No-IMG

د خیر په پیسو کې هیڅ کمی نه راځي

ژباړه : فهيم ‌عمري

 

نړیوال عالم او داعي دوکتور زغلول نجار ليکلي وايي

د سوډان ختیځ ولایتونو کې د یو ریسټورانټ مالک راته کيسه کوله ؛

 د مني شپې ورځې وی په رستورانت کې مو د ماښام ډوډۍ چمتو کوله.

  د  چمتو کولو وروسته ، ډیر  تیز باران وشو ، اسمان تیاره شو ، بریښنا پرې شوه او د بازار خلک ټول په منډه له بازاره ووتل.

  پداسې حال کې چې ما د هوټل کارکونکو سره خبرې کولې ، ما یو څه ولیدل چې د رستورانت مخې ته د لاټین په رڼا کې حرکت کاوه.

  نو ما لاسي ګروپ او یو لرګی له ځان سره واخيست ، ما فکر کاوه چې کوم غل دی چې غواړي کوم دوکان مات کړي او غلا وکړي

  زه ور نږدې شوم او د لاټین رڼا په لاس ، ما یوه ښځه ولیده چې دوه ماشومان لري ، خورا ضعیفه او ستړی وه

  ما له هغې وپوښتل که هغه کوم شي ته اړتیا لري ؟

  هغې وویل: "زه د خپل ځان او خپلو ماشومانو لپاره خواړه غواړم." وږي يو ...

  ما هغې ته زما د هوټل نه تيار شوي غوره خواړه او یو څه پیسې ورکړی..

  ښځې سخته وژړل.

  ما وویل: څه شی  وژړولی..؟

  هغې وویل: "زما میړه مړ شوې او کونډه يم ، دا دریمه ورځ ده چې زه د خپلې لوږې او خپلو ماشومانو د رضایت لپاره هیڅ نه شم موندلی."

  ما د هغې ژړا واورېده ، او خواړه او پيسې يي واخيستې خو ‌دا‌ دعا يي وويله چې ؛

  زما رب دې ستاسې ددی نن شپی اجر در کړي ، لکه څنګه چې تا زما ماشومانو د خوړو غم وکړ...

  ما وویل: آمین .. ما له ځان سره وويل ځه هسې مو هم  دا شپه له لاسه ورکړې ده تاواني شوم خو هرڅه د الله تعالی لپاره دي او زه د الله  د رحمت څخه نا امید نه یم.

  باران ‌لا‌ روان و ، باد هم  چلیږي او زه راغلم چې ریسټورانټ وتړم او د‌پخو شوو خواړو زیانونه مې حساب کړم.

  ناڅاپه د بس غږ مې واوریده ‌ چې د رستورانت مخې ته ولاړ د مسافرو وړونکی بس و ، زه نه پوهیږم چې له کوم ځای څخه‌ به  راغلی وو...

  د بس ډرایور ښکته شو او پوښتنه یې وکړه: څه خواړه لرې؟

  ما وویل هو ..

  نو له 40 څخه ډیرې سپرلۍ  له بس څخه ښکته شوې او هغوی ټول زموږ خواړه وپيرل او بله دا شوه چې لا نور خواړه مو هم ‌ورتيار کړل..

  او‌څه سورليو مسکينانو ته خواړه نه ورسيدل نو حتی ډوډۍ د سوپ سره وخوړله..

  وروسته له هغه چې دوئ لاړ ، زه د هوټل کارمندانو سره ناست وم ترڅو د ګټې محاسبه وکړم ، پدې ناڅاپي بدلون او ګړندۍ ګټې حیران کړم 

  یو کارګر وویل: نن دی  کوم ښه کار وکړ ؟!

  ما ته د ښځې غږ  په یاد شو چې په تلو تلو کی يي دا ويل :  ای زما ربه ، د نن شپې اجر ورکړه ، لکه څنګه چې زه او زما  بچیو ته يي خواړه راکړل..

  زه د الله تعالی نه مشکور شوم  ،غوښتل مې هغه ميرمن تعقيب کړم او بيا يي پيدا کړم خو نه وه....

  د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث مې په یاد شو : *"ما نقَص مالٌ مِن صَدَقَةٍ"..*

  * "د خیر په پیسو هیڅ کمی نه راځي" .. *

 الله تعالی باراني شپه کی  ښځه او ماشومانو ته باران وسيله کړ .

  د‌هوټل مالک چې حيران و هغه ته يي د بس سپرلۍ راپيدا کړې ..

  او دا کار چې الله تعالی د خپلو بندګانو په مینځ کې ځای په ځای کوي ترڅو دوی ازمويي ، د دوی خبرونه راټول کړي ، او وګوري چې دوی څنګه کار کوي.

الله تعالی فرمايي ؛

  * {او د اخرت اجر د هغه چا لپاره غوره دی چې ایمان راوړي او متقیان وي.

که کيسه مو لوستلي وي د الله تعالی لوي بيان کړئ !

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک