخه يې د اورلګيت خلي جوړ شي د خپل ټبر د سوځېدلو لپاره.

او...........

ځينو څخه د ښوونځي تختې جوړې شي د تعليم او فکر د روزلو لپاره.

که تاسې ونې وئ له کوم ګروپ څخه به وئ؟

هيچا ځانته دا انتخاب ندی کړی چې په څنګه قيافه کې ،په کومه کورنۍ کې،او په څه شرايطو دنيا ته راشي.

هيڅوک د هيڅ شي لپاره مه مسخره کوئ او مه يې تحقيروئ.

د نورو په اړه قضاوت مه کوئ.

څومره چې يوۀ رييس ، اينجينر، او ډاکټر ته درناوی کوئ

په هماغه اندازه يوه کارګر، او عادي کس ته هم احترام ولرئ

خپل ځان له هيچا لوړ مه ګڼئ

خاکساره اوسئ!

زموږ وجود له خاورې جوړ شوی

نو بايد همیشه خاکي واوسو چې د بنيادم هغه سوچه او ناب بوی راڅخه ولاړ سي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک