No-IMG

د استاد تر وهلو وروسته د ليوني په نوم مشهور شوم

ما وليکل لوستل يې په تاسو

ليوني ته مې کړل،

مال سبق دې ويلی ؟

لیونی، هو

زه، تر څوېم صنف پورې ؟

لیونی، دومره مې ويلی چې په ښه او بد پوهيږم.

زه، خا د مکتب يوه خاطره راته ووايه.

لیونی، يو وار استاد درس په تخته ولکيه او موږ ته یې په کتابچو کې د ليکلو وويل.

زه، ښا نو بيا ؟

لیونی، ما ونه ليکه .

استاد راته وويل ولې، درس نه ليکې ؟

ما استاد ته وويل، استاد! زه په دې درس چې تا راکړ قانع او مطمئن نه يم ؟

استاد راته وويل، هغه څنګه؟

ما ورته وويل، استاده! کتاب او ته چې څه وايې هغه له حقيقته لري دي .

استاد وويل، هغه څنګه ؟

ما ورته وويل، استاد! کتاب کې راغلي، زموږ هيواد يو مالدار او غني هيواد دی خو زه او زما غوندې په زرګونو لا هم په خيمو کې ژوند کوو.

کتاب وايي، زما هيواد دومره معدنونه لري چې د ټولې نړۍ په سرخيلانو کې راځي، خو استاد، زما کتاب، قلم، کتابچې او بکسه ټول د ملل متحد او عربي هيوادونو په خيرات اخستل شوي .

کتاب وايي، زموږ په هيواد کې د ګاز او تيل څاه ګاني دي، خو يقين وکړه استاد زه او زما په رنګ نور مليونونه خلک د خوراک پخولو لپاره ګاز او تيل څه چې لرګي هم نلرو، زما مور په پلاستيک او ټایرونو ډوډوۍ پخوي .

کتاب وايي، زموږ هيواد د خير خوشبختۍ هيواد دی خو ما تر اوسه نه خير وليد نه خوشبختي بلکې خير او خوشبخي چې ما ويني راڅخه تښتي.

استاد! کتاب وايي، زما هيواد د زمرو، تمدن او تاريخ هيواد دی خو زما په فکر دا سوال ګرځي چې زما هيواد ولې لا هم په زانګو کې زانګي او دا ولې قدم نه وهي او منډه نه اخلي .

استاد! کتاب وايي، زما د هيواډ بچي ټول يو رنګ حقوق لري، خو استاد ماته نه دې هيواد او نه د هيواد وګړو لکه د نورو حق راکړی .

کتاب وايي هيڅوک له قانون پورته ندي، خو دروغ وايي ځکه قانون يواځې کمزوري ته جوړ دی، چارواکي، زورواکي او تجاران ترې مستثنی دي .

کتاب وايي، زموږ هيواد دومره اوبه لري چې د تيلو په بيه خرڅيږی خو استاد زه لا هم د څکلو اوبه نلرم .

استاد! زه نغواړم په دروغو ځان ډاډه کړم او نه غواړم په دې شيانو د خپل قلم رنګ مصرف کړم ځکه یې نه ليکم .

او داسې استاد يو څو څپيړې کلک کلک و وهلم او له هماغې ورځې په خلکو د ليوني په نوم مشهور شوم

د ليونيانو_نړۍ کتاب څخه «زما ناچاپ اثر »

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک