No-IMG

څه پيښيدونکي دي؟

روان ګونګ سياسي حالت له ځان سره ډېر څه لري، څوک څه او څوک څه وايي ډېرې اميد لري چې کيسه حل او وطن په جوړيدو دی، بعضې نور بيا خپل تحليل کوي او بعضی ملاحظات لري.

بعضی فکر کوي چې امريکا ووتله ستونزه حل شوه، موږ چې وړوکي ؤ موږ هم همدا فکر کوه چې روس ووت ستونزه حل شوه خو هغه بوينونه مو وليدل چې دا نن یې هم پايله وينو.

امريکا نن دی که سبا ده اوځي، زما په دې ايمان ؤ او دی، خو ايا يواځې د امريکا وتل ستونزه حلوي ؟

طالب په يواځې ځان له ۴۲ هيوادنو سره وجنګید چې د پخوا په پر تله اوس يو نړيوال نطامي او سياسي ځواک دی خو دا هم بايد هیره نکړو چې جميعت هم هماغه د ۹۶ کال جميعت ندی، همداسې اوزبک او هزاره هم در واخله.

جميعت په دې ۲۰ کاله حکومت کړی دا بيله خبره ده چې د چا په مرسته یې کړی څه فکر کوئ چې انکلستان، فرانسه، روسيه، او نور هيوادنو کې به دوی نفوذ ونلري. ايا دوی سره د هغوی اړيکه نشته ؟

څه فکر کوئ د امريکا وتلو سره به دلته د نورور هيوادونو لاس وهني ودريږي ؟

که څوک دا فکر کوي چې د نورور هيوادونو لاس وهنه نور اغيز نلري داسې خلک د نړيوال سياست څخه يا نا خبره دي پيدا پرې سترګي پټوي ؟

غرب هيڅ وخت يو اسلامي نظام نه غواړي هغوی ته ډموکراسي او سيکولريزم او تر دې مهمه خپلې ګټي دي او دا خلک تر نورو ښه هغوی ته کټه رسولی شي.

د غرب سره مقابله په قوي اقتصاد شونې ده چې متاسفانه موږ تر اوسه د نورو په پيسو چليږو.

دا اصول دي څوک کې چاته قرض ورکوي هغه که هيوادونه وي او که نړيوال يا اسيايي يا نور بانکونه خپل اصول، شرايط او ضوابط لري او په هغه قرض ورکوي.

يو هيواد چې يواځې د استاد يا پوليسو د چلولو بوديجه ونلري هغه څنکه کولی شي د غرب نه په خپل سرۍ خپل نطام وچلوي ؟

تاسو څه وايې چې امريکا لاړه جميعت او نور به داسې په ارام طالب ته سر ښکته کړي؟

هغوی چې سپاره راغلي ول بيرته به پرې سپيريږي خو دا ددې معنی نه ورکوي چې ټول افغانستان به ورته داسې په پټه خوله سپاري، يواځې که کابل واخلو دلته جميعت حاکم او نفوس یې تر ټولو ډېر دی، مهم ځايونه د همدوی سره دي.

که خبر سور ونه نيسي او د طالب او دوی ترمنځ په بعضو شيانو توافق ونشي ته وا کابل کې به مزاحمت ونشي؟

همداسې بلخ، هرات، بدخشان، او نور هغه ولايتونه چې د دوی اکثريت دی پکې ؟

پنجشير طالبانو هغه وخت ونشو نيولی چې په ټول افغانستان حاکم ول اوس خو بيخي سوال نه پيدا کيږي، که نيسي یې هم د ډېر سخت مزاحمت نه وروسته.

خبره يواځې د امريکا د وتلو نده، که څه هم د امريکا وتل اړين او اولویت لري خو هغه څه چې د امريکا له وتلو وروسته پيښيږي هغه هم دومره عادي او سر سري نه دي ؟ ايا ددې په اړه فکر شوی يا شته ؟

البته دلته يوه يادونه اړينه ده چې يو د حکومت او نطام خبره ده بله د جميعت او ګوندونو خبره ده چې هر یې ځانته يو حکومت او نظام دی.

اوس چې د کابل کوم امنيتي وضعيت دی، له دې به ډېر ښه وي خو هغه مسايل چې بايد جدي ورته فکر وشي هغه ډېر اوږده او د فکر وړ دي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک