No-IMG

د القابو نشه

د القابو نشه معلومېږي نه، خو ډېره خرابه نشه ده، يو چا ته چې ډېر وخت د نامه په مقابل کې د هغه د موقف او رتبې القاب يا عُرفي او ذوقي تخلصونه وکارول شي نو هغه شخص ورسره روږدی کېږي، مثلاً يو څوک چې په يو ځای کې تر يوه وخته مولوي صاحب، ډاکټر صاحب، انجينر صاحب، رئيس صاحب، حاجي صاحب، ملک صاحب، جنرال صاحب، وزير صاحب، معين صاحب، والي صاحب او بله کوم صاحب پاتې شوی وي، له همدې نومونو څخه په يو نوم ورته خطاب شوی وي، نو که يوه موده وروسته ورته څوک يوازې په خپل اصلي نوم غږ وکړي، د ده په حواسو دغه غږ هيڅ ښه نه لګېږي، ممکن غوسه شي او مستقيم يا غير مستقيم عکس العمل وښيي او يا غوسه کنټرول کړي خو عرائض يې پر مخ او حواسو بيا هم ښکاره شي.

زه ليرې نه ځم، د ځان مثال درکوم، دا يو څه وخت کېږي ما ته مې ملګري د استاذ استاذ خطاب کوي نو زما غوږونه هم ورسره آشنا شوي غوندې دي او ځان راته د رښتياو استاذ ښکاري

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک