No-IMG

د يو شرابي انسان خبرو په فکر کې کړم، زړه مې نری شو

ژباړه: اسد الله شهاب

 

محمد الغزالي رحمه الله ليکي:

يوه ورځ مې يو شرابي وليد، ورته مې وويل: له خدایه نه ډاریږې چې شراب څکې؟ ولې توبه نه کوې؟!

شرابي په عاجزۍ او خجالتۍ راوکتل، سترګې يې ډنډ شوې، په ژړغوني اواز يې فقط همدومره وويل: دعاء راته وکړه...!

دې خبرې يې په فکر کې کړم، زړه مې نری شو...

ځکه چې ژړا يې د اللّٰه تعالی په حق کې د خپل کمي له احساسه وه، خفګان يې د الله د امر په مخالفت و، د دعا غوښتنه يې له اصلاح سره د مينې ترجماني وه؛ دی يقيني مؤمن و، خو په ازمېښت کې راګیر و، غوښتل يې چې له دغه حالته وژغورل شي؛ ځکه يې له ما مرسته غوښتله.

ما له ځان سره وويل: شايد زما حال د ده په څېر وي، يا تر ده هم ډېر خراب. سمه ده چې ما هيڅکله شراب نه دي څَکَلي، دا ځکه چې هغه ماحول چې زه په کې پاتې شوی يم، هلته شراب نه و، خو شايد زه تر ده ډېر نشه وم او د غفلت نَشې داسې کړی اوسم چې خپل رب مې هېر کړی وي او هره ګړۍ حقوق یې پايمالوم.

شرابي خو بيا هم ښه دی، په خپل تقصير خفه دی، محسوسوي يې او ژاړي، مګر زه او زما په څېر نور خپلو کوتاهيو ته متوجه هم نه يو، شايد مونږ خپلو نفسونو دوکه او مغروره کړي اوسو!

شرابي ته مې مخ کړ، هغه چا چې د شراب پرېښودلو په خاطر له ما دعاء غوښتې وه، ورته ومې ويل: راځه چې ټول په خپلو ځانونو پام وکړو او په ګډه له خدايه دعاء وغواړو او ووايو:

{رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ}

ژباړه: زمونږ پالونکيه! په خپلو ځانونو مو ظلمونه کړي دي، که چېرې ته مو ونه بښې او رحم راباندې ونه کړې مونږ به خامخا په تاوانيانو کې يو.

بيا ليکي:

کرکه له ګناه په کار ده، نه له ګنهګاره.

نيوکه په وينا په کار ده، نه په ويناوال.

ځکه چې ستا دنده د مرض ختمول دي، نه د مريض!

هدانا اللّٰه جميعاً

الغزالي

علاج

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک