ديني او اسلامي ليکنې
د الله جل جلاله شناخت یا پېژندنه
زمونږ برداشت دا دی چې د الله جل جلاله شناخت دا دی چې ووایې وحده لا شریک له، یا دا چې دا دا یې ذاتي صفات دی او دا یې فعلي.
خو زما په اند بهترین شناخت د خالق دا دی چې ته یې مخلوق وپېژنې.
یعنې له خلقت څخه ته خالق وپېژنې.
مونږ چې قرآن ته رجوع وکړو وینو، کله چې په لومړي ځل وحې په سرور کاینات صلی الله وسلم نازلیږي په لومړي وار ورته وایي چې ولوله د هغه ذات په نامه چې هستي یې خلق کړه ور پسې ورته وایي: هغه ذات چې انسان یې له یوې ټوټې وینې څخه پیدا کړ.
دلته وینو چې الله جل جلاله خپل وحدانیت، الهویت نه ور ته تعریفوي بلکې شروع له خلقت د هستۍ ور پسې د خپله انسان خلقت ته یې متوجه کوي....
نور ولوله
فقهي مسائل په هر زمان کې حللارې لري او باید د دین دایره په خلکو را سخته او تنګه نشي
اکرام الله واحدي
یو کس په نیمه شپه کې د امام ابوحنیفة رح د کور دروازه ټک ټک کړه. د کورنۍ یو تن را ووته او دروازه کې ولاړ شخص سره یې له دوه درې خبرو وروسته هغه ته وویل چې امام ویده دی.
هغه کس اصرار وکړ ویل یې زما ډېره ضروري مسئله ده، هر څنګه چې کیږي امام باید را ویښ شي. لنډه چې امام ابوحنیفة رح ورته را ووته او هغه نفر نه یې وپوښتل چې مسئله څه ده؟
پوښتونکی وویل چې ما د خپلې مېرمنې سره لانجه کړې، خبرې سره نه کوو. خو ما یو کار کړی او هغه دا چې ورته مې وویل چې که د سهار اذآن پورې دې راسره خبرې ونکړې نو ته پر ما طلاقه یې. اوس ماته حل را ښایه زه نه غواړم چې دا طلاق واقع شي.
امام ابوحنیفة ورته وویل د مؤذن کور...
نور ولوله
وعده های چهار گانه اِلهی به بندگانش !!!
- اُدعونی اَستجب لکُم - آیه ۶۰ سوره غافِر
یعنی : ازمن بخواهید وطلب کُنید ، تامن دُعای شما را استجابت وقبول نمایم .
- فَاذکُرونی اذکُرکُم - آیه ۱۵۲ سوره بقره
یعنی : پس مرا یادکُنید ، تا شما را یادکُنم .
- لَئِن شَکَرتُم لاَزیدنَّکُم - آیه ۷ سوره اِبراهیم
یعنی : اگر شُکرانه نعمتهای من را بجا بیآورید ، من نعمتهایم را به شما افزایش میدهم وزیاده میگردانم .
- وَمَاکانَ اللهُ مُعذِّبهُم وَهُم یستغفِرُون - آیه ۳۳ سوره انفال
یعنی : تازمانی ایشان استغفار بگویند وازاوتعالی' طلب مغفرت نمایند ، الله رب ...
نور ولوله
معلومات شگفت انگیز و جالب در رابطه به کلمه طیبه
*کلمه طیبه دو بخش دارد.*
*لااله الاالله* و *مُحمَّد رسُولُ الله*
*در هردو بخش ۱۲،۱۲ حروف است.*
*در هردو بخش هم حروف بی نقطه است.*
*در بخش نخست مقصد زندگی است.*
*و در بخش دوم طریقهء زندگی است.*
*۱۲+۱۲ از ما این را می طلبد که انسان ۱۲+۱۲ يعنې ۲۴ ساعت زندگی خویش را مطابق رهنمایی های الله جل جلاله و رسول اکرم صلی الله علیه و سلم سپری نماید.*
...
نور ولوله
قرآنکریم کې د وسوسې ذکر
دآ قرانکریم کې په پنځوآیتونو کې د وسواس ذکر راغلی .
قال الله تبارک وتعالی: فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ.(الاعراف: ۲۰)
ژباړه:نو شیطان وسوسه کړل، د دې لپاره چي لدوی پټي جثې ئې ورته بر بنډي کړي او (ورته) وئې ویل: خپل رب یوازي د دي لپاره لدې وني منع کړي ئې چي داسي نه فرشتې شئ او تلپاته شئ.
وسوسه په خپل ذات کې دومره بده اغیزه لري چې بنده په هر څه پوه هم وي بیائې هم له بدې اغیزي ځان ساتل ممکن نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته....
نور ولوله
دين، الحاد او انساني شعور
په انساني نسل چې څومره وخت اوړي شعور يې زياتېږي، د ملحدينو په آند اولني انسانان ملحدين ول بيا يې وروسته مذاهب د خپل وهم يا مفاد لپاره رامنځته کړل .
مارکس د مذاهبو رامنځته کېدل اقتصاد فرائډ يې خواهشات او اګسټ کومټی يې اوهامو پوري تړي .
يعنی د انسانانو له لورې مذاهب رامنځته کېدل يقينی ده او کنه دا بيل بحث دی، خو دا ضرور يقيني ده چې دا ادعا چې ( مذاهب انسانانو رامنځته کړي ) د غربي مفکرينو له لورې يو تاريخي عقلي قياس دی يقيني خبر نه ده، همدا لامل دی چې د مذاهبو رامنځته کېدلو اړوند لسګونو نظريات شته دي .
اساسي خبر دا ده چې ملحدين وايې چې څومره انساني شعور پرمختګ کوي هغومره انسان له اوهامو او خيالي خبرو څخه راوزي او حقيقت ط...
نور ولوله
د کاميابۍ لار؛ د يو مهم حديث تشريح
مولانا عبد الصبور عباسی
د طلحة بن عبیدالله رضی الله عنه نه روایت دی، چې له نجد نه یو ببرسری سړی نبي علیه السلام ته راغی،د غږ ګونګوسه یې اورېدل کېده، خو څوک نه پوهېدل چې څه وایي، تر دې چې را نزدې شو، نو کتل مو چې د اسلام باره کښې یې پوښتنه کوله،
نو رسول الله صلی الله عليه وسلَّم ورته و ویل: په شپه او ورز کې پنځه لمونځونه دي،هغه و ویل: له دې پنځه لمونځونو پرته په ما نور مونځونه شته؟ رسول الله صلی الله عليه وسلَّم ورته و فرمایل: نور درباندې نشته مګر داچې نفل وکړې.
بیا نبي علیه السلام ورته د رمضان د میاشت د روژې خبره هم وکړه.
هغه کس و ویل:له دې پرته نورې روژې راباندې هم ش...
نور ولوله
د علم په مباح او غيرِ مباح تقسیم کې څه وايې؟
يو ځوان رانه پوښتنه وکړه چې د علم په مباح او غيرِ مباح تقسیم کې څه وايې؟
ما ويل: زه د علم په هغه تقسیم قائل يم چې رسول الله عليه السلام په خپلو دعاګانو کې کړی دی: ګټور علم او بې ګټې علم (يعنې علمِ نافع او علمِ غير نافع(
ګټور علم هغه دی چې ټولنې او خپله صاحب ته یې ګټه رسېږي، او بې ګټې علم هغه دی چې نه ترې ټولنه فایده اخلي او نه هم صاحب يې ترې ګټه اخيستی شي.
په لږ بل تعبير يې که ووايم ګټور علم هغه دی چې رسول الله عليه السلام به يې هر سهار له خدای تعالی په دې الفاظو غوښتنه کوله:
﴿اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْمًا نَافِعًا، وَرِزْقًا طَيِّبًا، وَعَمَلًا مُتَقَبَّلًا﴾
او په مقابل کې له بې ګټې عل...
نور ولوله
مسجد ضرار (ضرار مسجد)
قال الله تبارکه وتعالی:وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ ۚ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَىٰ ۖ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ . (۱۰۷)
لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ. (۱۰۸)
ژباړه:او هغه چي جومات ئې دضرر، کفر، دمؤمنانو تر منځ دتفریق(وسیله) او هغه چاته مورچل ګرځولی چي تر دې مخکي له الله او دهغه له پیغمبر سره جنګیدلی، او حتماً په تاکید سره لوړه کوي چي له ښ...
نور ولوله
د ښځو د ليک زده کړې شرعي حکم
شير علي ظريفي
زموږ د هيواد زياتې ټولنيزې او کلتوري ننګونې له بې خبرۍ او د شرعي حکمونو له ناسم پوهاوي څخه سرچينه اخلي. که څه هم د اسلام د مبارک دين په بنسټيزو نصوصو کې د زده کړې، لوستلو او ليکلو په اړه د نارينه او ښځينه تر منځ له توپیر پرته په عمومي توګه زيات ټينګار شوی، خو سره له دې هم د ښځو لپاره د علمي او فني زده کړو لزوم د خلکو په وړاندې روښانه ندی او د يو لړ ضعيفو او جعلي روايتونو په بنسټ داسې انګېرل کيږي چې اسلام ښځو ته د زده کړې او د ليکلو په څېر د فني مهارتونو او هم د عصري علومو د زده کړې اجازه نده ورکړې. دا پداسې حال کې چې اسلام نه يوازې دا چې ښځو ته د ديني او ټولنيزو علومو د زده کړې اجازه ورکړې، بلکې هغوی يې هڅولي هم دي او د نارينه و په څېر يې پر ښځو هم زده کړه لازمي ګ...
نور ولوله
آيا پېريان ليدل كېږي؟ - حکمتيار
د الاعراف سورې د 27 آيت له دغي فِقرې (إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ: دى او قبيله ئې تاسو په داسي توگه ويني چي تاسو ئې نشئ ليدلى)؛ په واضح توگه څرگنده ده چي انسانان نشي كولى شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو وگوري، د محققو علماءو تعبير او رأى همدا ده. دوى هغه آراء او روايات ضعيف او بې اعتباره گڼي چي وايي شيطان ليدل كېدى شي. د دې آيت الفاظ هومره صريح او واضح دي چي نه شك ته كوم مجال پرېږدي او نه كومي توجيه ته. په قاطع او پرېكنده توگه وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله نشئ ليدى.
د الجن په سوره كي لولو:
قُلۡ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرٞ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوٓاْ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبٗا ١ يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلرُّشۡدِ فََٔا...
نور ولوله
حکمتيار: د عاشوراء په ارتباط څو پوښتني بايد ځواب شي
آيا دا نوم د كربلا د پېښي ورځي ته غوره شوى؛ كه د فرعون له لښكرو د موسىٰ عليه السلام او د هغه د ملگرو د ژغورني ورځي ته؟ آيا امام حسين رضي الله عنه د محرم په لسمه شهيد شوى كه په بلي نېټې؟
آيا په داسي پېښو باندي ماتم كول؛ توري جامې اغوستل؛ مخ په څپېړو وهل؛ ځان په چړو او زنځېرونو زخمي او ويني كول؛ جائز او د ثواب كار دئ كه ناجائز او د عتاب وړ؟
د لومړۍ پوښتني په ځواب كي بايد ووايو: د قمري كال لومړۍ مياشت او لسمه ورځ ئې؛ په بايبل كي د (فِصَح عيد) په نامه يادونه شوې؛ يهودان او مسيحيان ئې د سپېڅلې ورځ په توگه لمانځي؛ يهودان په دې باور دي چي په دغي ورځ موسىٰ عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون له ظلم ژغورل شوي؛ بايبل د (فِصَح عيد) تر عنوان لاندي داسي كاږي: خداى موسىٰ او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو...
نور ولوله
عاشوراء بایدها وفرصت ها
تجلیل از روزِ شهادت امام حسین رضی الله عنه در نزد ما نیز میارزد، و بزرگ میارزد.
ارزش آن نه برای عصمتیست که ما به آن قائل نیستیم،نه برای خون مقدسی است که به آن باور نداریم.
برای این است که او خود به سبب آن برخاست، برای تاکید این ارزش است که ادارهء امور مسلمین فقط از طریق شوری متصور است،و وراثت و تغلب صفت زشتیست که در اثر خنوع وخضوع یا در اثر مصلحت موقت در تراث فقهی ما خودرا جا زد وتا کنون بهای آن را میدهیم.
این فقط سخن حسین نبود بلکه عبدالرحمن ابن ابی بکر نیز وقتی توریث را دید گفت «اهرقلیه؟ اذا مات کسری کان کسری مکانه؟ لا نفعل والله ابدا» آیا رسم هرکلس را پیش گرفتید؟ کسری مرد و کسری بر تخت وی نشیند؟سوگند بخدا چن...
نور ولوله
حکمتيار: عاشوراء په رواياتو کي
اَلْحَمْدُ للهِ وَ كَفى وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى و بعد:
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د عاشوراء د بحث يوه برخه پاته ده، نن په همدې اړه ږغېږو،
اكثر ولسونه د لمانځني وړ خاصي ورځي لري، بني اسرائيل د محرم لسمه لمانځي، دا هغه ورځ بولي چي دوى د موسى عليه السلام په مشرۍ وژغورل شول او فرعون له خپلو لښكرو سره په بحر كي غرق شول. په بايبل كي د دې يادونه شوې.
دوى او له دوى متأثر شوي د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنته راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ د نمرود له اور...
نور ولوله
دانبیاء کرامو پنځه مؤثرې قراني دعاګانې
مولانا عبد الصبور عباسي
چې د مشکلاتو په وخت کې آدم،نوح، ایوب یونس علیهم السلام او صحابه کرامو کړيدي او دا ټولې قبولې شوې هم دي.
که اخلاص سره لږ تر لږه د فرض لمونځونو نه وروسته، ان شاءالله چې مشکلات به حل شي.
لومړۍ د ادم علیه السلام دعاء ده:
١-رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ.
دوهمه د نوح علیه السلام دعاء ده.
٢-أَنِّى مَغْلُوبٌ فَٱنتَصِرْ
که دې سره د دعالپاره د (رَبِ) توری ز...
نور ولوله
