وحيد منصور

No-IMG

وحيد منصور

د وحيد منصور لیکنی

روژه او طب

طبي څيړنو ښودلې چې روژه د انسان په بدن کې د IGF1  په نامه مواد راکموي ددې موادو کميدل  بدن ته خورا زیات گټور دي ، ځکه خو ډیری نامسلمانه ډاکتران  هم خپلو ناروغانو ته د روژې توصیه کوي. په لاندې توگه د روژې طبي گټې رالنډوو : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ۱- د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي . ۲- د بې وخته او ژر زړښت مخنيوی کوي او عمر زیاتوي . ۳- د دماغ کاري وړتیا زیاتوي   او د عصبي سیستم د ښه فعالیت او بیداري سبب گرځي ....
نور ولوله

خلک د پاچاهانو په مذهب وي

د ډموکراسي او اشغال په دوران کې مې پخپلو سترگو لیدلي چې  د پوهنتون په  ماحول کې به   2 په 2  د ونو لاندې (شنه) سوي وو   دلته به  2 ( پردی لور او خور  له پردي هلک) سره ناست وو ، یابه  هلته یوه ډله مکس سره ناست  وو خنداگانې به وې ، اداگانې به وې، اکثریت  ښخینه خویندې به د ځینو کوڅه ډبو محصلینو لا څه آن چې د ځینو  ((استادانو) له ( ځورونې ) هم په امن نه وې هره یوه به لا بلا ډار سره پوهنتون ته تلله خو دا  ډار له (طالـ ـبه )   نه وو بلکه له امنیتي کسانو نیولي تر  تحصیلکرده محصل قشره   او آن له   ماسټر ، دکتور او پروفیسر صیب  ډار هم  پکې وو او ډیرې دا...
نور ولوله

نن نصرت مينه کي تر اخترونو زیاته خوشحالي په څپو وه

دا کلی ظاهره سپیره ـ ميره او د ژوند له لمړنیو آسانتیاؤ بې برخې دی دلته د شمال ،جنوب، ختیځ او لويديځ خلک داسې په وروری کې اوسيږي چې هیڅوک هم پکې د پرديتوب احساس نکوي نن د دې ټول ولس اختر وو، نن دلته تر اخترونو زیاته خوشحالي په څپو وه دا کلی ظاهرا کنډر ، کنډر دی خو په معنویاتو آباد دی هره دويمه کوڅه کې نارینه او ښځینه مدرسې دي چې د قرآن ( ځوږ) ترې را پورته کيږي ددې کلي ځوانان د هېواد په خپلواگۍ گټلو کې تر هیچا هم شاته ندي پاته شوي پدې لار کې د زندان او زولنو غیږو ته ورغلي او له اور او باروتو سره لوبیدلي. له بلې خوا د هېواد په معنوي او ټولنیزې آبادی کې هم ښه ځلیدلي او نورو ته آیډیال دي ددې ځای روزل شوي نارینه او ښځینه د هېواد په کلی...
نور ولوله

مشران دې په وړو کارونو ځان مصروفه نکړي

زه خو بیخي ددې طرفدار نه يم چې  مسؤلین دې د خپل اصلي  کار پر ځای  کله سرک جارو کوي ، کله لښتي پاکوي ، کله  موټرو ته لار خلاصوي ، کله یو څه کله بل څه ............. پدې اړه د تاریخ له پاڼو یوه کیسه درته کوم  : چرچيل دانگليسي استعمار مشهور  سياستمداراو لمړى وزير وو چې په 1965 كې مړ شوى. وايي چې يوه ورځ په لاره روان وو د بوټ بند يې خطا شو ،  كيناست او تر لږ ځنډ وروسته يې بند وتاړه،  شاوخوا كسانو هغه ملامت كړ او ورته يې وويل :  ته د انگليس تر ټولو مهم سياستمدار او متفكر مغز يي ستا د بوټ بند بايد بل چا تړلى واى او تا پدې پن...
نور ولوله

لذت

د کارگرانو په منځ کې یې خپل نوی ماډل موټر ودراوه شاوخوا ترې لسګونه کسان راتاو شول ده غږ وکړ چې: څوک چې په 100 روپي نن مزدوري کوي راځې دې ټول له ځان سره وبوږنيدل چې دا څه او څه وایی، د عادي کارګر ورځنی مزد 500 روپی دی، ټول ترې خپاره شول یوازې 5 کمزوري کسان چې په څیرو کې يې د غربت او نیستی نښې له ورایه ښکاریدې پاتې او پدې مزد راضي شول سړي کارګران موټر ته وخيژول تر څه مزل وروسته د یوې مغازې مخې ته ودرید ، له موټر راښکته او مغازې ته دننه شو ددغو 5 کسانو د کورنیو لپاره یې د یوې میاتشې خوراکي توکي واخستل او 1000 ، زر روپی یې نغدې ورسره ورکړې باروونکي یې راوغوښتل ، هغ...
نور ولوله

قاسم حليمي لږ در پېژنم

څه موده مخکې قاسم حليمي د طالبانو په اړه ډیر توند او سپک وغږید  ، ما پرې هیڅ ونه لیکل  ځکه ما ویل طالبانو  خپل ویاند لري ، هغوی پوه شه او ځواب یې . خو  دا ځل یې چې د یو رباني عالم مولوي انصاري حفظه الله په وړاندې  تر تیر ځل هم سپکه خوله وښوروله  ،  ځان یې سم فرعون وښود چې د خلکو روزي دده له جیبه ده ، نیول ، بندي کول او ځورول  دده کار دی نو مناسب مې وګڼل چې څه ناڅه یې ولس ته ور وپيژنم : د امریکايانو د راتگ لمړي کلونه وو ، قاسم حليمي مونږ سره استقلال اکاډمي کې د انگلیسي زده کړې  شاګرد  وو د هغه په عمر زمونږ اکاډمي کې 3-4 کسان وو هغه تازه زمونږ کیمپ ت...
نور ولوله

د نصرت مینې د کيمپ خاطره

سهار يې راته ویل چې مازديګر ختم لرو چې بیا راشې، عذر مې ورته وړاندې کړ، خو هغه خپل شهید زوی رامخې ته کړ ويل دهغه ملګرتیا پاللو لپاره راشه،  دې خبرې سره مې نور هیڅ دلیل ونشو ويلی مال ښه مازديګر ترلمانځه وروسته يې د کور لوري ته چې د کمپ وروستي سر کې او لدوی پرته بل د هیچا کور نشته روان شوم 15- 20    دقيقې لار مې ټوله په کنډوالو کې وه خو زه د خيال او یادونو په یوې داسې نړی کې روان وم چې د هرې کنډوالې او هرې شاړې کوڅې بیلې ، بیلې خاطرې مخې ته راتللې اوووف خدایه ! دا خو د زيبي شهید کور دی دا یو وخت د زرگونو خویندو  دقران ښوونې مدرسه وه، خو نن کنډر ده  وړاندې ځم پ...
نور ولوله

اخ استاده ! ته هم لاړې

استاد  به د اسلام ،  افغانستان  او نړی تاريخې پیښې  داسې بیانولې چې تابه فکر کاوه په صحنه کې حاضر يې ،  کله يې هم کتاب په لاس کې ونه نیو،  که به  دې داسلام تاریخ  یا نړی یا افغانستان په  اړه وپوښت نو داسې ځواب يې درکاوه چې تابه فکر کاوه دعینې صحنې شاهد دی  هغه مې تقریبا له 28-30 کلونو راهیسې پیژاند هغه د استادانو استاد وو هغه د نسلونو استاد وو په لسگونو زره شاگردانو کې به څوک هم ترې بده خاطره ونلري  هغه دې ولس ته په زرګونو ميوه لرونکي نیالګي ورزول  او نن يې ولس په ډیرو ځایونو کې د آرام او هوساینې ساه اخلي   ما کله هم داستاد  غوسه  ونه لیدله  او نه م...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک