د انسانانو د پېژندلو لپاره دومره بيړه مه کوه
وخت به هر يو کس او هر ملګری ټکي په ټکي در وپېژني!
او د تا به ځان ته غوسه راځي، خپل ژر قضاوتونه او خپل ښه نېت به دې سترګو ته درېږي!
يو ورځ به هغو کسانو ته ګورې
او وينې به چې هغه کسان چې د تا په نظر بد و څومره غټ کارونه يې درته کړي دي.
او هغه کسان چې د زړه له تله درباندې ګراڼ و او فکر دې کاوه چې همېشه به له ځمکې څخه د را پورته کېدلو لپاره لاس درکوي ، داسې يې په ځمکه وويشتې چې د خپل ټولو هډوکو د ماتېدلو غږ دې واورېده !
خلک ژر د خپل قضاوت په تله مه تله!
وخت بهترين قاضي دی ، يو يو به ټول درته راښکاره کړي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
