قاسم حليمي لږ در پېژنم
څه موده مخکې قاسم حليمي د طالبانو په اړه ډیر توند او سپک وغږید ، ما پرې هیڅ ونه لیکل ځکه ما ویل طالبانو خپل ویاند لري ، هغوی پوه شه او ځواب یې .
خو
دا ځل یې چې د یو رباني عالم مولوي انصاري حفظه الله په وړاندې تر تیر ځل هم سپکه خوله وښوروله ،
ځان یې سم فرعون وښود چې د خلکو روزي دده له جیبه ده ،
نیول ، بندي کول او ځورول دده کار دی
نو مناسب مې وګڼل چې څه ناڅه یې ولس ته ور وپيژنم :
د امریکايانو د راتگ لمړي کلونه وو ،
قاسم حليمي مونږ سره استقلال اکاډمي کې د انگلیسي زده کړې شاګرد وو د هغه په عمر زمونږ اکاډمي کې 3-4 کسان وو
هغه تازه زمونږ کیمپ ته راغلی وو ، دلته یې د خسر کور وو ، خسر یې د وردګو یو دروند شخصیت او د طالبانو کلک او مخکښ غړی دی
یوه ورځ ورسره څه ورقې وې چې د توزیع په نیت یې راوړې وې
دا ورقې د امریکا ضد ج+هاد او مقاومت په اړه وې
چې د ورقې په پای کې لیکل شوي وو:
(رایات السود من جبال افغانستان) یعنې د( دافغانستان له غرونو دتورو بیرغونو ډله ) چې فکر کوم د (ال+قاعدې) مربوط به وو
زما ورسره تعارفي ناسته وشوه ،
دلته زه هغه خبرې را نقلوم کومې چې ماته دقیقې یادي دي ، هغه چې سمې مې ذهن ته نه راځي د شک پر بنیاد یې نه لیکم :
څوک یئ ، څه کار کوئ ، تحصیلات مو ؟
نوم مې محمد قاسم حليمي ،
له الازهر نه فارغ یم
او اوس تازه له بګرامه راخوشې شوی یم
ما ورته ویل :
څنګه نیول شوی وې؟
راته ویل یې :
له مانه د (اس+امه) او (ملا. عمر) په اړه پوښتنې کيدې
ما ترې وپوښتل :
نو څنګه یې داسې ژر پريښودې ؟
( حال داچې په هغه وخت کې به یې چې څوک ونیول اکثریت یې ګوانتانامو ته انتقالول او په اسانی نه خوشې کیدل )
ځواب یې راکړ :
خبره داسې وه چې زه د طالبانو حکومت کې د وزارت خارجه د تشریفاتو رئیس (که خدای مې غاړې نه بندوي) وم
یو ځل هلته د امریکایانو یو لوړ پوړی هئیت راغلی وو چې طالبانو سره يې په څه خبرو مذاکرات درلودل ما دهغه هئیت ډیر قدر وکړ
بیا چې کله زه ونیول شوم یوه ورځ په بګرام کې له هماغه د امریکايي هئیت مشر سره مخ شوم ،
ويې پیژندلم ، مسؤلینو ته یې ویل چې دا کس مو څنګه نیولی ؟
ده خو زمونږ ډیر قدر او عزت کړی ،
نو هغه کس زما د خوشې کیدو سبب شو
(خدای مې دې غاړې نه بندوي) دا یې هم لکه چې راته وویل چې هلته به ترجمانانو غلطې ژباړې کولې نو ډیری وخت به یې زه د بندیانو د خبرو ژباړلو لپاره امریکايي مستــنطقینو ورغوښتم
نو
فکر کوم حلیمي د ایمان او ضمیر پلورنې معامله آن هلته په بگرام کې کړې وه او هغوی به په همدې شرط پریښی وي چې د امريکایانو د مخالفینو دننه خدمت او فعالیت وکړي
چې دادی نن سبا
د خپلو خدماتو په بدله کې د حکومت د حل او حرمت دستگاه (حج اوارشاد وزارت) ته ورسید. چې د خلکو د نیولو ، وژلو ، شړلو ، ځورولو او ارتداد فتواوی هم ورکوي
