ديني او اسلامي ليکنې

زنا د اخلاقي فساد تر ټولو قبيح ډول دی

زنا د اخلاقي فساد تر ټولو قبيح ډول دی، الله تعالی دې هيڅ چا ته د دې بدرنګ عمل توفيق نه ورکوي. زمونږ په ټولنه کې هر سړی چې د اخلاقي فساد د مقابلې خبره کوي، پيل يې له ښځو وي، پر ښځو نيوکې، پر لباس يې نيوکې، پر تګ يې نيوکې، پر غږ يې نيوکې او او ...! د ښځو په نامناسب لباس، حرکت او اواز بايد نيوکې وشي، خو زما پوښتنه دا ده چې دا ښځې که زنا کوي، مقابل طرف يې څوک دی؟ زنا له چا سره کوي؟ که يوه ښځه فاحشه وي او فحشا يې کاروبار وي، د دې کاروبار خريداران څوک دي؟ که دا بازار خريدار ونه لري، چلېدل يې ممکن دي؟ ولې يې خريداران نه نيول کېږي؟ يا اقلا ولې پرې په محسوس ډول اعتراضونه نه کېږي؟ ولې د ټولو ژبې ګونګې دي؟ ولې قلمونه په دې اړخ کې پڅ دي؟! آيا د دې په خاطر چې مقابل ا...
نور ولوله

موسی (علیه السلام) استعاذه

قال الله تبارک وتعالی: وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷) ژباړه:او کله چي موسی خپل قوم ته وویل:الله درته آمرکوي چي یوه غوا ذبح کړئ،وئې ویل:اېا په موږ ملنډي وهې؟ وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم. بقره په غوامعنی کیږي خو دانوم دې لپاره پرې ایښودل شوی چې زمکه څیروي(یوې کوي) د کروندې لپاره ئې برابروي. ځینو بقره اسم جنس تعریف کړی چې په غوا او غوئې اطلاقیږي،اوهمدا راز ځینوبقره مونث نوم ګڼي چې غوا ترې مرادوي،دا قول قرآنکریم هم تائېدوي ځکه په وروستي آیت کې ذکرد(فارضٌ، ...
نور ولوله

بيا هم د حديثو ( خصوصا د صحیح بخاری) په هکله یو مهم وضاحت

دوکتور محمد عمر عماد   یو ځای می د حدیث د صحت او منلو په هکله یوه اوږده لیکنه ولوستله ، چه د لیکوال اصلی موخه ځینی متفق علیها احادیث پدی نوم ردول وه چه ګویا هغه د عقل سره اړخ نه لګوی ، لکه د معراج احادیث او یا د قبر د عذاب احادیث اودی ته ورته نور موضوعات. ما دغه اوږده ليکنه تر همدي ځايه ولوستله چه : ( د رواياتو دصحت د تشخيص له پاره پر نورو شرائطو سر بيره دا هم يو يو مهم شرط دي چه په هغه کي د عقل او درايت خلاف څه نه وي) زه يوازي د همدي ټکي په هکله دومره وايم چه : بالکل د حديث د صحت يو مهم شرط همدا دي چه علت ونه لري ، او د عقل سره متعارض حديث د منلو وړ ندي . خو سوال دا دي چه...
نور ولوله

تر هغه چا به ډېر ظالم څوك وي چې پر الله يې دروغجنه افتراء كړې

د الله تعالی د کلام [قرآن کريم] د نص نه اخيستل شوي انساني فهم يا بشري اجتهاد او تفسير ته د عينِ نص (د قرآن کريم يعنې د الله تعالی د کلام) درجه ورکول؛ په الله تعالی دروغ تړل دي، افتراء ده، ستر ظلم دی او دا کار بالآخره د الله تعالی د لعنت باعث کېږي. دا د الله تعالی د کلام مثيل او بديل پيدا کولو مرادف عمل او ناسم جسارت دی، ځکه چې الله تعالی نه په ذات او نه هم په صفاتو کې هيڅ مخلوق ته ورته نه دی، قرآن کريم د الله تعالی کلام دی او دا کلام په هر لحاظ بې مثيله او بې بديله دی، د هيڅ چا کلام يې درجې او رتبې ته نه شي رسېدی. له بده زمونږ د مسلمانانو لوی اکثریت په لاشعوري بڼه په دې کار کې اخته دی، مګر واقعيت دا دی چې دا کار د يو مسلمان د آخرت د بربادۍ باعث کېږي...
نور ولوله

د حضرت نوح علیه السلام قبر...؟

په ټوله نړۍ کې پرته له سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دبل یو پیغمبرقبر په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم،بلکه ویل شوي او ویل کیږي چې په فلان ځی،ښاراو سیمه کې فلان پیغمبرقبر دی خو په څرګنده داشي قوي شواهد نشته. لکه داسي ویل کیږي چې د سیدنا حضرت ابراهیم(خلیل الله) قبر په الخلیل کې دی، د اسماعیل(علیه السلام) او مور قبرونه ئې په حجر اسمعیل کې دي او د حضرت اسمعیل (علیه السلام) حجره (خونه) په حرم کي و  ...، همدا راز د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) قبر هم په معین او څرګنده توګه نه دی معلوم خو د قبر په اړوند ئې ځینې روایتونه شته، څنګه چې د ځينو نورو پیغمبرانو په اړوند روایت شوي. عن ابن عمر ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : بمسجد الخيف قبر سب...
نور ولوله

په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي

د يو زده‌کوونکي په توګه په هغه څه چې زه په کې هيڅ جرأت نه شم کولای، په دیني چارو کې د حرام او تحريم الفاظو کارول دي. سخت تعجب کوم د هغو خلکو جرأت ته چې په منابرو، محافلو، په ټولنيزو شبکو او عامو مجالسو کې يې په خبره او نه خبره د (حرامِ قطعي)، (بالکل ناروا)، (مطلق ناجايز)، (په اسلام کې جواز نه لري) او داسې نورې جملې کاروي، دومره په اطمئنان او بې خوفه فتوی ډوله مرکې کوي، لکه الله تعالی چې دوی ته د تحريم فوق العاده صلاحيت ورکړی وي. ما ډېر خلک ليدلي دي چې يو مکروه کار او حتی ځينې وخت مباح کار ته يې د حرامو حکم ورکړی دی، پوښتنه مې ترې کړې چې لومړی راته د (حرام) تعريف وکړه او بيا يې دلته په خپله خبره کې د حرام تعريف تطبيق کړه، نو وار پار ترې خطا شوی دی، خبر...
نور ولوله

د نوح علیه السلام رحلت اړوند

عن أنس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:لما بعث الله نوحا إلى قومه بعثه وهو ابن خمسين ومائتي سنة، فلبث فيهم ألف سنة إلا خمسين عاما وبقي بعد الطوفان خمسين ومائتين سنة، فلما أتاه ملك الموت قال: يا نوح يا أكبر الأنبياء ويا طويل العمر ويا مجاب الدعوة، كيف رأيت الدنيا؟ قال: مثل رجل بني له بيت له بابان فدخل من واحد وخرج من الآخر.(رواه قرطبي) ژباړه: سیدنا حضرت آنس (رضی الله عنه) فرمايي: فرمایلي دي حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم):کله چې الله سبحان وتعالی  نوح(علیه السلام) خپل قوم ته مبعوث کړ دده عمر (۲۵۰) کاله و، دی په قوم کې (۹۵۰) کاله پاتي شو، وروسته له طوفانه (۲۵۰) کاله پاتي شو(ټول عمر ئې ۱۴۵۰ کاله شو)،کله ورته ملک الموت راغی ورته ئې وویل: اې نوح!،مشرد انبیاوو، داوږدعمرخاوند او م...
نور ولوله

د نفلي حج کوونکی کیسه

  بشر بن الحارث (الحافي)، (وفاة: 227هـ) رحمه الله ته یو سړی ورغی، ورته کړه یې: زه (نفلي) حج ته ځم، بشر الحافي ورته وویل: د حج لپاره دې څومره لګښت ځانګړی کړی دی؟ هغه ول 2000 درهم، بشر ورته وویل: له حج نه دې موخه څه ده، خلکو ته خپله دینداري ښیې، د کعبې شریفې لیدا مینه او که د الله تعالی رضا ترلاسه کول؟ سړي وویل: د الله تعالی رضا مې موخه ده.   امام بشر الحافي رحمه الله ورته وویل: زه به داسې طریقه دروښیم چې د دې 2000 درهم په لګولو سره به خپل کور ناست یې او په یقیني توګه به د الله تعالی رضا ترلاسه کړې، ایا داسې کار ته تیار یې؟ سړي وویل: بلکل تیار یم. بشر ورته وویل: ښه نو ولاړ سه! دا د حج د مصرف ټولې پیسې لس پوروړیو کسانو ته ورکړه، چې هغوی خپل پورونه پرې پرې کړي او اولادونو ته نفقه بر...
نور ولوله

ليلة القدر د رحمتونو شپه ده، عبادت په کې امتيازي اجر لري او بايد تلاش يې وشي

ليلة القدر بې له شکه د خيرونو، برکتونو او رحمتونو شپه ده، عبادت په کې امتيازي اجر لري او بايد تلاش يې وشي. خو که څوک فکر کوي اجرونه يوازې او يوازې د قدر په شپه کې دي، نو اشتباه کوي، د الله تعالی امتيازي اجرونه بنده ته د هغه د نيت او اخلاص صفاوالي په اندازه هر وخت ورکول کېږي، د الله تعالی دربار په هماغه اندازه لوی او ستر دی، لکه ذات يې چې لوی او ستر دی. په دې حساب د مسلمان په ژوند کې هره شېبه د قدر شپې شېبه ده خو چې مسلمان يې په قدر پوه شي. د اجرونو او ثوابونو تلاش دې يوازې د رمضان د وروستيو شپو پورې محصور نه وي. الله تعالی دې مونږ ټولو ته هره ګړۍ د نېکيو توفیق را په برخه کړي....
نور ولوله

آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟

دوکتور عمر عماد   سبحانک ه‍ذا بهتان عظیم! نن مي په مصر کی د فاسد او پرځیدلی حکومت د سفیر، ښاغلي محمد محق یوه لیکنه ولوستله چه یو چا ددی عنوان لاندی ژباړلی ده : (آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟) دغه لیکنه هم د ښاغلی محق د نورو لیکنو په شان - چه دوه دری یی ما پخوامناقشه کړی دی – د خورا مغالطو اوداسی ټکو ډکه ده چه باید په یو یو يي رڼا واچول شی، زه به په مستقله لیکنه کی پری خبری وکړم ، ان شاء الله تعالی - خو اوس یی دلته ددوه ټکو په یادولو بسنه کووم : اول: نوموړی وایی : (په ديني احکامو کې د وجوب يا تحریم تر کچې مسله باید قرآني اساس ولري، او داسې مسايل يوازې په آحاديثو ...
نور ولوله

پګړۍ که حتمي سنت وي، بيا خو به يې رنګ او شکل هم بايد د محمد ص په څېر وي

دلته خو هر قوم د خپل محلي قومي پګړۍ شکل ته د رسول الله عليه الصلاة والسلام د پګړۍ نوم ورکوي. ترکمن خپلې پګړۍ ته، شينواري خپلې پګړۍ ته، سليمان خېل پګړۍ ته، څمکنيان خپلې پګړۍ ته، هراتيان خپلې پګړۍ ته، کندهاريان خپل پاج ته، ترکان خپلې پګړۍ ته، سوريان خپلې پګړۍ ته، ايراني آخوندان خپلې پګړۍ ته او داسې نور... که پګړۍ سنت ده، بڼه يې بايد معلومه وي، ځکه چې په سنت کې کُلِّي تطابق شرط دی. او که څوک وايي چې په سر يو شی تاو وي نو هغه پګړۍ ده او سنت ده، بيا خو پتلون هم پرتوګ دی، تنګ او آزاد پسې يې ګرځېدل نه دي پکار او شرټ هم قميص دی، لنډ او اوږد پسې کېدل نه دي پکار، بس په سنت کې يې حساب کړئ، دا د يک بام او دو هوا حساب ولې؟...
نور ولوله

ابو البشر ثاني؟

قال الله تبارک وتعالی: وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ.(الصفافات: ۷۷). ژباړه:او د ده اولادمو باقي پاته شوي وګرځول. ايا حضرت نوح(علیه السلام) داوسني انسانانو پلار دویم بابا ( ابوالبشر ثاني ) دی؟ قرآنکریم کي د نوح(علیه السلام) دزامنو نومونه نه دي ذکر کړي یواځي د منکر زوی(کنعان) د نافرماني خبرئي ورکړی. قال الله تبارک وتعالی: وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ الْكَافِرِينَ (هود :۴۲) ژباړه:او نوح خپل زوی ته په داسي حال کي غږ کړچي هغه ګوشی( له نورو بیل) وو:اي زما زوی ګیه! له موږ سره سپور شه اوله کافرانو سره مه کیږه...
نور ولوله

له تنوره اوبه وخټيدې

قال الله تبارک وتعالی: حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ...( هود:۴۰) ژباړه:ترهغه چي زموږحکم راغی او تنور وخوټیدو... دحضرت نوح(علیه السلام) دوخت طوفا دپیل اوبه له کوم تنوره وخټېدې؟ په دې هکله اقوال بېلا بېل دي. (التَّنُّورُ)جزیرةالعرب،افریقا،مرکزي او جنوبي اسیا د ځینوسیموپه شمول دنړۍ په اکثرو سیمو کې تنوراو دیته ورته نومونه همدا تنورایفاده کوي کوم چې په پښتو کې تنوراو دري کې ورته تندرنوم اخستل کیږي،که څه هم چې تنور په عربي قواعدو کې په څو معانیو ایفاده کیږي.   لمړی:داوبوچینې ته تنور ویل کیږي،یوه ځانګړې چینه وه چې له هغه اوبه په غیرمعمولي ...
نور ولوله

أمر بالمعروف نهی عن المنکر

د مفهوم په لحاظ (ډک شه، ونغره، وخوره) کلمې سره مترادفې دي، خو په أدبي لحاظ سره بیا بلها توپیر لري. که فرضاً مېلمه ته د دسترخوان پر سر ووایو چې: ډک شه، یا ونغره! نو هغه به پر ځای د دې چې زموږ د میلمه پالنې قدردانی او مننه وکړي، بلکې ډېر سپک او بې نزاکته به ورته ښکاره شو. خو برعکس؛ که ورته و مو وویل: مهرباني وکړئ، ډوډۍ وخورئ! نو ښکاره ده چې د مننې او ستاینې تر څنګ به خوشاله رانه هم وي. همدا ډول په دیني او دعوتي أمورو کې هم د زشت او نامأنوس أسلوبه کار اخیستل هم منفي غبرګون له ځانه سره لري، د دې پر ځای چې دعوت مو مثبت رنګ راوړي، منفي حساسیتونه او غبرګونونه ترې را ولاړېږي. دا مې تردې وویل: چې زموږ ځینې ورونه د پاک احساس له مخې نورو ته د قال الله او قال الرسول خ...
نور ولوله

د نوح علیه السلام بېړۍ

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا. (۵) فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا.(نوح: ۶) ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه!قوم مي شپه او ورځ دعوت کړ. خو بلني مي له تیښتي پرته بل څه په کي زیات نه کړل. خپل رب (عزوجل) ته د سیدنا حضرت نوح (علیه السلام) شکایت: اې زما ربه!(عزوجل) ما خپل قوم ته په ښکاره،پټه،په ټولنیزه توګه،فردي توګه،ځانګړي توګه،شپه او ورځ عوت او بلنه ورکړه چې بخښنه وغواړي او الله (عزوجل) ته رجوع وکړئ، خو زما دعوت پر دوی کومه اغیزه ونکړه بلکې د دوی تیښته لا نوره زیاته شوه. سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) دعذراو شکایت سره غوښتنه وکړه: قَالَ رَبِّ انْص...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک