No-IMG

تير کال کې مې يو شی زده کړ

( اند او اند ۳ پوسټ )

که د ساينس او ټکنالوژۍ په دې مصروفه او له شوره ډکه نړۍ کې يو کس ستا غږ ته انتظار وي او غواړي ستا سره وغږيږې، غږ دې واوري زړه درته تش کړئ يا هيله لرې چې کيسې ورته وکړې او غوږ درته کيږدي :

نو؛ياد لره! هيڅ وخت د دغسې انسان خبر مه غورځوه د احساساتو قدر يې وکړه .

ځکه نړۍ دومره حد ته پرمختګ کړی او بدله شوې يا مصروفه شوې ده چې پلار له زوی، مور له لور، ورور له ورور، کاکا له وراره، ماما له خوريې او تره زوی له تر زويه نا خبره په خپل ژوند او د ښه راتلونکې لپاره په پرله پسې دومره په هلو ځلو کې ده کې يو بل يې هير کړي يا وخت نلري چې د يو بل سره کينې کيسې وکړي او وغږيږي .

کوښښ وکړه د داسې خلکو چې ستا سره د ناستې ارمان لري يا دې د خبرو ليواله دي هغوی ته وخت ورکړي ځکه وخت او حالاتو، ساينس او ټکنالوژي د انسان د فطرت ډير څه له ځان سره بدغوني کړي او انسان په فطرت کې يو مهم شی ټولنيز کيدل دي او په ټولنيز کيدلو کې يوه تر ټولو مثبته بيا دا دی چې انسان د خپل هم فکره يا زړه ته د نزدې يو کس سره کيسې وکړي .

کيدای شي ته خبر یې، يا دې دا هيره کړې وي او يا هم دومره وخت نلري خو :

ديو چا سره خبرې کول.

د يو چا خبر اوريدل

يو چا ته کيسې کول

يو چاته زړه سپړل

يو چاته شکایت کول

يو چاته ژړل

او يو چاته خندل

د يو چا په څنګل سر کيښودل

د يو چا په غيږ کې ويده کيدل

يا هم د يو چا...

او يا هم .....

او داسې نور ډير شيان شته چې هغه شيان انساني فطرت کې خړوب شوي دي او دغه شيان ورځ تر بلې کميږي او دغه کمی هيڅ وخت د ساينس او ټکنالوژي دور نشي پوره کولی که څه هم ساينس دومره حد ته پرمختګ کړی چې روبات يې جوړ کړی خو انسان بيا هم انسان دی او فطرت بيا هم فطرت ساينس هيڅ وخت د فطرت ځای نشي نيولی  .

راځه ! هوډ وکړو چې د دې مصروفه ژوند کې يو څو دقيقې آغه خلکو ته ورکړو چې زموږ د غږ په انتطار دي يا زموږ د ناستې هيله لري .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک