No-IMG

لذت

د کارگرانو په منځ کې یې خپل نوی ماډل موټر ودراوه

شاوخوا ترې لسګونه کسان راتاو شول

ده غږ وکړ چې:

څوک چې په 100 روپي نن مزدوري کوي راځې دې

ټول له ځان سره وبوږنيدل چې دا څه او څه وایی،

د عادي کارګر ورځنی مزد 500 روپی دی،

ټول ترې خپاره شول

یوازې 5 کمزوري کسان چې په څیرو کې يې د غربت او نیستی نښې له ورایه ښکاریدې

پاتې او پدې مزد راضي شول

سړي کارګران موټر ته وخيژول تر څه مزل وروسته د یوې مغازې مخې ته ودرید ،

له موټر راښکته او مغازې ته دننه شو

ددغو 5 کسانو د کورنیو لپاره یې د یوې میاتشې خوراکي توکي واخستل

او 1000 ، زر روپی یې نغدې ورسره ورکړې

باروونکي یې راوغوښتل ،

هغوی مواد بارول او ده دغه خوږ منظر ته کتل چې مزدورکارانو په څيرو کې خوښي ځلا کوله ،

هغه خوند او لذت چې ده لدې شیبو اخیسته د ژوند په هيڅ تفريح ، چکر او پارټي کې یی نه وو لیدلی،

مزردوکارانو ته یې ویل دا ستاسې د نن ورځې مزدوري ،

هغوی یې په خوشحالی رخصت کړل ،

هغوی خپل محسن نه پیژانده خو پدې ورځ هم د مزدورکارانو او هم د موټر څښتن زړونه له خوښیو په ټوپو وو .

رښتیا هم چې الله تعالی ته د ورکړې لذت په هیڅ شي کې نه موندل کيږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک