اخ استاده ! ته هم لاړې
استاد به د اسلام ، افغانستان او نړی تاريخې پیښې داسې بیانولې چې تابه فکر کاوه په صحنه کې حاضر يې ،
کله يې هم کتاب په لاس کې ونه نیو،
که به دې داسلام تاریخ یا نړی یا افغانستان په اړه وپوښت نو داسې ځواب يې درکاوه چې تابه فکر کاوه دعینې صحنې شاهد دی
هغه مې تقریبا له 28-30 کلونو راهیسې پیژاند
هغه د استادانو استاد وو
هغه د نسلونو استاد وو
په لسگونو زره شاگردانو کې به څوک هم ترې بده خاطره ونلري
هغه دې ولس ته په زرګونو ميوه لرونکي نیالګي ورزول او نن يې ولس په ډیرو ځایونو کې د آرام او هوساینې ساه اخلي
ما کله هم داستاد غوسه ونه لیدله
او نه مې ترې کله تونده یا بده خبره اوریدلې، تل به يې نری موسکا په خوله وه
د جومات او دیني حلقو پابند او ملتزم وو
هغه زمونږ مدیر او استاد پاتې شوی وو
خو
کله چې کلونه وروسته ددغه مدیریت بار زما پر اوږو کيښودل شو
په وړاندې مې د ستونزوغرونه وو ،
لاره مې اغزنه وه
خو استاد به زه په شا ټپولم او پدغو غرونو د ختلو همت به يې راکاوه،
تل به یې هڅولم ، راته ويل به يې ډیر ښه روان يې ، ډیر کار دې کړی ،
ستونزو باندې صبر وکه او مخ په وړاندې ځه
بیا استاد ښار ته کډه شو خو چې کله به هم دلته کومو مراسمو ته راغئ لدومره لويوالي سره سره به ضرور زمونږ کورته راغئ ،
چای ، مجلس به مو وکړاو په تیرو حالاتو به وغږید او دمسؤلیت د کاميابي ډاډ به يې راکړ
څو مياشتې مخکې د لیدو په نیت ښار ته ورغلم ،
اړيکې شمیره يې بنده وه،
د زامنو د کاروبار ساحې شاوخوا مې پوښتنه وکړه
خو هیچا ته يې هم معلومات نه ول
پرون مې چې فیسبوک پرانست لمړی دردوونکی خبر مې همدا تر سترگو شو ،
ومې لیده چې استاد په سپین کفن کې آرام پروت دی
هیڅ مې یقین نه راته چې ژوندی تاريخ دې ومري
هو !
زړه ته چې هر څه دا خبره ښکته کوم چې استاد محمد نعيم (کامران ) نور زموږ په منځ کې نشته زړه يې راسره نه مني
استاده ! ته خو لاړې خو شاته دې په زرګونو زړونه دردمن پريښودل ❣️
استاده ! ته (کامران ) وې رب دې په جنتونو (کامران ) کړه ،
رب دې پخپل ددین ونازوه
استاده ! رب دې د هر هغه ټکي په بدل کې څو چنده اجرونه درکړي چې تا کلونه ، کلونه د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې کارولي
استاده ! ته (معلم ) وې رب دې د بشریت د (معلم)رسول الله علیه السلام حوض کوثر او شفاعت در په برخه کړي
استاده ! ستړی روح دې په عليين کې دمه شه
او خواخوږو او کورنۍ ته دې د زړه صبر په برخه شه (آمین )
عبيد الله ساحل
دې کفن کې، چې ګورئ دا د تاریخ سیاره مکتبه وه
استاد کامران زموږ د تاریخ استاد وو. داسې استاد چې کله به یې پېښې تشریح کولې تا به فکر کاوه، چې لاس نیولی مې ګرځوي. د ده له خولې اوریدل شوی تاریخ هېڅکله له یاده نه وځي، ازموینه کې به هم زده کوونکو کتاب نه لوست او په ډاډه زړه به پارچې ته کېناستل.
ما فکر کاوه چې مرحوم استاد به یوازې د افغانستان د تاریخ ماهر وي، خو یوولسم ټولګي کې وم، چې د مشکاة شریف دوره کې مې ګډون وکړ استاد به هم درس ته کېناست. کله به چې محدث کومې تاریخي پېښې ته اشاره کوله او له استاد به یې همکاري وغوښته نو ده به هغه پېښه او صحنه په ورغوي کې راواخستله او د شیخ صیب مخې ته به یې کېښوده زه هلته پوه شوم چې استاد کامران د اسلامي تاریخ څومره ژور عالم او ماهر وو.
کاش نن مې د ده وروستی دیدن کړی وی!!
روح یې ښاد او ځای یې جنتونه
