No-IMG

ایا ۲۵ دسمبر د عیسی علیه السلام د پیدائښت ورځ ده؟؟

اول،  خپله نصاری دوه کرسمیسه لمانځي، او ترمنځ یې اختلاف موجود دی ځکه د غرب نصاری یې ۲۵ دسمبر او د شرق یې بیا جنوري کې لمانځي .

دویم دا چې د عیسی علیه السلام د پیدائشت ورځ د هغه د اسمان ته پورته کولو نه ۳۴۰ کاله وروسته له ډیرو بحثونو او مناظرو وټاکل شوه.

مشهور نصرانی عالم بارنز وایي،

د لوقا د انجیل په بنیاد عیسی علیه السلام په اوړي کې پیدا شوی نه په ژمي کې او هیڅ دلیل نشته چې ۲۵ دسمبر دې د هغه دمیلاد ورځ وي.

د انجیل یو له مشهور مفسرینو ډاکټر بیګ وایي:

" اصلا د عیسی علیه السلام پیدائښت دسمبر کې نه ؤ شوی او نه هم دا څوک په اثبات رسولی شي چې هغه دې په دسمبر کې پسدا شوی وي، د کرسمیس ورځ ډیر وروسته په غرب کې رواج وموند.

د انجیل په قاموس کې راځي،  چې مریم علیها السلام د خرما د ونې لاندې ناسته وه نو د خرما ونې عموما په اوړي یا ګرمیو ګې خرما نیسي، نو د هغه په ژمي کې د پیدا کیدلو خبر دروغ او غلط دی

دا چې دوی ولې ۲۵ دسمبر دا ورځ لمانځي دا بيل خو اوږد بحث دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک