No-IMG

که ډموکراسي د حل لاره وای!

که ډموکراسي  حل لاره وای او امنیت بکې خوندي کیدای دا سږکال به په بریتانیا کې د غلا ۶۸۹۶۸ دوسیې نه ثبتیدې .

که ډموکراسي د حل لاره وه سږ کال به د بریتانیا په کوڅو کې په چاقوانو د وهولو ۳۷۴۴۳ واقعې نه ثبتیدې.

که ډموکراسۍ کې ښځې خوندی وای سږکال به یواځې په امریکا کې د زنا بالجبر ۱۳۸۰۴۵ واقعې نه ثبتیدې.

که ډموکراسۍ کې د امنیت حل وای د دې کال تر ستمبر به په بریتانیا کې د توپک یا تمانچې په زور د غلا ۶۶۹۴ واقعې نه ثبتیدې.

او که ډموکراسي د حل لاره وای یواځې په ۲۰۱۸ کې به په بریتانیا کې د ۵.۳ ملیونه جرمونه کیدل نه ثبتیدل.

بیا هم که په ډموکراسۍ امنیت راتلای امریکا کې به د هر مکتب او لیسې په لکونو شاګردانو د ځانونو سره وسلې نه کرځولې؟

که ډموکراسۍ د حل لاره وای نو په هره هفته به د امریکا په یوه نه یو مکتب کې محصلینو ډزې نه کولي او محصلین به یې نه وژل.

که په ډموکراسۍ د امنیت حل وای یواځې په ۲۰۱۷ کې به په امریکا کې  ۱۷۲۸۴ قتلونه نه کیدل

که په ډموکراسۍ امنیت راتلای نو د اروپا او امریکا دکاونونو ته به مسلح خلک نه ور ننوتل او چور کول به یې نه؟

که په ډموکراسۍ امنیت راتلای په اروپا او امریکا کې به خلک په نیمه شپه نه ویریردل.

که په ډموکراسي کې د ښځو عفتونه خوندي وای نو د امریکا په هر پنځو ښځو کې به په یوې جنسي تیری نه کیده؟

که په ډموکراسۍ کې د ښځو عفتونه خوندي وای نو د اروپا مخکښ هیوادونو بریتانیا،  فرانسې،  سویډن او نورو په هرو ۷ ښځو کې به یوه ښځه باندې جنسی تیری نه کیده.

که په ډموکراسي کې د ښځو حقوق خوندي وای اروپا ته هر کال ۷۰۰۰۰ ښځې د جنسي تسکین لپاره نه چاقاق کیدلې.

که په ډموکراسۍ کې ماشومان او ښځې خوندي وای نو هر کال به امریکا ته تر ۵۰۰۰۰ ښځې او وړې انجونې نه قاچاق کیدلی؟

که په ډموکراسۍ کې د ښځو د مساوات خبره رښتیا وای  نو د نړۍ مخکښې اروپا کې به د ښځو تنخواه د سړیو نه دوه چنده کمه نه وای.

که په ډموکراسۍ کې د ښځو مساوات کیدای نو د نړۍ مخکښه او زوروره امریکا کې به ښځې د سړیو نه دوه چنده په لاندې درجه کې نه وای.

که بیا هم په ډموکراسۍ کیدای نو یو تور پوستي به تر اوسه په علمي،  سائنسي او ادب کې د نوبل جائزه اخیستې وای.

نو د افغانستان غوندې په لیوانو،  زور واکو،  غاصبینو، او هم له دین او هم  ډموکراسۍ ته د نا ژمنو کسانو منځ  کې دا راګیر هیواد به څه ډموکراسي پلی یا به یې عملي کړي .

** یادونه: دلته مې د سر سري مثال په خاطر یواځې په بریتانیا او امریکا کې د کیدونکو غلاؤ،  قتل،  جنسي تیري،  او نورو جرمونو دمره څه را نقل کړي لکه د سیند په اوبو کې چې ستن ډوبه شي او بیا یې را وباسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک