د شعرة معاوية سياست
په عربي ادب کې د معاويه رضي الله عنه د شعرة معاويه دا اصطلاح ډېره مشهوره ده، همدا اصطلاح په سياسي ميدان او ټولنيزو برخو کې کارول کيږي او ويل کيږي تر ټولو مجبوره نخسه ده.
وای کوم کس له معاويه رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه چې تا د دغه فتنو او بغاوت په ګرم ميدان کې څنګه وکولی شول چې شام غوندې ځای ارام وساتې؟
معاويه رضي الله عنه ورته وويل، چيرته چې د ژبې ضرورت ؤ هلته مې لښته استعمال نکړه او چيرې چې د تورې حاجت ؤ هلته مې بيا د لښتې له استعماله ځان وساته، زما له خلکو سره اړيکه لکه د ويښته داسې وه چې هغوی به کلکه او کش کړ ما به لږ ور پريښود خو چې هغوی به پريښود ما به کلک ونيوه خو ويښته مې شکيدلو او غورځيدلو ته نه پريښوده .
کامياب او هوښيار سياست مدار او مشر بايد د معاويه رضي الله عنه د ويښته نه سبق واخلي او د خلکو سره هغسې اعمال ونکړي چې دده زړه او خوښه وي بلکې د خلکو سره هغسې اعمال وکړي چې په هغې کې حکمت او بصيرت وي .
د خپلو ګټو په ځای بايد د خلکو ګټې وسنچول شي او کوښښ وکړل شي چې په يوه نه يوه طريقه د خلکو زړونه وګټي ځکه وايي د يو چا زړه ګټل عينا هغه اخستل دي او کله چې څوک يو وار واخستل شي هغه بيا ټول عمر د هغه وي .
