No-IMG

د کاميابۍ لار؛ د يو مهم حديث تشريح

مولانا عبد الصبور عباسی

 

د طلحة بن عبیدالله رضی الله عنه نه روایت دی، چې له نجد نه  یو  ببرسری سړی نبي علیه السلام ته راغی،د غږ ګونګوسه یې اورېدل کېده، خو څوک نه پوهېدل چې څه وایي، تر دې چې را نزدې شو، نو کتل مو چې د اسلام باره کښې یې پوښتنه کوله،

نو رسول الله صلی الله عليه وسلَّم  ورته و ویل: په شپه او ورز کې پنځه لمونځونه دي،هغه و ویل: له دې پنځه لمونځونو پرته په ما نور مونځونه شته؟ رسول الله صلی الله عليه وسلَّم  ورته و فرمایل: نور درباندې نشته مګر داچې نفل وکړې.

بیا نبي علیه السلام  ورته د رمضان د میاشت د روژې خبره هم وکړه.

هغه کس و ویل:له دې پرته  نورې روژې راباندې هم شته؟ رسول علیه السلام  و فرمایل:نه مګر که نفلي روژې نیسې نو دا جلا خبره ده.

بیا ورته حضرت پاک و ویل: چې زکات هم درباندې فرض دی، هغه سړي و ویل له دې پرته نور څه مالي مسؤلیت راباندې شته؟ نبي پاک ورته و ویل: نه، مګر که نفلي صدقات ترسره کړې.

سړي شا کړه لاړ ، او ویل یې په الله قسم په دې شیانو کې به زیاتی کمی نه کوم.

نبي عليه السلام  و ویل: دا کس کامیاب دی که رښتیا و وایي.

له دې نه دا څرګنده شوه چې که یو مسلمان عقیده درسته وي او فرائض سرته ورسوي الله تعالی ورته د آخرت کامیابي په نصیب کوي.

متفق علیه- معارف الحدیث.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

جنيدخان

جزاک الله خيرا

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک