No-IMG

بنسټپالنه – دويمه برخه

که چا لومړۍ برخه نه وي لوستي لومړه هغه ولولئ

لومړۍ دوهمه او درېىمه برخه يوازى مقدماتي دى

د لومړى برخى مقدماتى وېستاړ يا ادامه

لومړۍ برخه کي موږ د څاړې يا موضوع د پوهني په خاطر 2 مثالونه ليکلي ول

لومړى مثال

د يؤې هغي ډلې چي لومړۍ دله د ټولو اساسي ياني بنستېزو اسلوبو سره ماڼۍ جوړوي دوهمه ډله د ارمانونو هوسونو فکرونو ارزو او خيالي فکره اغېزمن غواړي بس بي له هيڅ ارزوني، کره کتني، کره تدبر، کره تعقل تفکر څخه مانۍ جوړن کړي

دوهم مثال مو

څوسماره مافيا

او

ژواک پاله يا معنويات پاله يا بنسټپاله ډله ليکلي ول

ددې لرغوني مثالونه د زرتشت په ژبه د شو خداى او د بدو خداى (پاملرنه) خداى لفظ څخه قطعا زموږ د ټولۍ موخه يا د زرتشت موخه ستر بى مثاله خالق نه دى،

بلکه د مختلفو انوارو د تعامل، تراکم او منسجم کيدل چي د انسانانو يا نورو ژونديو زويو يا د چاپيريال اړتيا له ورسپارل شؤي دستور سره پوره کوي همهغه ته پرېکړنپوهه  دخداى لفظ کاروي

مثال، لمر، سپوږمۍ ستوري، يا غنم، خر اوښ، مار، لړم، پخپله انسان

لکه په تعریف کي چي مو ولوستل د انوارو له تراکم،  تعامل او منسجم، او ومو لوستل د ورسپارل شوي دستور سره سم

دا په دي مانا ده چې پرېکړنپوهه ستر اريوځ ( د هر څه خالق رازق اداره کؤنکي او په ټولو واکمن او بنسټونه ورته ټاکونکي) يا الله جل جلاله ته نه وايي

عين مطلب او مانا په موخه زرتشت هم کارولى چي د ښو او بدو خداى ئې ورته ويلي

همدا مطلب ته بيا تر زرتشت مخته آريانا يا آرينيزم (بنسټپالني) د   دون   او   دن   ټکى کارولى او  د دون   او   دن  پوهني، فکري او بدني روزني ته د #دين نوم کارولى هو بي شکه کوم لفظ دين چي موږ تاسو کارو هغه د دوه ګروپه انوارو د تراکم،  تعامل، اداري او منسجم کيدو پوهني روزني ته ويل کيږي

د نن د منځنۍ اوبدلي پرمختللي  عربي په اصطلاح

دين د مادياتو او معنوياتو په اړه د انسانانو د ژور حکمت پوهني او روزني نوم دى، خو مخته د دين لغت له تجزيې څخه اکثر عربى لىکوالان قاصر دي  ځکه چې دا لغت آرين يعني بنسټپال پښتو دى

دلته مطلب موخه د دين له پيل څخه له دوه څه ده

1- دن يا ژواک يعني معنويات

2- دون يا ځواک يا ماديات

دن نن هم عبراني عربي کي دنيات يعني معنويات ويل او ليکل کيږي او

دون څخه لکه دونيا يا دونيات يعني ماديات مفهوم افاده کيږي

دلته مقصد دادى چې پخپله دن او دون يا ماديات او معنويات دوه متضاد يا مخالف لوري او انوار دي چې دواره د ستر خالق تعالى ارادي يا تکلي نور دى

نن ورځ مشهوره اصطلاح ده چې په خير او شر ايمان لرل حتمي دي

بله هر څه هر خلقت په جوړښت کي ذاتا انوار دي د خالق تعالى تکلي يا ارادي انوار ټول ښه دي هيڅ بد نشته

مګر

دا چي هر خلقت ښه او بد اړخ ذاتا لري يعني د دن او دون د تعامل، تراکم، اداري او منسجم کيدو خلقت دى لذا په دن او دون يا ماديت او معنا يا خير او شر يا د ښو خداى د بدو خداى، يا ين او يانګ، يا دوه مختلف اضداد په دي داسي ايمان لرل چي هم شته هم يي هره ورځ تجربه کؤ او هم دا دواړه د ستر رب د ارادي انوار دي

له پورته بحث د نن ادبياتو په ژبه څوسنه مافيا او بنسټپالان له لوى سر څخه په مختلفو اصطلاحاتو شتون لري او منل ايمان ورباندي لرل د امنت بالله يوه برخه ده

خير شر په دي مانا قطعا نه ده چې د کايناتي مطق جاري قانون له مخي کوم څه شر هم شته

بلکه مطلب فقط د انسان د بدني فکر مادي او معنويت لپاره ګټور خير او ورته مضر شر بلل کيږي

مګر هيڅ يو څه هم ذاتا مضر يا شر نه دى بلکه د هغه استفاده غير حکمتي غير سنجيده بي اساسه بي بنسټه استفاده د هغه څه اغېز په شر اړوي

لکه اور، چاقو، چاړه، اوبه، داسي نور مثال کي درواخلئ

يا زموږ خپل بدن او اعضا چي دګناه يا شر سبب ذريعه هم کيدلى شي او د ثواب يا خير هم

پس بنسټپالنه تر هغو د يو څه په اړه خاموشي اختياروي تر څو هغه څرګند واضع غير متناقض تعريف نکړي يعني ژور يي درک نکړي

مثال کي د خير شر يا د ښو بدو خداى يا د خداى لفظ در واخلئ چي باور لرم تر ليکني بنسټېز ليکني  مخته هيڅکله يا خبر نه وى يا مو له پرېکړنپوهي يا له نورو بنسټپوهانو اوريدلي

لکه څنګه چې قرانکریم فرمايې

ځواک او ژواک

إِنَّ اللهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

بي شکه خالق تعالى هغه څه تر سره کوي چي تکل ورته وکړي

يا

 إِنَّما أَمْرُهُ إِذا أَرادَ شَيْئاً أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ

دلته ربي تکل يا ارداه ذاتا 2 ډوله

نو بنسټپالنه دا ټول خلقتي انواري او د هغو تخنيکي امکاناتي حکمتي استدلالي، ژؤر تفکري، تدبري تعقلي، مشاهداتي مادي او معنوي پروسه ژوره څاري ورسته له هغه چي پروسه مکمل شي وپيزندل شي له تناقضه خلاصه شي تعريف يي غير قابل تغير شي نو هغه د يو بنسټ په توګه تاسيس کوي او پړتال شؤيو پلټل شؤيو تدبر شويو تعقل او تفکر شويو مشاهده او تجربه شويو له مادي (دون) او معنوي (دن) له خوى سره پرتله شويو او بلاخره د طبعت د مطلق جاري قانون يعني تقدير له درک شويو اصولو بنسټونو سره له پرتلي موازيني او سانچه کيدو ورسته تاسىيس شويو بنسټونو پالني ته بنسټپالنه ويل شي

کوم چا تعریف کړى وه چې خپلي سرټمبګي ته بنسټپالنه ويل شي مايل ممممم

بل محترم بيا فرمايلي ول دا غربي اصطلاح ده

مايل واخ، داسي محترم  خلک بايد پخپله مسلماني دويم نظر تير کړي

نور درېيمه برخه

يادونه

دا ليکنه فقط مقدماتي ده د بنسټپالني بنسټېز څه نه دي پيل شوي بلکه د بنسټپالني په اړه فکر جوړوني مختصره مقدمه ده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک