نن نصرت مينه کي تر اخترونو زیاته خوشحالي په څپو وه
دا کلی ظاهره سپیره ـ ميره او د ژوند له لمړنیو آسانتیاؤ بې برخې دی دلته د شمال ،جنوب، ختیځ او لويديځ خلک داسې په وروری کې اوسيږي چې هیڅوک هم پکې د پرديتوب احساس نکوي
نن د دې ټول ولس اختر وو،
نن دلته تر اخترونو زیاته خوشحالي په څپو وه
دا کلی ظاهرا کنډر ، کنډر دی خو په معنویاتو آباد دی
هره دويمه کوڅه کې نارینه او ښځینه مدرسې دي چې د قرآن ( ځوږ) ترې را پورته کيږي
ددې کلي ځوانان د هېواد په خپلواگۍ گټلو کې تر هیچا هم شاته ندي پاته شوي پدې لار کې د زندان او زولنو غیږو ته ورغلي او له اور او باروتو سره لوبیدلي.
له بلې خوا د هېواد په معنوي او ټولنیزې آبادی کې هم ښه ځلیدلي او نورو ته آیډیال دي
ددې ځای روزل شوي نارینه او ښځینه د هېواد په کلیو او ښارونو کې د قرآن رڼاگانې خپروي ،
کادرونه یې په اخلاص او صداقت کې سمبول دي
اهل علم یې د نوي نسل په روزنه کې ستړیا نه پیژني که پوهنتونونه دی که مکتبونه که خصوصي دی که دولتي دوی پکې ځلانده دي
نن پر دې کلي د مهربانه خدای رحمتونه اوریدل ، نن په ټول کلی کې د قرآن د حافظانو د اکرآم او درناوي جشنونه وو
رب لایزال دې ددې مبارک کتاب برکات د دوی پر کورنیو او ټول ولس تلپاتې لري
او په اخره کې له ټولو هغه مخلصو وروڼو او خويندو څخه مننه کوو چي ددې کلي يتيمانو او بې وزلو سره په معنوي او اقتصادي اړخ کې مرسته کوي او د دوی په پرمختگ کي هڅه کوي
