آيا پېريان ليدل كېږي؟ - حکمتيار
د الاعراف سورې د 27 آيت له دغي فِقرې (إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ: دى او قبيله ئې تاسو په داسي توگه ويني چي تاسو ئې نشئ ليدلى)؛ په واضح توگه څرگنده ده چي انسانان نشي كولى شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو وگوري، د محققو علماءو تعبير او رأى همدا ده. دوى هغه آراء او روايات ضعيف او بې اعتباره گڼي چي وايي شيطان ليدل كېدى شي. د دې آيت الفاظ هومره صريح او واضح دي چي نه شك ته كوم مجال پرېږدي او نه كومي توجيه ته. په قاطع او پرېكنده توگه وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله نشئ ليدى.
د الجن په سوره كي لولو:
قُلۡ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرٞ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوٓاْ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبٗا ١ يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلرُّشۡدِ فََٔامَنَّا بِهِۦۖ وَلَن نُّشۡرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدٗا ٢ الجن: 1-2
ووايه: راته وحي شوې چي د پېريانو يوه ډله ورته غوږ شول او وئې ويل: بې شكه چي موږ عجيب قرآن واورېدو؛ د رشد او كمال په لوري لارښوونه كوي، ايمان مو پرې راوړ او هيڅكله به څوك له خپل رب سره شريك نه كړو.
په دې آيتونو كي څو ظريف ټكي زموږ توجه جلبوي:
• د وحي له لاري پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي د پېريانو يوې ډلي د قرآن تلاوت ته غوږ ايښى او دومره ئې تر اغېز لاندي راغلي چي نورو ته ئې ويلي: عجيب قرآن مو واوريدو، د كمال لوري ته لارښود، ايمان مو پرې راوړ او دا پرېكړہ مو وكړہ چي له دې وروسته به هيڅكله د شرك مرتكب نه شو او د الله تعالى په څنګ كي به د بل چا او بل څه عبادت ونكړو.
• پيغمبر عليه السلام دا ډله نه ده ليدلې او د دې سورې تر نازلېدو پوري له دې خبر هم نه وو چي دوى قرآن اورېدلى او غبرگون ئې دا وو او خپل قوم ته ئې دا وينا كړې. له ټول جريان د دې سورې په رڼا كي پوه شو.
دا آيتونه هم په دغي خبري شهادت وركوي چي پېريان نه ليدل كېږي؛ او د احقاف د سورې دا آيت هم چي فرمايي:
وَإِذۡ صَرَفۡنَآ إِلَيۡكَ نَفَرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ يَسۡتَمِعُونَ ٱلۡقُرۡءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓاْ أَنصِتُواْۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوۡاْ إِلَىٰ قَوۡمِهِم مُّنذِرِينَ ٢٩ الاحقاف: 29
او هغه وخت چي د پېريانو يوه ډله مو ستا لوري ته راوگرځوله چي قرآن ته غوږ شي چي كله ورته حاضر شول وئې ويل: خاموش شئ، نو كله چي پاى ته ورسېدو، خپل قوم ته بېرته وگرځېدل، خبردارى وركوونكي.
دا او مخكينى آيت د دوو مكي سورتونو؛ الجن او الاحقاف؛ آيتونه دي او ښيي چي دا پېښه په مكه كي واقع شوې، دواړه په ډېر صراحت سره وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په تلاوت لگيا وو؛ د پيريانو يوه ډله راغلې، قرآن ئې اورېدلى، إيمان ئې راوړى؛ خپل قوم ته ستانه شوي؛ پرته له دې چي پيغمبر عليه السلام پرې پوه شوى وي. د دې تفصيل د پلوشې تفسير د الجن او الاحقاف سورتونو په تفسير كي وگورئ. هلته به څو خبري درته جوته شي: 1- دا پېښه هغه مهال شوې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له طائف د خلكو له ډېر بد سلوك وروسته مكې ته د راستنېدو په لار كي څه وخت د النخله سيمي كي پاته شوى، همدلته د گهيځ لمانځه مهال د پېريانو يوې ډلي د ده تلاوت اورېدلى او ايمان ئې راوړى؛ 2- دغه ډله داسي وه چي هم د قرآن په ژبه پوهېدل او هم د تورات او انجيل په ژبه، ځكه هغوى ويلي چي دا قرآن هغه كتاب دئ چي له موسى عليه السلام وروسته نازل شوى او د مخكنيو كتابونو تصدق كوي. يعني چي جنيات د انسانانو په ژبه پوهېږي. 3- له دغو آيتونو معلومېږي چي دواړه يوې پېښي ته اشاره كوي؛ لومړى د جن سوره نازله شوې او له دې پېښي ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم خبر كړى او بيا د الاحقاف په سوره كي په دې توگه پېښي ته اشاره شوې: (وَإِذۡ صَرَفۡنَآ إِلَيۡكَ نَفَرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ يَسۡتَمِعُونَ ٱلۡقُرۡءَانَ). له دې معلومېږي هغه آراء صحيح نه دي چي دا دوه بېلي بېلي پېښي گڼي. دا آيت د الجن سورې د آيت شرح او تفصيل زموږ مخي ته ږدي؛ د آيت په سر كي له (وَإِذۡ) همدا معلومېږي.
د قرآن دغه درې څرگند او مُحكم آيتونه په ډېر وضاحت سره وايي چي نه موږ پېريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ليدلي.
څوك چي پر قرآن ايمان لري نو هغه ته په كار ده چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي؛ نو هغه به نه د قرآن د وينا په اړہ شك كوي او نه به د خلكو خبرو ته څه اهميت وركوي.
دې ته مو هم پام وي چي قرآن پېرى د (جن) په نامه ياد كړى؛ جن هغه څه ته ويل كېږي چي د انسان له سترگو پټ او نامرئي وي او نه ليدل كېږي، طبري ليكي: (هر هغه څه چي د خلكو له سترگو پټ وي نو عرب د هغه په اړہ وايي: "قد جَنّ: پټ شو"، او جن (پېرى) له همدې اخيستل شوى؛ د دې لپاره چي د انسانانو له سترگو پټ شوي او نه ليدل كېږي: وكل ما توارى عن أبصار الناس، فإن العرب تقول فيه:"قد جَنّ"، و"الجن" من ذلك لأنهم استجنُّوا عن أعين بني آدم فلا يُرون:
قرآن د جن لفظ د تيارې لپاره كارولى هلته چي فرمايي:
(فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لا أُحِبُّ الآفِلِينَ) الأنعام 76
نو كله چي د شپې تياره پرې راغله او ستورى ئې وليد؛ وئې ويل: دا مي رب دئ؟، خو كله چي پرېوت؛ وئې ويل: پرېوتونكي نه خوښوم.
آيا پېريان ليدل كېږي؟ د ورور حكمتيار له كتاب دوهمه برخه
كه قرآن په رڼا كي د دغو متعارضو آراءو په اړه قضاوت وكړو نو په بشپړ ډاډ او قاطع توگه دا پرېكړه كولى شو چي: 1- قرآن ئې شمېر نه دئ ښودلى خو ترې معلومېږي چي تر لس زيات نه وو؛ 2- سيمه ئې قرآن نه ده ښودلى؛ او ښودل ئې نه كومه گټه لري او نه ضروري دي. 3- رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پېريان ليدلي او نه ئې قرآن مخامخ وراورولى؛ د وحي له نزول وروسته پرې پوه شوى؛
عجيبه ده چي څوك عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته منسوب دوه متعارض روايات په داسي حال كي صحيح گڼي چي له قرآن سره هم جدي او ژور تعارض لري او په خپلو كي هم، خو بل لوري ته د عبد الله بن عباس رضي الله عنه دا قول ضعيف بولي چي وايي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: مَا قَرَأَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى الْجِنِّ وَمَا رَآهُمُ. رواه مسلم و الترمذي
له عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پېريانو ته د قرآن قرائت اورولى او نه ئې دوى ليدلي. مسلم او ترمذي دا روايت راوړى.
حال دا چي دا وينا د قرآن له صريح آيت سره مطابقت لري!! د قرآن له وينا كاملاً جوته ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پېريان نه دي ليدلي؛ نه ئې په راتگ پوه شوى، نه په دې چي دوى قرآن اورېدلى او ايمان ئې راوړي؛ ډېر وروسته او د جن سورې له نزول وروسته پرې پوه شوى.
په ټول قرآن كي صريحاً يا تلويحاً داسي څه نه گورو چي وښيي پيغمبر عليه السلام پېريان په خپلو سترگو ليدلي، يا ئې بل څوك ليدى شي، اما دا چي سليمان عليه السلام ته پېريان مسخر وو؛ بايد ووايو چي دا د سليمان عليه السلام ځانگړې معجزه وه، بل هيڅ پيغمبر ته دا معجزه نه ده وركړى شوې، قرآن د دغي معجزې د بيان په لړ كي هم دا نه وايي چي سليمان عليه السلام يا نورو پېريان په خپلو سترگو ليدل؛ فقط دا ئې ويلي چي پېريان هغه ته مسخر ول.
څوك چي وايي پېريان كولى شي خپله بڼه او شكل بدل كړي؛ ادعاء ئې بې بنسټه او بې دليله ده، لږ تر لږه له قرآن په دې اړه كوم دليل نشي وړاندي كولى. هيڅ مخلوق نشي كولى خپل شكل او خلقت بدل كړي، الله تعالى دا توان هيڅ مخلوق ته نه دئ وركړى. د قرآن دا آيت په قاطع او پرېكنده توگه فرمايي چي د مخلوق فطرت او خلقت نشي بدلېدى:
فَأَقِمۡ وَجۡهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفٗاۚ فِطۡرَتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِي فَطَرَ ٱلنَّاسَ عَلَيۡهَاۚ لَا تَبۡدِيلَ لِخَلۡقِ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ ٣٠ الروم:30
نو خپل مخ دي په بشپړہ توگه د دين لوري ته سم مخامخ كړہ، همغه الهي فطرت ته چي خلك ئې پرې پيدا كړي، د الله په خلقت كي تبديلي نشي راتلى، همدا قيم دين دئ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.
كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او فرشته جوړ كړي، په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ نو پېريان به څنگه دا كار وكړى شي، پېريان له اوره پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا شوى.
هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې، يا مريمي عليها السلام ته د انسان په بڼه كي متمثل شوې، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره فرشته دا كار نشي كولى، همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.
• څوك چي وايي آدم عليه السلام ته شيطان په داسي بڼي كي ورغلى چي ليدل كېدو؛ ادعاء ئې بې بنسټه او غلطه ده، آدم عليه السلام ته شيطان په داسي كيفيت كي ورغلى چي نن ئې اولاد ته ورځي، كه هغه شيطان په خپلو سترگو ليدلى وى نو نن به موږ هم ليدلو، هغه زموږ جد دئ، هر څه ئې داسي وو لكه زموږ، شيطان چي څنگه د ده اولاد غولوي، گناه ته ئې هڅوي، گناه ورته ښايسته كوي، له ده سره ئې دې ته ورته معامله كړې، نه ئې د شيطان څېره ليدلې او نه ئې د هغه غږ اورېدلى، هغه ئې وسوسه كړى؛ قرآن وايي: (فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ...) الأعراف 20 : نو شيطان دوى دواړه؛ (آدم او حواء) وسوسه كړل؛ همغسي ئې وسوسه كړي چي نن د دوى اولاد وسوسه كوي!!
تر دې وړاندي چي د جن په اړه د رواياتو مخكينۍ لړۍ ته دوام وركړو؛ ښه به وي د جن سورې اساسي مطالب له نظره تېر كړو؛ قرآن د الجن په نامه داسي مختصره خو ډېره جامع سوره لري چي د جن د معرفى او ښه پېژندو لپاره كفايت كوي، د جن په اړه د قرآن ټول آيتونه او لارښووني په همدې لنډي سورې كي راخلاصه شوي؛ نوم ئې الجن (پېرى) دئ، 28 آيتونه لري، د ټولو آيتونو فواصل ئې (عجبا) او (احدا) ته ورته دي او ډېر ډېر خوندور او ښكلى وزن لري، له مكي سورتونو ده، د بحث اصلي موضوع ئې دا ده چي نه رسول الله صلى الله عليه و سلم له غيب خبر دئ، نه بل انسان او نه پېريان، د كاهنانو او ټگمارو غيب ويونكو دا خبره او ادعاء بې بنسټه ده چي پېريان ئې له غيب خبروي!!
د سورې په سر كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي خلكو ته ووايه: ما ته وحي شوې چي يوې ډلي پېريانو دا قرآن واورېدو، د هغه عظمت ته حيران شول، وئې ويل: عجيب قرآن مو واوريدو، د رشد او كمال په لوري بلنه وركوي، د دې لارښود كتاب د آيتونو په رڼا كي مو خپل رب وپېژندو، الله تعالى تر دې ډېر لوړ دئ چي شريك ولري، هيڅكله به څوك له الله تعالى سره شريك نه كړو، الله تر دې ډېر لوړ دئ چي مېرمن ولري يا زوى، دا خوشې او چټي خبري دي چي زموږ بې عقلو او ناپوهانو كولې، موږ مخكي داسي گمان كاوو چي ښايي هيڅ انسان يا جن به هيڅكله د الله تعالى په اړه دروغ نه وايي، او له ځانه به دروغجني خبري الله تعالى ته نه منسوبوي، خو اوس او د قرآن له اورېدو وروسته پوه شوو چي موږ اشتباه كړې وه، د الله تعالى په اړه ډېري دروغجني خبري شوې، هم انسانانو كړې او هم پېريانو، اوس پوه شوو چي مخكي ځينو انسانانو پېريانو ته پناه وړې؛ يعني انسان د شيطان ملگرتيا كړې، او په دې سره ئې د هغه طغيان او بغاوت لا زيات كړى، اوس پوه شوو چي په انسانانو كي هم ځيني داسي ول چي د پېريانو په څېر ئې دا گمان كاوو چي الله تعالى به هيڅوك بېرته راژوندى نه كړي او د بيا ژوندون خبره ئې نه منله؛ اوس پوه شوو چي زموږ له ډلي ځينو پېريانو د آسمان په لوري د ختو او په اسرارو ئې د پوهېدو هڅه كړې؛ خو هغه ئې له شهاب ثاقب او مضبوطو ساتونكو او محافظانو ډك موندلى؛ اوس په دې پوهېږو چي كه څوك د پورته تلو هڅه وكړي نو شهاب ثاقب به په كمين كي ومومي؛ نو ځكه موږ نه پوهېږو چي د زمكي د اوسېدونكو لپاره د شر اراده شوې او كه الله تعالى ورته د هدايت او لارښووني اراده كړې؛ يعني چي موږ آسماني خبري نه اورو او له غيب خبر نه يو؛ او دا چي زموږ ځيني صالح او ځيني ناصالح ول؛ په حقيقت كي موږ په بېلو بېلو لارو روان وو، مخكي د دې توپير له درك عاجز وو، ټول مو ورته او يوه ډله او سره برابر گڼل، د ښه او بد تفكيك مو نه شو كولى؛ اوس مو دا تفاوتونه درك كړل؛ اوس پوه شوو چي نه په زمكي كي د الله تعالى د نيوني او مؤاخذې مخنيوى كولى شو او نه په تېښتي سره الله تعالى له خپلي نيوني ناتوانه كولى شو؛ موږ د دې لارښود كتاب په اورېدو سره ايمان پرې راوړ؛ او څوك چي پر خپل رب ايمان راوړي؛ نه دي له كوم تاوان او زيان وېره كوي او نه د ظلم او حق تلفي؛ او دا چي له موږ به ځيني الله تعالى ته منقاد او تسليم وي او ځيني سركښ؛ څوك چي الله تعالى ته تسليم شو د كمال او رشد لار ئې غوره كړې؛ خو سركښان به د دوزخ د اور خس او خاشاك شي؛ څوك چي په سمه لار نېغ لاړ شي الله تعالى به ئې په پرېمانه اوبو خړوبه كړي؛ چي په دې نعمت كي ئې وآزمويي، (يعني چي د پېريانو د رزق او روزي مهمه او اساسي برخه اوبه دي؛ همداسي لكه چي د انسانانو د ژوند او پايښت مهمه ماده اوبه دي)؛ او څوك چي د الله تعالى له ذكر ډډه وكړي نو په زياتېدونكي عذاب به ئې اخته كړي؛ او دا چي عبادت به مو يوازي د الله تعالى لپاره وي او هيڅوك به په دعاء او عبادت كي له الله تعالى سره نه شريكوو؛ او دا چي د زمانې په اوږدو كي كله هم د الله تعالى كوم مخلص او صالح بنده د الله تعالى عبادت ته ملا تړلې؛ د حق دښمنان پرې رابرگ شوي، هغه ئې گواښلى او محاصره كړى!!
دا د قرآن د څو آيتونو له اورېدو د پېريانو د هغي ډلي انتباهات ول چي خپل قوم ته وروگرځېدل او له حقيقت ئې خبر كړل. په لږ دقت سره مومو چي په دغو موجزو او مختصرو جملو كي د قرآن ټول اساسي مطالب بيان شوي، خپل قوم ته د دغي ډلي له وينا معلومېږي چي دوى يا د قرآن ډېره برخه اورېدلې يا داسي كومه سوره چي دا ټول اساسي مطالب په كي راغلي، او بيا دوى نورو ته په دغو الفاظو بيان كړي. همدا راز ويلى شو چي هغه روايت ضعيف دئ چي وايي: دوى د العلق سوره اورېدلې؛ په داسي حال كي چي د دې مطالبو يوه وړه برخه د العلق په سوره كي موندلى شو.
كوم مطالب چي د سورې په لومړۍ برخي كي له لومړي آيت تر 19 پوري او د هغي ډلي د وينا په بڼه كي راغلي، همدا مطالب په دوهمي برخي كي له 20 آيت د سورې تر پايه او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د لارښوونو په ضمن كي راغلي او په دې سره قريشو ته ويل شوي چي ستاسو چلن له قرآن او د قرآن له حامل سره د ډېري حيرانتيا وړ دئ، مگر عجيبه نه ده چي په دې الهي كتاب پېريان هم ايمان راوړي او تاسو ترې انكار كوئ؟! د پېريانو يوه ډله، تر انسان ډېره ټيټه ډله، هغه چي د ابليس په څېر تر ټولو شرير مخلوق په دوى كي راپيدا شوى، د قرآن د څو آيتونو په اورېدو سره ايمان راوړي، هغه د هدايت او كمال لوړو مدارجو ته د رسېدو لارښود گڼي، د هغه په رڼا كي د توحيد او خداى پالني په حقيقت پوهېږي، له شرك او كفر خپله بې زاري او برائت اعلانوي، صالح اوطالح سره بېلوي، مسلم او ظالم پېژني، د هغو دروغجنو ويناوو په حقيقت پوهېږي چي انسان يا پېري د الله تعالى او آخرت په اړه كړې، دې ته متوجه كېږي چي يوازي الله تعالى د عبادت وړ دئ، هر عبادت بايد يوازي د ده لپاره وي، نه به بل ته د بندگۍ سر ټېتوي او نه به د الله تر څنگ بل د عبادت او استعانت وړ گڼي، ډېره عجيبه او د حيرانتيا وړ ده چي تاسو په داسي حال كي ايمان نه راوړئ چي دا رسول ستاسو له منځ غوره شوى او دغه قرآن چي ستاسو په ژبه نازل شوى؛ ستاسو مخي ته ږدي؛ او دا دئ كلونه كلونه كېږي چي تاسو قرآن ته بلي؛ خو تاسو نه يوازي د دغو پېريانو په څېر هم نه شوئ بلكي مخالفت ته ئې ملا تړئ!!
رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه كېږي چي د خپل دعوت مخاطبينو ته ووايه:
الف: زه د خپل رب عبادت كوم او په عبادت كي ئې هيڅوك شريك نه نيسم.
ب: زه نه درته د ضرر او زيان څښتن يم او نه د رشد او هدايت، د دې پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي، زه يوازي دا دنده په غاړه لرم چي د الله له لوري پيغام او هغه رسالتونه درورسوم چي ما ته راسپارل شوي.
ج: نه يوازي د گټي او تاوان واكمن نه يم، بلكي له الله تعالى پرته نه بل پناه ځاى لرم او نه څوك توانېدى شي چي د ده له عذاب پناه راكړي.
د: څوك چي له الله تعالى او د ده له پيغمبر سرغړاوى وكړي ځاى ئې دوزخ دئ چي په هغه كي به تلپاته وي.
هـ: كله چي دا موعود عذاب وگوري نو هغه چي پر خپل زور او لښكرو مغرور وو؛ پوه به شي چي د چا مرستندوى كمزورى او شمېر ئې لږ وو.
و: زه نه پوهېږم چي دا موعوده ورځ به ژر راشي او كه به زما رب د هغې تر راسېدو كوم وخت او موده وټاكي.
ز: زما رب عالم الغيب دئ او په خپلو غيبي اسرارو هيڅوك نه خبروي.
ح: مگر هغه پيغام وړونكي (فرشتې) چي الله تعالى ئې د خپل پيغام د انتقال لپاره غوره كوي، او تر مخي او شا ئې څارن او مراقب ټاكي، چي وگوري آيا د خپل رب پيغامونه ئې رسولي؟ په داسي حال كي چي د دوى په هر څه ئې احاطه كړې او هر څه ئې دقيق او په شمار سره شمېرلي.
گورئ چي د سورې په پيل كي هم راغلي چي پيغمبر عليه السلام؛ نه د پيريانو هغه ډله ليدلې او نه ئې په إيمان راوړلو پوهېدلى؛ د دې سورې له نزول وروسته له پېښي خبر شو؛ او د سورې په پاى كي هم راغلي چي الله تعالى عالم الغيب دئ او په خپلو غيبي اسرارو هيڅوك نه خبروي؛ او كه د وحي قاصد فرشتې په لاس هم د غيب په اړه كومه لارښوونه پيغمبر ته لېږي؛ نو محافظين او څارونكي ورسره وي.
دا سوره كافى ده چي ومنو: رسول الله صلى الله عليه و سلم پېريان نه دي ليدلي، پېريان په غيب نه پوهېږي، له آسماني اسرارو نه خبرېږي، نه يوازي چا ته گټه او تاوان نشي رسولى؛ بلكي اعتراف كوي چي موږ له دې هم خبر نه يو چي الله تعالى چا ته د گټي او تاوان په اړه څه پرېكړه كړې؛ او حتى وايي: په انسانانو كي چي چا پېريانو ته پناه وړې او ملگرتيا ئې كړې نو نه يوازي څه گټه ئې نه ده كړې بلكي د همدغو پېريانو طغيان ئې زيات كړى.
آيا ډېره عجيبه نه ده چي څوك د قرآن صريح وينا او د هغه مؤيد صحيح روايات نه مني او په اوهامو او افسانو پسي درومي او وايي: ډېرو خلكو پېريان په خپلو سترگو ليدلي؛ كه ورته ووايې له دغو كسانو يو زموږ مخي ته ودروه چي پوښتنه ترې وكړو: پېرى دي كله او چېري وليد؟ په كومي بڼي كي؟ څوك درسره وو؟ داسي څوك نشي راوستى، كه احياناً څوك په خپله په دې اړہ څه وايي نو وبه گورئ چي هر يوه ئې يوازي يوازي او د بل له ملگرتيا پرته، په شپه كي، په يوه تياره ځاى كي، هلته چي سترگي سم ليدل نشي كولى، د ونو تر سيوري لاندي، په يوې كنډوالې كي او د ډېران خوا ته، يا د توري پشۍ په بڼه كي يا د تور سپي په شكل كي پېريان ليدلي!!! نه كوم شاهد لري او نه كوم عاقل او بالغ انسان ته قناعت وركولى شي!! هيڅ يوه ئې دې پوښتني ته ځواب نه دئ ويلى چي: څنگه پوه شوې چي دا تور سپى، توره پشۍ او جگ سيورى پېرى وو نه ستا واهمه؟ ولي يوازي په شپه او تياره كي ليدل شوي؟ كه غواړي ځان وښيي نو په كار ده چي دا كار د ورځي په رڼا كي وكړي؛ نه په شپه كي او هغه هم په تياره كي او له لري؟ ځيني بيا وايي: دا د عقل خبري نه دي، دلته به د عقل نيلۍ نه ځغلوو، د خلكو رواياتو ته به اعتبار وركوو!! هغوى ته وايو: موږ خپله خبره نه؛ بلكي د قرآن خبره كوو؛ كه داسي نه وى نو موږ به هغه قصې هرو مرو منلې وې چي په هر كور كي د واړه او زاړه په خوله تكرارېږي، انا خپل لمسيان پرې وېروي او د شپې له لوري؛ په تياره كي له كوره بهر وتلو ته ئې نه پرېږدي او ورته وايي چي پام كوه په ايرو پل كښېنږدې چي پېريان به دي ونيسي!! هر ناآشنا درَب د پېريانو د پښو ترپا گڼي!! خو موږ د قرآن او سنت تابع يو او همغه خبره كوو چي د صريح نص له مخي ثابته وي.
راشئ هغه روايت ته ځير شو چي په تېر درس كي يوه ورور ورته اشاره وكړه؛ روايت دا دئ:
2424 - حَدَّثَنَا هِلَالُ بْنُ بِشْرٍ الْبَصْرِيُّ بِخَبَرٍ غَرِيبٍ غَرِيبٍ، حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ الْهَيْثَمِ، -مُؤَذِّنُ مَسْجِدِ الْجَامِعِ- حَدَّثَنَا عَوْفٌ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ سِيرِينَ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ: أَمَرَنِي رَسُولُ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - أَنْ أَحْفَظَ زَكَاةَ رَمَضَانَ فَأَتَانِي آتٍ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ فَأَخَذْتُهُ، فَقُلْتُ: لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - فَقَالَ: دَعْنِي، فَإِنِّي مُحْتَاجٌ فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. فَقَالَ رَسُولُ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - بَعْدَ مَا صَلَّى الْغَدَاةَ: "يَا أَبَا هُرَيْرَةَ! مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ اللَّيْلَةَ -أَوْ قَالَ: الْبَارِحَةَ-؟ " قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ! شَكَا حَاجَةً فَخَلَّيْتُهُ وَزَعَمَ أَنَّهُ لَا يَعُودُ. فَقَالَ: "أَمَا أَنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ، وَسَيَعُودُ". قَالَ: فَرَصَدْتُهُ، وَعَلِمْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ لِقَوْلِ رَسُولِ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -. قَالَ: فَجَاءَ، فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ. فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ: لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -، فَشَكَا حَاجَةً فَخَلَّيْتُ عَنْهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: "مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ اللَّيْلَةَ -أَوِ الْبَارِحَةَ-؟ " قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ! شَكَا حَاجَةً فَخَلَّيْتُهُ وَزَعَمَ أَنَّهُ لَا يَعُودُ. فَقَالَ: "أَمَا أَنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ". فَرَصَدْتُهُ وَعَلِمْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ لِقَوْلِ رَسُولِ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -. فَجَاءَ، فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ فَأَخَذْتُهُ، فَقُلْتُ: لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -. فَقَالَ: دَعْنِي حَتَّى أُعَلِّمَكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللهُ بِهِنَّ -قَالَ: وَكَانُوا أَحْرَصَ شَيْءٍ عَلَى الْخَيْرِ- قَالَ: إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ (اللهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ) [البقرة: 255]، فَإِنَّهُ لَنْ يَزَالَ مَعَكَ مِنَ اللهِ حَافِظًا. وَلَا يَقْرَبُكَ الشَّيْطَانُ حَتَّى تُصْبِحَ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللهِ - صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: "مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ؟ فَأَخْبَرَهُ، فَقَالَ: "صَدَقَكَ، وَإِنَّهُ لَكَاذِبٌ، تَدْرِي مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلَاثِ لَيَالٍ، ذَاكَ الشَّيْطَانُ". صحيح ابن خزيمه
د روايت ترجمه داسي ده:
ابن خزيمه وايي: هلال بن بِشر يو ناآشنا او ډېر غريب حديث رااورولى چي له عثمان بن هيثم د جامع جومات مؤذن؛ هغه له عوف؛ هغه له محمد بن سيرين او هغه له ابو هريره رضي الله عنه روايت كړى چي ويلي ئې دي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې د صدقاتو په ساتني وگمارلم، يو راتلونكى راته راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: زه محتاج يم، بچيان راپه غاړہ دي او سخت اړ شوى يم، (ابو هريره رضي الله عنه) وايي: نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا ته په پام سره چي حتماً به بيا راشي؛ پوه شوم چي هغه به حتماً بيا راشي، نو څارنه مې كوله، نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: ما پرېږده، زه محتاج يم او بچيان راپه غاړہ دي بيا نه راځم، نو زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو درېيم ځل ورته په څار كي شوم، نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم او دا درېيم ځل دئ چي ته د بيا نه راتلو ژمنه كوې خو بيا راځې؛ وئې ويل: ما پرېږده؛ داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، ورته ومي ويل: هغه څه دي؟ وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ ومي ويل: يا رسول الله! ژمنه ئې وكړہ چي داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، نو پرې مي ښود، وئې فرمايل: دا څه دي؟ ومي ويل: راته وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ...) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، او دوى د خير په چارو كي ډېر حريص ول، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: خو هغه يقيناً رښتيا درته ويلي په داسي حال كي چي ډېر دروغجن دئ. اې ابو هريره! آيا پوهېږې په دغو دريو شپو كي له چا سره مخاطب وې؟ وئې ويل نه؛ وئې فرمايل: دا شيطان وو.
آيا پېريان ليدل كېږي؟ د ورور حكمتيار له كتاب درېيمه برخه
همدا روايت په بخاري كي داسي راغلى:
2311 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: وَكَّلَنِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ، فَأَتَانِي آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ فَأَخَذْتُهُ، وَقُلْتُ: وَاللهِ لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: إِنِّي مُحْتَاجٌ، وَعَلَيَّ عِيَالٌ وَلِي حَاجَةٌ شَدِيدَةٌ، قَالَ: فَخَلَّيْتُ عَنْهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ البَارِحَةَ»، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً، وَعِيَالًا، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ، وَسَيَعُودُ»، فَعَرَفْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ، لِقَوْلِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّهُ سَيَعُودُ، فَرَصَدْتُهُ، فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ، فَقُلْتُ: لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: دَعْنِي فَإِنِّي مُحْتَاجٌ وَعَلَيَّ عِيَالٌ، لاَ أَعُودُ، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ»، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً، وَعِيَالًا، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ»، فَرَصَدْتُهُ الثَّالِثَةَ، فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ، فَقُلْتُ: لَأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللهِ، وَهَذَا آخِرُ ثَلاَثِ مَرَّاتٍ، أَنَّكَ تَزْعُمُ لاَ تَعُودُ، ثُمَّ تَعُودُ قَالَ: دَعْنِي أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللهُ بِهَا، قُلْتُ: مَا هُوَ؟ قَالَ: إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ، فَاقْرَأْ آيَةَ الكُرْسِيِّ: {اللهُ لاَ إِلَهَ إِلَّا هُوَ الحَيُّ القَيُّومُ} [البقرة: 255]، حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ، فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللهِ حَافِظٌ، وَلاَ يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، فَأَصْبَحْتُ فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ البَارِحَةَ»، قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، زَعَمَ أَنَّهُ يُعَلِّمُنِي كَلِمَاتٍ يَنْفَعُنِي اللهُ بِهَا، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ، قَالَ: «مَا هِيَ»، قُلْتُ: قَالَ لِي: إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الكُرْسِيِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ: {اللهُ لاَ إِلَهَ إِلَّا هُوَ الحَيُّ القَيُّومُ} [البقرة: 255]، وَقَالَ لِي: لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللهِ حَافِظٌ، وَلاَ يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ - وَكَانُوا أَحْرَصَ شَيْءٍ عَلَى الخَيْرِ - فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، تَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاَثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ»، قَالَ: لاَ، قَالَ: «ذَاكَ شَيْطَانٌ» بخاري
د بخاري د دې روايت راويان دا دي: عُثْمَانُ بْنُ الهَيْثَمِ أَبُو عَمْرٍو، عَوْفٌ، مُحَمَّدِ بْنِ سِيرِينَ، أَبِو هُرَيْرَةَ
د عثمان په اړه الدارقطني وايي: يخطىء: خطأ كېدو.
دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى:. 3275، 5010، په لنډہ توگه او له دې توپير سره چي په دې كي وَاللهِ لأَرْفَعَنَّكَ راغلي او په هغوى كي يوازي لأَرْفَعَنَّكَ.
دا روايت د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري او د متن له پلوه؛ په دغو برخو كي له قرآن سره تعارض لري:
1. قرآن وايي چي پېريان نه ليدل كېږي او دا روايت وايي چي ابو هريره درې شپې سر په سر شيطان وليد او ټينگ ئې ونيولو!
2. قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو او دا روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم درې شپې سر په سر په غياب كي ليدل چي د ابو هريره رضي الله عنه او شيطان تر منځ څه تېرېدل!
3. قرآن وايي چي شيطان انسان ته يوازي د فحشاء او منكر سپارښتنه كوي او غلطو كارونو او ناسمو باورونو ته ئې هڅوي؛ خو دا روايت وايي چي شيطان ابو هريره رضي الله عنه ته د آية الكرسي فضائل وروښودل! دا په داسي حال كي چي قرآن په ټول تأكيد او د حصر په صيغه وايي چي شيطان ستاسو دښمن دئ او يوازي په دغو دريو كارونو تاسو گماري: سوء، فحشاء او د الله په اړہ هغه څه ويل چي نه پرې پوهېږئ.
إِنَّمَا يَأۡمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلۡفَحۡشَآءِ وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ١٦٩ البقره:169
يقيني خبره دا ده بله نه ده چي هغه تاسو په كركجنو او قبيح كارونو گماري او په دې چي د الله په اړہ هغه څه ووايئ چي نه پرې پوهېږئ.
4. قرآن وايي چي د پېريانو خوراك اوبه دي، (وَ أَلَّوِ استَقَمُوا عَلى الطرِيقَةِ لأَسقَيْنَهُم مَّاءً غَدَقاً * الجن: 16: او دا چي كه (پېريان) په سمه لار استقامت وكړي نو په پرېمانه اوبو به ئې خړوبه كړو)؛ خو دا روايت وايي چي شيطان د كجورو د غلا لپاره راغلى وو!!
5. عقل وايي چي غل د غلا په وخت كي ځان پټوي او دا روايت وايي چي شيطان د غلا په وخت كي خپل اصلي شكل بدل كړى وو او د انسان په بڼه كي په څرگنده توگه د ابو هريره خوا ته ورغلى وو او هغه هم د غلا لپاره!
6. د دې روايت لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومو.
7. قرآن وايي الهي سنت او الهي فطرت (فطرت الله) ثابت او نه بلېدونكى دئ؛ داسي چي هيڅ مخلوق نشي كولى خپل اصلي شكل بدل كړي او د بل مخلوق بڼه غوره كړي؛ عقل همدا خبره كوي؛ خو دا روايت وايي چي شيطان ابو هريره ته د انسان په بڼي كي څرگند شوى وو!
8. دا روايت وايي چي ابو هريره رضي الله عنه درې ځلي په ډېر تأكيد سره لوړہ كړې وه چي شيطان به تر لاس نيولى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولي خو هر ځل ئې خپله لوړہ ماته كړې!!
9. په دې روايت كي چي كومي خبري راغلې دي دا له ځينو جدي توپيرونو سره په نورو كتابونو كي بريدة او أبو أيوب الأنصاري ته منسوب شوې دي. خو هلته ويل شوي چي دوى په ناڅاپي توگه متوجه شوي چي له خوراكي توكو څه كم شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې دا خبره كړې او گواكي هغه ورته فرمايلي چي دا كار شيطان كوي او بيا د شيطان راتلو ته مترصد پاته شوي...
10. داسي روايت مي هم له نظره تېر شوى چي وايي: ابو هريره په خپله د تېري شپې جريان رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بيان كړى؛ نه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته ويلي چي تېره شپه دي اسير څه وكړل!!
دغو خبرو ته په پام سره په بشپړ ډاډ او يقين سره ويلى شو چي نه انسان كولى شي پېريان وگوري او نه پېريان كولى شي خپل شكل بدل كړي.
شاوخوا پنځلس كاله وړاندي؛ د پېريانو په اړہ دغه ليكنه په شهادت ورځپاڼه كي خپره شوه، يوه محترم ورور په خپل ليك كي څو ملاحظات او پوښتني رالېږلې وې چي دوى ته په ځواب كي لاندي مطلب ليكل شوي وو؛ خو تر ننه ئې ما ته ځواب رانكړ:
• ما د قرآن په دريو څرگندو او محكمو آيتونو استناد كړى چي وايي نه موږ پېريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ليدلي؛ عبد الله بن عباس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پېريان ليدلي او نه ئې قرآن وراورولى. پر قرآن د ايمان مقتضى دا ده چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي نو د يوه مؤمن په توگه به د قرآن د وينا په اړہ شك نه كوو او د خلكو خبرو ته به اهميت نه وركوو.
• ما د قرآن د صريح آيت په استناد ليكلي وو چي هيڅ مخلوق نشي كولى په بل مخلوق ځان بدل كړي، الهي فطرت او د خلقت په اړہ د الله تعالى سنن تغيير نه منونكي دي. دا د قرآن قاطع وينا ده، كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او فرشته جوړ كړي، په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ؛ نو پېريان به څنگه دا كار وكړى شي، پېريان له اوره پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا شوى. هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي مريمي عليها السلام او ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره فرشته دا كار نشي كولى، همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.
• په دې اړہ روايات متعارض دي، تر منځ ئې شديد تعارض او حتى تضاد تر سترگو كېږي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه دوه روايات او د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت ټول د يوې پېښي په اړہ دي، خو تر منځ ئې شديد تعارض دئ، څوك چي وايي د عبدالله بن مسعود روايات د دوو بېلو بېلو پېښو په اړہ دي هغوى د تعارض رفع كولو لپاره دا خبره كوي.
• د ابو هريره رضي الله عنه بل روايت د همدې پېښي په اړہ داسي دئ چي سحر ده په خپله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پېښه بيان كړې او هغه ورته ويلي چي دا شيطان وو!! هغه روايت دا خبره نه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته ويلي: اسير دي تېره شپه څه وكړل؟! دوه نور روايات چي نورو ته منسوب شوي داسي دي چي وايي له غلې څه كمېدل، پرته له دې چي كموونكى ئې ليدلى وي، پېښه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوې او گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي دا كار شيطان كوي!!
• دا ټول روايات د سند له مخي غريب دي او په څو طبقو كي يو يو راوي لري. په داسي مهمي اعتقادي موضوع كي داسي غريب روايات منل او هغه هم په داسي حال كي چي له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري؛ ډېره عجيبه ده!! د داسي رواياتو په اړه احتياط كول د إيمان تقاضى ده؛ په تلوار سره او له تحقيق پرته ئې منل د قرآن او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لارښوونو خلاف كار دئ؛ روايت هغه مهال بايد ومنل شي چي په قرآن كي ورته شاهد ومومو او په راويانو كي ثقه شاهدان؛ نه له قرآن سره تعارض ولري، نه له نورو صحيح رواياتو سره او نه له عقل سره.
د پوښتنو په ځواب كي:
مخكنۍ درسي حلقې كي ځينو وروڼو څو سوالونه درلودل؛ د ځينو سوالونو ته په تېر درس كي ځواب وويل شو؛ نن د نورو پوښتنو په اړه تر ځواب وړاندي څو عرائض لرم:
دغو دوو رواياتو ته ځير شئ:
1345 - عَنْ جَابِرٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «ضُمُّوا إِلَيْكُمْ فَوَاشِيَكُمْ وَأَنْفُسَكُمْ حِينَ تَجِبُ الشَّمْسُ إِلَى أَنْ تَذْهَبَ فَحْمَةُ الْعِشَاءِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَخْرُجُ مِنْ ذَلِكَ الْحِينِ، وَغَلِّقُوا أَبْوَابَكُمْ، وَأَطْفِئُوا مَصَابِيحَكُمْ، فَإِنَّ الْفُوَيْسِقَةَ تُضْرِمُ (مشتعل كوي) عَلَى أَهْلِ الْبَيْتِ، وَخَمِّرُوا آنِيَتَكُمْ، وَلَوْ أَنْ يَعْرِضَ أَحَدُكُمْ عَلَى إِنَائِهِ بِعُودٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لَا يَفْتَحُ بَابًا، وَلَا يَكْشِفُ غِطَاءً» المعجم الاوسط للطبرانى
له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: خپل څاروي او په خپله او ماشومان مو خپلي خوا ته هغه مهال راغونډ كړئ چي لمر تت شي تر هغه چي د ماخستن تياره ختمه شي؛ ځكه شياطين همدغه مهال راوځي؛ خپلي دروازې وتړئ، خپل څراغونه مړه كړئ، ځكه دا كوچني فاسقان د خلكو كورونه پرې مشتعل كوي (اور وراچوي)، د لوښو سرونه مو وپوښئ، كه څه هم ستاسو كوم يو خپل لوښى د لرگي په تختې وپوښي، ځكه شيطان نه كوم ور پرانيستى شي او نه كوم پوښلى لوښى؛ او نه د هغي رسۍ غوټه چي د بورۍ يا مشك خوله پرې تړي)؛ او موږك يو كور پر هستوگنو ئې سوزولى شي.
بل روايت دا دئ:
6575 - عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَعِيدٍ، عَنْ جَدِّهِ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ خَلْقًا يَبُثُّهُمْ تَحْتَ اللَّيْلِ كَيْفَ شَاءَ، فَأَوْكُوا السِّقَاءَ، وَأَغْلِقُوا الْأَبْوَابَ، وَغَطُّوا الْإِنَاءَ، فَإِنَّهُ لَا يَفْتَحُ بَابًا، وَلَا يَكْشِفُ غِطَاءً، وَلَا يَحُلُّ وِكَاءً» مسند ابي يعلى
له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يقيناً چي الله تعالى داسي مخلوق لري چي د شپې له لوري ئې څنگه چي غواړي خواره كړي، نو د اوبو مشكونو سرونه مو وتړئ، دروازې بندي كړئ، لوښي مو وپوښئ، ځكه هغه نه كوم ور پرانيستى شي او نه كوم پوښلى لوښى لوڅوى شي؛ او نه د هغي رسۍ غوټه خلاصولى شي چي د بورۍ يا مشك خوله پرې تړلې وي)
پيغمبر عليه السلام فرمايلي:
14228 - عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَغْلِقُوا أَبْوَابَكُمْ، وَخَمِّرُوا آنِيَتَكُمْ، وَأَطْفِئُوا سُرُجَكُمْ، وَأَوْكُوا أَسْقِيَتَكُمْ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لَا يَفْتَحُ بَابًا مُغْلَقًا، وَلَا يَكْشِفُ غِطَاءً، وَلَا يَحُلُّ وِكَاءً، وَإِنَّ الْفُوَيْسِقَةَ تُضْرِمُ الْبَيْتَ عَلَى أَهْلِهِ» يَعْنِي: الْفَأْرَةَ مسند احمد
له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: دروازې مو بندي كړئ؛ د ابو لوښيي مو وپوښئ، څراغونه مو خاموش كړئ، د اوبو ژيو خولې وتړئ؛ يقينا چي شيطان نه كومه تړلې دروازه خلاصولى شي؛ نه كوم پوښښ پرانستلى شي، نه كومه غوټه وازولى شي، او موږك يو كور پر هستوگنو ئې سوزولى شي.
له دې رواياتو معلومېږي چي پېريان حتى دومره عادي او آسان كارونه هم نشي كولى.
نو بيا دې خبري ته څه ځواب لرو چي پېريان سليمان عليه السلام ته تابع ول او د نورو سختو كارونو په شمول ئې داسي كار هم وكولى شو چي د سترگو په رپ كي د سبإ ملكې تخت حاضر كړي؟
مختصر ځواب ئې دا دئ: دا د سليمان عليه السلام معجزه وه او الله تعالى همغي ډلي پيريانو ته دا وس او توان وركړى وو؛ هر پېرى هغه كارونه نه شي كولى؛ د دغو رواياتو او د قرآن د هغه آيت تطبيق فقط همدا كېدى شي؛ په دې سره نه له آيت انكار ته اړ كېږو او نه له دغو روايتونو انكار ته. تفصيل ئې وروسته راغلى.
په تېر درس كي دوو وروڼو د الانفال سورې يوه آيت ته اشاره وكړه چي وايي: شيطان قريشو ته د بدر جنگ كي ويلي وو زه درسره يم؛ نو هيڅوك به درباندي غالب نشي؛ او گواكي دا ښيي شيطان ورته مجسم شوى؛ راشئ وگورو چي د دې آيت تفسير څنگه دئ؛ آيت دا دئ:
(وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللهِ وَاللهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ) (وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللهَ وَاللهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ) الأنفال: 47- 48
او د هغو په څېر مه كېږئ چي له خپلو كورونو په كبر او خلكو ته د ځان ښودني لپاره راووتل، او د الله له لاري مخنيوى كوي، په داسي حال كي چي الله په هغه څه چي دوى ئې كوي محيط دئ. هغه مهال چي شيطان خپل عملونه ورته ښايسته كړل او وئې ويل: نن په خلكو كي هيڅ غالبېدونكى (دښمن) نه لرئ، په داسي حال كي چي زه مو گاونډى (ملگرى) يم، خو كله چي دواړو ډلو سره وليدل په خپلو پوندو واوښت او وئې ويل: زه له تاسو بې زار يم، زه هغه څه گورم چي تاسو ئې نه گورئ، زه له خداى وېرېږم، او الله خو شديدالعقاب دئ.
په دې مباركو آيتونو كي د الله د لاري مجاهدين له هغو خصلتونو منع شوي چي تل د كافرانو په مغرورو ځواكونو كي تر سترگو كېږي او هغه دا چي:
• د هغو جگړمارو په څېر مه كېږي چي په كبر، غرور او مستۍ سره د جنگ ميدان ته درومي.
• خلكو ته خپل زور او ځواك ښيي.
• د الله له دين او د ده له ديندارو بندگانو سره د جنگ لپاره ملا تړي او موخه ئې دا چي خلك د الله په لار له تلو منع كړي.
• شيطان خپل بد عملونه ورته ښايسته كړي او دا دروغجنه ډاډېينه ئې وركړې چي نن او زما د ملگرتيا په صورت كي هيڅوك ستاسو د مقابلې توان نه لري، په ټولو خلكو كي داسي ځواك نشته چي پر تاسو غالب شي.
• خو كله چي نښته پيل شي، شيطان ئې يوازي پرېږدي، د جگړي له ميدان تر شا شي، دا تر شا كېدا توجيه كوي، دلائل ورته تراشي، كله وايي: زه هغه څه گورم چي تاسو ئې نه گورئ، په هغه څه پوهېږم چي تاسو پرې نه پوهېږئ، ځان ورته عقلمن او ملگري بې عقله برېښي، جگړي ته دوام وركول د كمعقلو او ناپوهو خلكو كار گڼي. او كله خپلي تېښتي او په سنگر كي د خپلو ملگرو پرېښودو ته مذهبي توجيهات جوړوي، وايي: زه له خداى وېرېږم، بس دئ تر كله به دا جنگ وي او دا يو د بل ويني تويول!! له خدايه ووېرېږئ او له جگړو لاس واخلئ!!
خو دا چي دلته له شيطان مراد څوك دئ؟ جني شيطان كه انسي شيطان؟ څو تعبيرونه درلودى شو:
1- كوم چا قريش هڅولي، د خپلي ملگرتيا ډاډ ئې وركړى او همدې كس ته الله تعالى د شيطان لقب وركړى؟ دا كس د داسي قبيلې وو چي د قريشو په گاونډ كي اوسېدل؛ لكه چي قرآن فرمايي:
(إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) آل عمران: 175 : دا خو فقط شيطان وو چي خپل دوستان ئې وېرول؛ نو له هغوى مه وېرېږئ؛ له ما ووېرېږئ كه مؤمنان يئ.
او هغه چي مسلمانان ئې وېرول په مخكيني آيت كي داسي معرفي شوي: (الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) آل عمران 173
هغه چي خلكو ورته وويل: "د دښمنانو" ډېر وگړي درته راغونډ شوي؛ له دوى بايد ووېرېږي؛ نو دې خبري د دوى ايمان مزيد زيات كړ او ويل به ئې: الله موږ ته كافي دئ؛ څومره غوره پالونكى.
يعني څوك چي مسلمانان د دښمن له ځواكونو وېروي؛ د قرآن له نظره "شيطان" دئ؛ الله تعالى همدا لقب ورته غوره كړى؛ د دې شيطان دا وېره اچوونكي تبليغات پر هغو اغېز شيندي چي له شيطان سره ئې دوستي وي، د ده تبليغات پر هغه چا اثر نه كوي چي له شيطان سره ئې خپلي اړيكي قطع كړې وي.
2- شيطان د معمول په څېر پرته له دې چي د كوم انسان په څېره كي ئې ځان ورته مجسم كړي وي؛ په خپلو وسوسو سره ئې هڅولي؟!
3- شيطان د كوم چا په څېره كي دوى ته ورغلى، جنگ ته ئې هڅولي او د خپلي ملگرتيا ډاډ ئې وركړى؟
په مخكينيو دوو صورتونو كي د هر يوه احتمال شته، خو درېيم او دا آخري صورت په دوه دلائلو د منلو وړ نه دئ: 1- د شيطان وسوسه داسي نه وي چي ځان چا ته مجسم كړي، د انسان په څېره كي ورته راڅرگند شي او وئې غولوي. 2- قرآن موږ ته په پرېكنده الفاظو سره وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو نه شئ ليدئ.
نو د هغي رأيي او روايت په منلو كي تل احتياط كوئ چي د قرآن له كوم آيت سره اړخ نه لگوي او هغه خو هيڅكله مه منئ چي له قرآن سره تعارض لري. د قرآن د كوم آيت داسي تفسير او تعبير بايد قطعاً ونه منئ چي له بل آيت سره تضاد او تعارض رامنځته كوي؛ يوازي هغه تعبير او تفسير منئ چي په قرآن كي تناقض نه رامنځته كوي؛ تناقض ستر عيب دئ او د الله تعالى سپېڅلى كلام له هر نقص او عيب منزه او مبرأ دئ. په پورتنيو دريو تفسيرونو كي وروستى ئې داسي دئ چي د قرآن له ډېرو آيتونو سره تناقض او تعارض لري.
آيا پېريان ليدل كېږي؟ د ورور حكمتيار له كتاب څلورمه برخه
د شيطان د وسوسې د څرنگوالي په اړه دا روايت موږ ته داسي وضاحت كوي:
عَنْ صَفِيَّةَ بِنْتِ حُيَيٍّ، زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهَا جَاءَتْ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَزُورُهُ وَهُوَ مُعْتَكِفٌ فِي الْمَسْجِدِ فِي الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ، فَتَحَدَّثَتْ عِنْدَهُ سَاعَةً مِنَ الْعِشَاءِ، ثُمَّ قَامَتْ تَنْقَلِبُ (كور ته ستنه شي)، فَقَامَ مَعَهَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْلِبُهَا (كور ته ئې ورسوي)، حَتَّى إِذَا بَلَغَتْ بَابَ الْمَسْجِدِ الَّذِي كَانَ عِنْدَ مَسْكَنِ أُمِّ سَلَمَةَ، زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَمَرَّ بِهِمَا رَجُلَانِ مِنَ الْأَنْصَارِ، فَسَلَّمَا عَلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ نَفَذَا، فَقَالَ لَهُمَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «عَلَى رِسْلِكُمَا، إِنَّهَا صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ» قَالَا: سُبْحَانَ اللهِ يَا رَسُولَ اللهِ وَكَبُرَ عَلَيْهِمَا ذَلِكَ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنَ ابْنِ آدَمَ مَجْرَى الدَّمِ، وَإِنِّي خَشِيتُ أَنْ يَقْذِفَ فِي قُلُوبِكُمَا شَيْئًا» سنن ابن ماجه
له ام المؤمنين صفيه بنت حُيَي روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دوو انصارو ته چي دى ئې ماخستن له ما سره د ام سلمې مسجد خوا ته ليدلى وو وفرمايل: لږ ودرېږئ؛ دا صفيه بنت حُيَى ده؛ هغوى وويل: "سبحان الله يا رسول الله! (څنگه به شك كوو"؛ دا پرې گرانه تمامه شوه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يقيناً چي شيطان د بني آدم د ويني په بهير كي درومي او زه ووېرېدم چي داسي نه ستاسو زړونو كي كومه وسوسه واچوي.
يعني چي شيطان دومره لطيف دئ چي د انسان د ويني له لاري د ده زړه او دماغ ته ځان رسوي او وسوسې اچوي؛ وسوسې ئې داسي نه وي چي ځان مجسم كړي او بيا دا كار وكړي.
دا روايت نږدې ټولو كتابونو راوړى او په بخاري كي څلور ځلي راغلى؛
يوه محترم ورور هغه روايت ته اشاره وكړه چي وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم غوښتل هغه مزاحم پېرى ونيسي چي په لمانځه كي ئې ده ته مزاحمت كړى وو؛ ... راشئ لومړى روايت وگورو:
3 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ البَارِحَةَ - أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا - لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلاَةَ، فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المَسْجِدِ حَتَّى تُصْبِحُوا وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لاَ يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي "، قَالَ رَوْحٌ: «فَرَدَّهُ خَاسِئًا» , (خ) 461 المسند الموضوعى تفسير سورة ص
461 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ البَارِحَةَ - أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا - لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلاَةَ، فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ، فَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المَسْجِدِ حَتَّى تُصْبِحُوا وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لاَ يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي "، قَالَ رَوْحٌ: «فَرَدَّهُ خَاسِئًا» بخاري
4808 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ (فشَدَّ عَلَيَّ يا يَفتِكَ بي)البَارِحَةَ - أَوْ كَلِمَةً نَحْوَهَا - لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلاَةَ فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ، وَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي المَسْجِدِ، حَتَّى تُصْبِحُوا وَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: {رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لاَ يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي}، قَالَ رَوْحٌ: فَرَدَّهُ خَاسِئًا " بخاري
لكه چي گورئ دا روايت په همدې صيغه او إسنادو په بخاري كي دوه ځلي په دغو شمېرو 461، 4808 راغلى او د دواړو راويان دا دي: إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، رَوْحٌ، وَمُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ، شُعْبَةَ، مُحَمَّدِ بْنِ زِيَادٍ، او أَبو هُرَيْرَةَ، يعني په لومړيو دريو طبقو كي يو يو راوي لري، په څلورمي كي دوه او په پنځمي كي هم يو. يعني چي دا ډېر غريب روايت دئ. په نورو معتبرو كتابونو كي ئې هم راويان په څلورو طبقو كي همدا دي.
د دغو رواياتو په مفهوم د پوهېدو لپاره همدا د بخاري وروستى روايت ترجمه كوم:
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: "تېره شپه د پېريانو يوه پياوړي او خبيث راباندي بريد وكړ او يا دې ته ورته لفظ ئې كارولى؛ چي لمونځ راباندي قطع كړي، الله تعالى پرې مسلط كړم؛ او ومي غوښتل چي د جومات له كومي ستني سره ئې وتړم؛ تر هغه چي تاسو ټول سبا هغه ته گورئ؛ نو د خپل ورور سليمان دا وينا مي راپه ياد شوه چي ويلي ئې وو "اې زما ربه! ما ته داسي واكمني راكړه چي له ما وروسته له هيچا سره نه ښايي". رَوح وويل: نو هغه ئې نامراده رد كړ.
د دې روايت په اړه څو خبري په پام كي ولرئ:
• رسول الله صلى الله عليه و سلم د شيطان د تړلو اراده او هڅه ځكه نه ده كړې چي دا كار ئې د خپل ورور سليمان عليه السلام مختص كار او معجزه گڼلې؛ او له دې دوه خبري معلومېږي: 1- يعني چي دا كار نه دئ شوى. 2- يعني چي دا كار له سليمان عليه السلام پرته هيڅوك نشي كولى. د يوه پيغمبر مختص معجزه همدې ته وايي چي له ده پرته ئې بل څوك نشي كولى.
• آيا په دې روايت كي داسي الفاظ شته چي وښيي رسول الله صلى الله عليه و سلم د لمانځه په منځ كي شيطان په خپلو سترگو داسي ليدلى چي ده ته مزاحمت كوي؟ نه؛ داسي الفاظ نه مومو چي په صراحت سره همدا خبره ترې معلومه شي؛ الفاظ دا دي: تَفَلَّتَ عَلَيَّ (بريد ئې راباندي وكړ)- په بل روايت كي (فشَدَّ عَلَيَّ: سختى ئې راسره وكړه) راغلي، په بل كي (يَفتِكُ بي: غدر ئې راسره كولو) د تفلت، شدَّ و فتك لفظونه راغلي چي د يوه معنى بريد (قولي يا عملي هجوم) او د بل تشدد دئ؛ او د بل غدر كول دي؛ يا ئې دې ته ورته كوم بل لفظ كارولى؛ خو همدغه روايت په پنځمه طبقه كي د شبابه په څېر نور راويان لري؛ ابو حاتم د شبابه په اړه وايي: د ده په وينا استدلال نشي كېدى: يعني چي قول ئې معتبر نه دئ. قال أبو حاتم : لا يُحتَج به؛ ده او د همدې پنځمي طبقې ځينو نورو په دغه روايت كي دا لفظ اضافه راوړى: (فَدَعَتُّهُ) يا (فَذَعَتُّهُ: دواړه ورته معنى لري يعني تر ستوني مي ونيولو. دا لفظ نه د بخاري په رواياتو كي شته او نه په ټولو هغو كتابونو كي چي په څلورو طبقو كي ئې راويان همدا د بخاري راويان دي. يعني چي دا ستونزه له څلورمي طبقې وروسته رامنځته شوې او له روايت ئې داسي څه جوړ كړي چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم د لمانځه په منځ كي دا پياوړى شيطان ليدلى، تر ستوني ئې نيولى او گواكي دومره ئې كلك كړى چي ساه ئې ختلې، ژبه ئې سړه شوې او پيغمبر عليه السلام د ده د ژبي سوړوالى هم د خپل لاس پر شا حس كړى!!
له دې ډول رواياتو ځيني دا دا دئ:
7969 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الْجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ الْبَارِحَةَ لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلَاةَ، فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ فَدَعَتُّهُ، وَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى جَنْبِ سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي الْمَسْجِدِ، حَتَّى تُصْبِحُوا فَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ أَجْمَعُونَ، قَالَ: فَذَكَرْتُ دَعْوَةَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي. قَالَ: فَرَدَّهُ خَاسِئًا " مسند احمد
88 - أَخْبَرَنَا مُحَمَّدٌ، قَالَ: سَمِعْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الْجِنِّ جَعَلَ يَفْتِكَ بِي الْبَارِحَةَ لِيَقْطَعَ عَلَيَّ صَلَاتِي، فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ فَذَعَتُّهُ وَأَرَدْتُ أَنْ آخُذَهُ فَأَرْبِطَهُ إِلَى سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي الْمَسْجِدِ حَتَّى تُصْبِحُوا فَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ، قَالَ: فَذَكَرْتُ قَوْلَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي "، قَالَ: فَرَدَّهُ اللهُ خَاسِئًا مسند اسحاق بن راهويه [ص:149]
7969 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " إِنَّ عِفْرِيتًا مِنَ الْجِنِّ تَفَلَّتَ عَلَيَّ الْبَارِحَةَ لِيَقْطَعَ عَلَيَّ الصَّلَاةَ، فَأَمْكَنَنِي اللهُ مِنْهُ فَدَعَتُّهُ، وَأَرَدْتُ أَنْ أَرْبِطَهُ إِلَى جَنْبِ سَارِيَةٍ مِنْ سَوَارِي الْمَسْجِدِ، حَتَّى تُصْبِحُوا فَتَنْظُرُوا إِلَيْهِ كُلُّكُمْ أَجْمَعُونَ، قَالَ: فَذَكَرْتُ دَعْوَةَ أَخِي سُلَيْمَانَ: رَبِّ هَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي". قَالَ: فَرَدَّهُ خَاسِئًا " مسند احمد
په نورو رواياتو كي دا لفظ (فَدَعَتُّهُ: تر ستوني مي ونيولو) نشته.
كه د يوې قضيې په اړه څو روايات زموږ مخي ته راشي او يا په يوه روايت كي څو مترادف الفاظ ومومو؛ يا د يوه لفظ څو محتملي معاني نو بايد هغه ترې غوره كړو چي نه له كوم آيت سره تعارض رامنځته كوي او نه له بل روايت سره؛ د روايت له داسي ترجمې او تشريح به ډډه كوو چي د قرآن له څرگندو آيتونو سره اړخ نه لگوي او په قرآن كي ورته شاهد نه موو. كه د مخكني روايت داسي تعبير ومنو چي گواكي شيطان مجسم شوى نو د قرآن د دې صريح آيت په اړه به څه وايو؟ : (... فِطْرَتَ اللهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللهِ ...) په كوم فطرت چي الله تعالى خلك پيدا كړي؛ په دې پيدايښت كي تبديلي نشته؛ يعنى چي د خلقت په اړه د الله تعالى سنن ثابت او نه بدلېدونكي دي؛ نه پېرى خپل جوړښت او خلقت بدلولى شي او نه بل مخلوق.
همدا راز د هغو آيتونو په اړه به څه وايو چي په تأكيد او تكرار سره وايي: پيريان نه ليدل كېږي؟
پوښتنه دا ده چي آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم دا كار كولى شو خو وئې نه كړ؟ او كه دا چي اراده ئې وه دا كار وكړي خو كله چي د خپل ورور سليمان عليه السلام دعاء او معجزه ورپه ياد شوې؛ خپله اراده ئې له دې كبله بدله كړې چي دا فقط سليمان عليه السلام ته مختص كار وو؛ بل چا ته مقدور او ممكن نه دئ؟ دا دوهمه توجيه غوره او د قرآن د وينا مطابق ده.
راشئ د عفريت من الجن اړوند هغه آيت هم له نظره تېر كړو چي ډېرو ئې په فهم او تفسير كي اشتباه كړې؛ آيت دا دئ:
(قَالَ عِفْرِيتٌ مِنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ تَقُومَ مِنْ مَقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ)،(قَالَ الَّذِي عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْكِتَابِ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَنْ يَرْتَدَّ إِلَيْكَ طَرْفُكَ فَلَمَّا رَآهُ مُسْتَقِرًّا عِنْدَهُ قَالَ هَذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ وَمَنْ شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ) النمل: 39-40
وئې ويل: اې درباريانو! ستاسو كوم يو به د هغې تخت تر هغه وړاندي ما ته راوړي چي دوى تسليم شوي راشي؟ يوه پياوړي پېري وويل: زه به ئې مخكي تر هغه راوړم چي ته له خپل ځاى پورته شې، او زه پرې توانمن او امين يم، هغه چا چي د كتاب څه علم ورسره وو؛ وويل: زه به ئې تر هغه وړاندي راوړم چي د سترگي آخري ليد دي درته راشي، نو كله چي ئې هغه په خپلي خوا كي ځاى پر ځاى وليد؛ وئې ويل: دا زما د رب له لوري يوه پېرزوينه ده چي ومي آزمويي؛ آيا شكر كوم كه ناسپاسي كوم، او څوك چي شكر كوي د ځان لپاره ئې كوي او څوك چي ناشكري كوي نو زما رب عزتمن غني (بې نياز) دئ.
د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:
• سليمان عليه السلام خپلو درباريانو ته وويل: ستاسو كوم يو به د دې ملكې تخت تر هغه وړاندي ما ته راوړي چي دوى تسليم شوي راشي؟
• يوه پياوړي پېري وويل: زه به ئې مخكي تر هغه راوړم چي ته له خپل ځاى پورته شې، لا به دا غونډه پاى ته نه وي رسېدلې او تا به خپل ورځنى كار نه وي تمام كړى چي زه به ئې راورسوم، زه ئې پر راوړو توانمن يم او د خوندي رارسولو ئې امين، په امانت سره به ئې تر تا رارسوم.
• يوه بل پېري چي د كتاب څه علم ورسره وو، يعني مؤمن وو او د الهي كتاب له علومو څه ناڅه برخمن وو؛ وويل: زه به ئې تر هغه وړاندي راوړم چي د سترگي آخري ليد دي درته راوگرځي، يعني د سترگو په يوه رپ كي.
• نو كله چي ئې هغه په خپلي خوا كي ځاى پر ځاى وليد؛ وئې ويل: دا زما د رب له لوري يوه پېرزوينه ده چي ومي آزمويي، آيا شكر كوم كه ناسپاسي كوم، او څوك چي شكر كوي د ځان لپاره ئې كوي او څوك چي ناشكري كوي نو زما رب عزتمن بې نياز دئ.
كه څه هم ځينو مفسرينو په دې اړه بېل بېل، متعارض او حتى حيرانوونكي آراء وړاندي كړي، ځينو ويلي چي دا كس مستجاب الدعوات وو، ځينو ويلي چي د الله تعالى په هغه اسم اعظم پوهېدو چي هر څوك پرې دعاء وكړي الله تعالى ئې دعاء قبلوي، د هغه په دعاء سره دا تخت حاضر كړى شوى، خو دې ته ئې پام نه دئ كړى چي دعاء كوونكى هيڅكله دا ادعاء نشي كولى چي زه دا كار كوم، هغه هم د سترگو په رپ كي، هغه وايي: زه به دعاء وكړم هيله كوم چي الله تعالى به ئې قبوله كړي، ځينو ويلي چي يوه فرشته وه، يا جبرائيل وو، ځينو ويلي چي خضر عليه السلام وو او ځينو ويلي چي دا په خپله سليمان عليه السلام وو... د دغو آراءو لپاره نه په قرآن كي كوم شاهد مومو او نه په صحيح الاسناد رواياتو كي، خضر عليه السلام تر سليمان عليه السلام څو پېړۍ وړاندي او د موسى عليه السلام په زمانه كي تېر شوى، څوك چي خضر عليه السلام ته د قرآن په هينداري كي وگوري نو پوهېږي چي هغه يو عادي انسان خو عالم او مجاهد وو، نه په غيب پوهېدو، نه ئې خارق العاده كارونه كولى شو او نه ئې معجزه درلوده، حتى قرآن هغه د رسول او نبي په نامه هم نه دئ ياد كړى، هغه څوك به داسي خبري خضر عليه السلام ته منسوبوي چي پر قرآن نه بلكي پر عاميانه قصو او افسانو باور لري، هغه چي اوس هم چا ته لاس وركوي نو د بټي گوتي بند ئې كښېكاږي چي پوه شي هډوكى لري كه نه، ځكه هغه اورېدلي چي د خضر عليه السلام يوه نښه دا ده چي دا گوته ئې هډوكى نه لري!!!
متأسفانه ډېرو مفسرينو د 40 آيت دغه الفاظ (قال الذي عنده علم من الكتاب) په اړه ويلي چي له دې كوم سړى مراد وو، نه كوم بل پېرى، خو كه د آيت الفاظو او سياق و سباق ته ځير شو نو په ډېر ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو چي دا هم يو پېرى وو نه يو سړى، دا ځكه چي تر دې مخكي ويل شوي: قال عفريت من الجن او ورپسې ويل شوي: قال الذي عنده علم من الكتاب، يعني دا هم پېرى وو خو له مخكيني سره ئې توپير په دې كي وو چي ده څه ناڅه د الهي كتاب علم هم درلود. كه دا خبره كوم انسان كړې وى نو بيا خو مناسبه دا وه چي ويل شوي وى: و قال رجل عنده علم من الكتاب، دقيقه رأيه دا ده چي دا هم پېرى وو، دا ځكه چي (الذي) اسم موصول دئ او بايد له كوم مخكيني نوم سره وصل شي، دلته تر (الذي) مخكي د (جن) يادونه شوې نه د (انس)، دا صحيح نه ده چي له جن پرته ئې بل څه ته راجع كړو. دا تفسير نه يوازي دقيق دئ بلكي دې پوښتني ته هم مجال نه پرېږدي چي يو انسان څنگه وتوانېدو د سترگو په رپ كي له يمن د ملكې تخت راحاضر كړي؟ سليمان عليه السلام پيغمبر وو دا كار ئې نشو كولى نو د ده يوه امتي؛ څنگه وكړ؟
دې ته مو پام وي چي د شركي افكارو خاوندان او په خرافاتو كي غرق كسان له داسي مواردو غلطه استفاده كوي، ځيني ئې وايي: دا كس په غيب پوهېدو، ځيني ئې وايي چي هغه (متصرف الامور) وو، گواكي همدا پر غيب د انسان د پوهېدا او په عالم كي د اولياء الله د تصرف شواهد دي!! كه څه هم په مفسرينو كي هيچا داسي غلطه او د قرآن د صريح آيتونو خلاف خبره نه ده كړې، هيچا نه دي ويلي چي دا كس (عالم الغيب) يا (متصرف الامور) وو، ځكه په قرآن پوه انسان داسي غلطه ادعاء نشي كولى. دا كمزورى تعبير چي دا كس يو انسان وو؛ دغو كړيو ته د غلطي استفادې مجال برابروي.
دا هم بايد واضح كړو چي د نور سرعت 300000 درې سوه زره كيلومتر په ثانيه كي دئ او د لمر فاصله له زمكي 148.6 مليون كيلومتره ده؛ نور دا فاصله په 8 دقيقو او نږدې 17 ثانيو كي وهي او زمكي ته رسي. فرشتې له نور پيدا شوې سرعت به ئې تر نور زيات وي نه كم، پيرى د اور له شعلې پيدا شوى؛ سرعت به ئې د حرارتي انرژي په څېر وي؛ خو روح تر نور او انرژي هم ډېره لطيفه ده؛ نو ځكه د انسان روح وكولى شو په يوه شپه كي تر سدرة المنتهى پوري ورسېږي. د رسول الله صلى الله عليه و سلم د معراج رؤيا او روحي سفر ئې واضح بېلگه ده.
پاى
