سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي
سوپرايګو چې ځينې ورته وجدان، د ګناه وجدان او ځينې يې اخلآقيات بولي، خو هر نوم چې لري ،هغې تنبيې، چوخولو او خبراوي ته ويل کېږي چې تاسې له ناسمو کړنو او اشتباه ګانو راګرځوي د مثال په توګه نه مو پرېږدي چې غير قانوني ،غير اخلاقي او بې رحمه کار وکړئ.
سل شکونه او وسوسې مو زړه ته در اچوي او له ناسم کار څخه مو منع کوي او که مو وکړ ملامتوي مو او ځان پړ بولئ، ځان ګناه ګار بولئ، سخت پېښمانه يئ او ان که کوم کار مو نه وي کړی لا له وړاندې يې چې په اړه سوچ کوئ وترېږئ او له ځان سره وايئ نه،نه قطعن دا کار نه کوم ډېره بده ده.
ځينې ارواپوهان وايي چې کله يو څوک ډېر بد، غيرقانوني او غير احلاقي کارونه وکړي سوپر ایګو يې ختمېږي په اصطلاح په هيڅ شرم بند و واز نه وي چې څه رذالت ،غلا، چور، رشوت، بداخلاقي او بې قانوني يې زړه غواړي کوي يې او ځان ملامت هم نه ورته ښکاري.
