No-IMG

فقهي مسائل په هر زمان کې حللارې لري او باید د دین دایره په خلکو را سخته او تنګه نشي

اکرام الله واحدي

 

یو کس په نیمه شپه کې د امام ابوحنیفة رح د کور دروازه ټک ټک کړه. د کورنۍ یو تن را ووته او دروازه کې ولاړ شخص سره یې له دوه درې خبرو وروسته هغه ته وویل چې امام ویده دی.

هغه کس اصرار وکړ ویل یې زما ډېره ضروري مسئله ده، هر څنګه چې کیږي امام باید را ویښ شي. لنډه چې امام ابوحنیفة رح ورته را ووته او هغه نفر نه یې وپوښتل چې مسئله څه ده؟

پوښتونکی وویل چې ما د خپلې مېرمنې سره لانجه کړې، خبرې سره نه کوو. خو ما یو کار کړی او هغه دا چې ورته مې وویل چې که د سهار اذآن پورې دې راسره خبرې ونکړې نو ته پر ما طلاقه یې. اوس ماته حل را ښایه زه نه غواړم چې دا طلاق واقع شي.

امام ابوحنیفة ورته وویل د مؤذن کور ته ځان رسوه او هغه را ویښ کړه چې د سهار اذآن په همدې نیمه شپه کې وکړي. سړی حیران شو ویل یې دا کار به نو څنګه دا مسئله حل کړي؟  

امام ورته وویل چې ته دا کار وکړه یو ځل بیا به ګورو. سړی لاړ مؤذن یې قانع کړ او د خپل کور مخې ته یې راوړ او ورته یې وویل چې اذآن وکړه او خپله کور ته ننوت. مؤذن چې اذان شروع کړ نو ښځې پرې ور غږ کړ چې دا دی اذآن خو وشو له ما نور څه غواړې طلاق واقع شو. سړی خوشحاله شو، ښځې ته یې وویل چې سهار نه دی نیمه شپه ده، اذآن مو در ته یوه حیله جوړه کړې وه او دا دی خبرې مو له سهار مخکې وکړې بس طلاق ختم...

درس: فقهي مسائل په هر زمان کې حللارې لري او باید د دین دایره په خلکو را سخته او تنګه نشي.

فقهي حیلة:  په فقهي  مسائلو کې داسې یوه لاره پیدا کول چې یو انسان پرې له مشکل او ستونزې بچ شي  خو ولې شرعي احکام او نصوص به  پکې نه بدلیږي او دا جائزه حیلة ده.

یو عالم د فقهاؤ په اړه وایي: "عقول الفقهاء عقول لا نظیر لها"

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک