د ښځو حقوق او د غوا قولبه
يو سپين ږيري په پټي کې په غوا باندې قولبه کوله او د پټي څنګ ته یې غويه د ونې سيوري لاندې تړلی ؤ .
يو کليوال په لاره تيريده هغه ورته وويل، مشره دا ولې؟ غوا باندې قولبه کوې او غويه دې سيوري ته تړلی ؟
سپين ږيري ورته وويل، دا اغلې او محترمه له ښار څخه راغلې، کله چې راتله د خپلو مهذبو، تعليم يافته او روښن فکره نورو غواګانو ملګرو سره يې وليدل هغوی ټولو په ګډه مشوره ورکړه او نصيحت یې ورته وکړ چې،
جورره ! په کليو کې ښځو ته حقوق د نشت برابر دي، ته بايد په اوله ورځ خپل څښتن څخه خپل حق وغواړې.
دې غوا له ما د خپل حق غوښتنه وکړه او راته یې وویل زه د غويي غوندې برابر حقوق غواړم.
ما ورته وويل هغه غريب شپه او ورځ قولبه کې مصروف وي،
خو غوا ويل زه ټوله ورځ کور کې نشم کيناستلی څه چې هغه کوي هماغسې حقوق به زما هم وي، زه له هغه کمه او کمزورې نه يم.
نو زه هم مجبوره شوم قولبې ته مې راوسته وخته مې ورته وويل مال قولبه زر خلاصه کړه چې د شيدو د لوشلو وخت دې دی اوس یې تندی تروش او تريو نيولی
