سپارښتنه
دوکتور محمد عمر عماد
هر هغه څوک چه په آخرت ایمان لری باید پدی هم ایمان ولری چه دهغه په هره خبره او هر کار هغه ذات حاضر او ناظر دی چه د هیچا نیت تری پټ نه دی او د هر چا په زړونو خبر دی، او د هر چا سره به د هغه د نیت په اساس معامله کوی.
دا راته ستر حماقت ښکاری چه یو څوک دی د نورو د خوشحالولو، او یا د یو څو لایکونو د اخستلو یا دکومی بلی فاسدی موخی د تر لاسه كولو لپاره خپل آخرت خراب کړی:
لکه د جنکیو عکسونه او یا فاحشی سندری او فلمونه او ویدیوګانی خپرول، یا بی باکه ټوکی کول او سپکه ژبه استعمالول ، او یا فاسد افکار نشرول...
مسلمان باید پدی نه لړزیدونکی ایمان ولری چه یوه ورځ به هر چا ته د خپلو اعمالو کتاب په لاس کی ورکول کیږی، هغه کتاب چه نه وړه پریږدی او نه غټه ، بلکه ټول پکی لیکل شوی وی، ولو که انسان هير كړی وی، او ورته ویل کیږی به چه :
خپل کتاب دی ولوله ، نن ستا نفس پر تا حساب کونکی بس دی.
(اقْرَأْ كِتابَكَ كَفى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيباً)
