انساني قوانينو سره د تعامل اصول
مولانا عبد الصبور عباسی
قران کښې د احکامو یا قوانینو سره تړلي آیاتونه غالبا درې سوه دي.
هغه احادیث چې له احکامو سره تړل شوي غالبا درې زره دي
نور ټول فقهي قوانین یا د اصحاب کرامو اجتهادي آراء او یا فتواوي دي
یا د نورو مجتهدینو اجتهادات آراء او فتواوې دي؛
لکه أبو حنیفة،مالک،شافعي،احمدبن حنبل،سفیان ثوري،حسن بصري،سعیدبن المسیب ،طاؤس،ابراهیم نخعي،علقمة،حماد،اسحاق بن راهویه،
ابن شبرمه،ابن ابي لیلي محمدبن حسن شیباني،ابو یوسف القاضي،زفر الهذلي،حسن بن زیاد ،شریح، لیث بن سعد،ابن حزم، بخاری،ترمذي، ابن تیمیة، شاه ولي الله
دا ټول زرګونه قوانین انسانانو وضع کړيدي
خو دومره ویلی شو چې دې خلکو د قرآن او سنت رڼا کښې آراء ورکړي یا اجتهادات یې هم د شریعت په رڼا کې ؤ
خو په هر حال دا خلک انسانان ول،خطاء اشتباه او تیروتنه یې ممکن وه؛ له دې امله څلور مذاهب جوړ شول،چې هر چا د خپل فهم په کچه او د خپل فهم په رڼا کې اجتهاد کړیدی .
هغه انساني قوانین ناکاره او غلط ګڼل کېږي چې د قران،سنت او اجماع مقابل او مخالفت کښې واقع شي.
قران او سنت موږ ته اساسات او اصول راپه ګوته کړي، تفصیلي قوانین خو ټول د هغې رڼا کې د انسانانو د اجتهاد په اساس جوړ جوړ شويدي.
د نیا مخکے روانه ده ، نوي نوي ایجادات کېږي،انساني ژوند ارتقاء کوي، تجارت،زراعت،طب او صنعت کې ډېر شیان نوي او جدید مخے ته راغلل او رازي،د ژوند ټولو وسائلو کې غټ تغییرات راغلي
که موږ یواځې د مواصلاتو ذرائعو کې چې کوم تغییر راغلی دی او رازي ملاحظه کړو
لکه طیاره موټر،ریل،تلفون،رادیو،تلویزیون،موبایل انټرنیټ،
همدا راز د طب برخه کې لکه د انساني اعضاوو پیوند کاري،زړه جګر،سترګې او داسې نور اعضاء تبدیلول
د وینې انتقال،دیو کافر سترګې او ګوردې مسلمان ته پیوند کول
همدغه شان تجارتي او د پېرلو او پېرېدلو سیستم کې عجیب او غریب تغییرات، لکه بانک،کریډټ کارت،ډیبیټ کارټ ،بیمه(انشورنس) بیا د ژوند بیمه،تجارتي بیمه، د حادثاتو په په پار بیمه او داسې نور
همدغه راز د مواصلاتو برخه کې نا آشنا پرمختګ لکه د طیاره، موټر ټرین، بحري جهازونه حتی اوس ۍسپوږمۍ پورې سفر او دې سره تړلي شرعي احکام او داسې نور ډېرو
شیانو لپاره خو قران،سنت او زړه فقه کې قوانین نه دي وضع شوي؛ اوس به دا شیانو ته څنګه قوانین وضع کوو، طبعي ده چې وړ انسانان ( اهل علم) به د قرآن او سنت رڼا کې د اجتهاد په اساس دې مواردو ته احکام او قوانین را پیدا کوي او یا به دا موارد د شریعت له دائرې نه وباسو؟ یا به د شریعت رڼا کې، ورته انسانانو قوانین جوړوي.، همدغه یې طبعي لار ده.
شریعت د ښاروالۍ ، د وزارتونو د تقسیم د ریاستونو جوړښت ، د رادیو فعالولو،د تلویزیون جوړولو د برق د بند د جوړولو،سولر نصبولو،یخچال د کالیو د وینځلو ماشین او داسې نورو شیانو باره کې څه نه دي، ویلي.
دا ټول الات انسانانو ایجاد کړي او دهغو په قوانینو چلېږي.
کوم ځای کې چې انساني قوانین د منلو وړ نه دي،هغه فقط هغه ځایونه دي،چې انساني قوانین د قرآن،سنت او اجماع مقابل کې واقع شي.
شریعت اصول وضع کړي، د هغې باید پیروي یې به موږ لازم کړې ده،دهغې خلاف باید قانون سازی ونه شي.
بل هغه جزئیات دي،چې شریعت( قران،حدیث،اجماع)دهغه جزئیاتو په اړه لارښونه یا فیصله کړي وي،د هغې مقابل کې یا د هغې خلاف هم باید قانون سازي ونه شي؛ که جزيي دی او که کلي دی چې شریعت( قران،سنت،اجماع) په کې قانون جوړ کړی وي،منل او تطبیق یې په موږ لازم دي .
نور خو یو وسیع مجال انسان ته پرېښودل شوی ،چې ځان ته په کښې لار وباسي.
بین المللي، معاهدات،د حقوق بشر قوانین ټول د شریعت خلاف نه دي،کوم موارد چې د شریعت (قران،سنت،اجماع) مخالف وي ، دهغې منل په موږ ناروا دي.
داهم مهمه ده چې ځوانان پرې پوه شي،چې شریعت فقط د عباداتو او عقائدو اړخ مشرح ذکر کړیدی،
معاملاتو کې شریعت یو چوکاټ تعیین کړی دی، نور یې مسلمان ته واک ورکړی چې د دغه چوکاټ د ننه خپل معاملات تنظیم کړي.
سیاستونو کې هم دغه رنګ معامله ده، چې چوکاټ ورکول شوی، چې امت به د هغه چوکاټ په رڼا کې خپل سیاسي امور تنظیموي.
د یوې غلط فهمۍ د اصلاح په پار
