دانبیاء کرامو پنځه مؤثرې قراني دعاګانې
مولانا عبد الصبور عباسي
چې د مشکلاتو په وخت کې آدم،نوح، ایوب یونس علیهم السلام او صحابه کرامو کړيدي او دا ټولې قبولې شوې هم دي.
که اخلاص سره لږ تر لږه د فرض لمونځونو نه وروسته، ان شاءالله چې مشکلات به حل شي.
لومړۍ د ادم علیه السلام دعاء ده:
١-رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ.
دوهمه د نوح علیه السلام دعاء ده.
٢-أَنِّى مَغْلُوبٌ فَٱنتَصِرْ
که دې سره د دعالپاره د (رَبِ) توری زیات کړئ ښه دی
دریمه د ایوب علیه السلام دعاء ده:
٣- أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ.
دلته هم كه د (رَبِ) توري زيات شي د دعاء لپاره ښه به وی
څلورمه د یونس علیه السلام دعاء ده چې د ماهي خیټه کې یې ویلې وه:
4-لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ
دا د محمد صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو دعاء ده:
٥-حَسْبُنَا اللهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ)
