دا تصور باید ختم شي چې د عدالت تطبیق یوازې د حاکم مسئولیت دی
که پوښتنه رانه وشي چې مونږ په افغانستان کې د الله تعالی د کوم امر د نه منلو په سبب به خوار او ذلیل یو؟
نو زما ځواب به وي؛ د عدالت نه عملي کول.
دا تصور باید ختم شي چې د عدالت تطبیق یوازې د حاکم مسئولیت دی.
بلکې عدالت یو جامع او شامل مفهوم لري چې د ژوند هر اړخ او د ټولنې هر فرد ته یې د خپلې برخې د تطبیق مسئولیت راجع دی.
مسلمان په هر حال مکلف دی چې د وینا، عمل، ګواهۍ، ملګرتیا، دښمنۍ، حمایت، رقابت او حکومتولۍ پر مهال خامخا عدالت رعایت کړي.
دا چې مونږ د الله تعالی د دې أمر د عملي کولو په برخه کې څومره موفق یو؟
هغه نو زمونږ دا پرېوتی حالت او د ذلالت ژوند ښه منعکس کوي.
هدانا اللهُ جميعاً
مونږ
له_بلې_زاويې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
