روژه او طب
طبي څيړنو ښودلې چې روژه د انسان په بدن کې د IGF1 په نامه مواد راکموي ددې موادو کميدل بدن ته خورا زیات گټور دي ، ځکه خو ډیری نامسلمانه ډاکتران هم خپلو ناروغانو ته د روژې توصیه کوي.
په لاندې توگه د روژې طبي گټې رالنډوو :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي .
۲- د بې وخته او ژر زړښت مخنيوی کوي او عمر زیاتوي .
۳- د دماغ کاري وړتیا زیاتوي او د عصبي سیستم د ښه فعالیت او بیداري سبب گرځي .
۴-د کینسریا سرطان په مخنیوي او د سرطاني حجراتو په لمنځه وړلو کې رول لري.
۵- د هډوکو د دردونو او بندونو د شخي مخنيويی کوي.
۶- د انسولین هورمون په تنظیمولو سره د وينې گلوکوز برابر ساتي چې ورسره د شکر مخنيوی کوي .
۷- د لوړ فشار او د وینې د کولیسترولو په کنترول کې رول لري .
۸- د وينې د رگونو د بندیدو ، د زړه حملې او دماغې سکتې مخنیوی کوي ۹-د بدن اضافي شحمیات او وزن کموي.
۱۰-روحي فشار کموي او روانۍ آرامتیا منځ ته راوړي.
۱۱- په ځان باور او اعتماد زیاتوي.
۱۲- د growth Hormone یا د ودې هورمون کچه لوړوي چې پدې کار سره د بدني عضلاتو خصوصا دزړه دعضلاتو فعالیت تنظیموي.
۱۳-بدن خصوصا ینه یا ځیگر له زهریاتو پاکوي .
۱۴-د پښتورگو او تریخي د تیږو په درملنه کې رول لري.
۱۵-د هضمي او تنفسي سیستمونو فعالیتونه یا دندې په ښه توگه تنظیموي.
ژباړه : منصور افغان
یادونه :
د موضوع د اوږدوالي له ویرې په همدې گټو اکتفاء کوو
رسول علیه السلام چې څنگه فرمايي (روژه سپر ده) نو یو تعبیر یې دا هم کیدلی شي چې روژه د جهنم ، گناهونو تر څنگ د ناروغیو په وړاندې هم سپر ( وقایه ) ده.
او بل ځای کې رسول علیه السلام فرمايي:
صومــــوا تصحــــوا یعنې روژه ونیسئ چې صحتمند شئ
مونږ روژه دالهي حکم پر بناء نیسو او ایمان مو دی چې د رب تعالی هیڅ حکم بې حکمته ندی.
