No-IMG

مشران دې په وړو کارونو ځان مصروفه نکړي

زه خو بیخي ددې طرفدار نه يم چې  مسؤلین دې د خپل اصلي  کار پر ځای  کله سرک جارو کوي ، کله لښتي پاکوي ، کله  موټرو ته لار خلاصوي ، کله یو څه کله بل څه .............

پدې اړه د تاریخ له پاڼو یوه کیسه درته کوم  :

چرچيل دانگليسي استعمار مشهور  سياستمداراو لمړى وزير وو چې په 1965 كې مړ شوى.

وايي چې يوه ورځ په لاره روان وو د بوټ بند يې خطا شو ،

 كيناست او تر لږ ځنډ وروسته يې بند وتاړه،

 شاوخوا كسانو هغه ملامت كړ او ورته يې وويل :

 ته د انگليس تر ټولو مهم سياستمدار او متفكر مغز يي ستا د بوټ بند بايد بل چا تړلى واى

او تا پدې پنځو دقيقو كې د يو بل اسلامي ملك دمستعمره كولو لپاره سوچ او فكر كړى واى.

ته څنگه په بند تړلو وخت ضایع کوې

وګورئ چې استعمار  داسلام او مسلمانانو پرضد يوه لحظه هم ارام نه كيني او خپل ټول ژوند يې دخپلې باطلې مفكورې اوسلطې دخپراوي او داسلام د بيخ ويستنې لپاره وقف كړى نو

 مشران هم باید په وړو  ، وړو کارونو ځان مصروفه نکړي او خپل استعدادونه په لوړه سطحه په کار واچوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک