خلک د پاچاهانو په مذهب وي
د ډموکراسي او اشغال په دوران کې مې پخپلو سترگو لیدلي چې د پوهنتون په ماحول کې به 2 په 2 د ونو لاندې (شنه) سوي وو
دلته به 2 ( پردی لور او خور له پردي هلک) سره ناست وو ، یابه هلته یوه ډله مکس سره ناست وو
خنداگانې به وې ، اداگانې به وې،
اکثریت ښخینه خویندې به د ځینو کوڅه ډبو محصلینو لا څه آن چې د ځینو ((استادانو) له ( ځورونې ) هم په امن نه وې
هره یوه به لا بلا ډار سره پوهنتون ته تلله
خو
دا ډار له (طالـ ـبه ) نه وو بلکه له امنیتي کسانو نیولي تر تحصیلکرده محصل قشره او آن له ماسټر ، دکتور او پروفیسر صیب ډار هم پکې وو
او ډیرې داسې خویندې وې چې پدې دوران کې یې د ژوند تر ټولو قیمتي سرمايه (عفت) هم پکې بایلود
په همدې خاطر ډیرو کورنیو خپلې خويندې او لوڼې له تحصیل نه په کور کینولې وې
دا انځور هیله بښونکی دی ،
د رب شکر ویستل پکار دي چې حالاتو داسې تغیر خوړلی چې یوه خورکۍ د پوهنتون ماحول کې په ډاډ او اطمینان د رب سره راز او نیاز کوي او د چا د (ځور) ډار ور سره نشته
رب دې هغه ورځ هم راولي چې حالات داسې برابر شوي وي چې ددې وطن هره لور او خور د هېواد په هر کلي او هر ښار کې د مکتب او پوهنتون په لوري په لا ډاډ او اطمینان سره آزادانه تگ راتگ وکړئ شي
وماذلک علی الله بعزیز!
