مشتاق رحيم
د مشتاق رحيم لیکنی
د سنګاپور د پرمختګ او پراختيا کيسه
د سنګاپور افسانوي مشر حقوقوپوه لي کوان يو خاطرات لولم. لومړۍ برخه يې د سنګاپور له ماليزيا څخه د بيلتون بحث کوي چيرته چې ماليزيايانو سنګاپور له دغه هيواد څخه وشړلو. د ليکوال په خبره، "خلکو ته ازادي ورکول کیږي، بعضې يې اخلي خو پر مونږ را وتپل شوه". کتاب د ليکوال د ژوند ډيرې لوړې ژورې وړاندې کوي خو يوه خبره يې جالبه ده چې لنډيز يې په لاندې ډول دی:
مونږ د انګريزانو مستعمره وو. ددويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې جاپانيانو زمونږ بادار انګريز ته ماتې ورکړه او زمونږ سيمه يې را لاندې کړه. تر نوي استعمار لاندې راباندې داسې حال راغی چې په تير مو شکر ايسته. وايي انګريز عسکر چې به جوپه جوپه جاپانيانو په ډير بد حالت کې بند خونو ته وړل نو د سنګاپور عام ولس به انګريز بندي عسکرو ته په پټه اوبه او خواړه ورکول....
نور ولوله
د سولې په فرصتونو بحث وکړئ
له څو ورځو راهیسې د افغانستان د بدمرغه شخړې په اړه په ټولنیزو رسنیو کمپاین خورا کامیابۍ سره روان دی. د دغه کمپاین په اړه یو شمیر ملګرو غبرګون ښودلی چې ګوندې افغان غمیزه د ټولنیزو رسنیو په کمپاینونو نه شي حل کیدی.
دې کې شک نشته چې زمونږ د روانې بدمرغۍ لاملونه خورا ډیر او ریښې يې دومره ژورې دي چې څو اړخیزو منډوترړو ته اړتیا لري. خو د دغه څو اړخیزو چارو یو اړخ ټولنیز انسجام، د شخړې د حل په اړه د واحد دریځ پیدا کول او بیا د دغه انسجام په مرسته د واحد دریځ دپاره کار کول دي او دغه روان کمپاین تر یو بریده دغه کار کړی. که دا روان کمپاین وګورو نو خورا ډیر مخالف/متقابل جهتونه په یو غږ او په یو ډول شعارونو د جګړې ضد پیغامونه خپروي. دا په خبل وجود کې خورا ښه پرمختګ دی او د دغه ډول د غږ یو والی کولی ش...
نور ولوله
د مهارتونو لوړولو لارې چارې
د مخکيني لیکنې په لړ کې یو شمیر ملګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره عملي لارښونې غوښتې وې. مخکې له دې چې مشخصې لارښونې درته ولیکم، یوه عمومي لارښونه دا ده چې د مهارتونو لوړول دوامداره تمرین، ریاضت او هلو ځلو ته اړتیا لري. دا د یو وار چاره نه ده بلکې یو روان بهیر دی.
زما د شخصي تجربې په رڼا کې لاندې کارونه کولی شي چې د مهارتونو د لوړولو په برخه کې درسره مرسته وکړي:
کلک مهارتونه:
د کلکو مهارتونو د پیاوړي کولو په موخه خو طبعاً باید رسمي زدکړې وکړو. پوهنتون، تعلیمي مرکزونو کې زدکړې او ځانګړي تعلیمي پروګرامونه تعقیبول د کلکو مهارتونو د پیدا کولو لومړی ادرس دی. خو پوهنتون یا تعلیمي مرکز کې زدکړې کفایت نه کوي چې تاسې څخه یو پیاوړی مسلکي شخصیت جوړ کړي. بناً، د رسمي زدکړو تر...
نور ولوله
په کاري ژوند کې د بریا اړین مهارتونه
پوهان وايي چې په عملي/مسلکي ژوند کې د بري دپاره مهارتونه په دوو برخو - نرم (Soft Skills) او کلک (Hard Skills) - ویشل کیږي او یو د بل بشپړونکی دی. که دغه بشپړونه وي نو بیا په ژوند کې د بریالي کیدو چانس خورا ډیر دی.
کلک مهارتونه:
کلک مهارتونه چې مسلکي مهارتونه هم ورته ویل کیږي په خپل مسلک کې تخنیکي پوهې ته وايي. د بیلګې په ډول که یو څوک حقوق پوه دی نو د قوانینو په اړه پوره پوه وي او معلومات ولري، که یو څوک مستري دی هغه د موټرو د ترمیم د خپلې برخې کار کې ماهر وي. مسلکي مهارت چې څومره ډیر وي، همدومره یو شخصي له مسلکي اړخه اعتبار ګټي او دغه اعتبار په مسلکي ژوند کې د بري لومړی ګام دی.
نرم مهارتونه:
...
نور ولوله
شخصي نظم/ډسپلین (Self Discipline)
(د مهارتونو د لوړولو په دوام)
مهارتونه، وړتیاوې، مسلکي شخصیت پیاوړي کول او دې ورته مسایلو باندې لوست او اوریدل سخت خوند کوي. د لوست/اوریدو پر مهال سړی فکر کوي چې بس له سبا به زما د ژوند کیسه بدله وي. خو چې لیکنه/وینا خلاصه شي نو له لومړیو څو ساعتونو وروسته بیا هغه په ګرمه کې سړی دا هیر کړي چې ما یو څه اوریدلي وو چې که عملي یې کړم نو ډیرې ورانې کیسې به جوړې شي.
زه په دې موضوع ملګرو او ځوانانو ته د خبرو کولو شوقي یم نو د مقابل لوري د برخورد خورا ډیره تجربه لرم. مونږ ټول غواړو چې د احمد او محمود په شان خپل مسلک کې ستر شخصیتونه شو، د مهارتونو نوملړ چې لولو نو هر هغه مهارت چې یاد شوی وي ترلاسه کولو هوډ کوو، یوازینی شی چې نه کوو، ه...
نور ولوله
په مسایلو بحث
يوې خبرې ته مې پام شوی، حتما تاسې هم ورته متوجه ياست. زمونږ بحثونه ډيری وخت پايلې ته نه رسيږي بلکې څومره چې بحث کوو پسې غځيږي او غځيږي او هممهاله ورسره ګرميږي هم. دليل يې څه دی؟ ما چې يوه خبره پيدا کړې هغه دا ده چې مونږ په خپلو بحثونو کې د بحث احاطه او چوکاټ نه ټاکو او يا يې نه مراعتوو. بحث په يوه نکته يا د يوې سترې موضوع په يو اړخ پيل کړو او بيا د بحث په اوږدو کې محدوده پسې پراخوو، پراخوو او پراخوو. په دې منځ کې نکته ورکه شي او بحث دومره پراخه او پراګنده شي چې په پای کې له ډيرې مجبورۍ وايو چې ځه الله دې هغه وکړي چې پکې د ټولو خير وي!!!!!
د بحث دپاره د موضوع محدوده ټاکل او د هغې مراعتول د بحث د مدیریت اساسي اړخ دی. که نه هميش به پايلې پسې ورک يو سره.
زما ...
نور ولوله
د پرمختګ مرحلې
خپله ارزونه وکړئ او وګورئ چې کومه حلقه کې ياست. ځان له وړې سترې حلقې ته ور اچول انسان د پرمختګ لوړو پړاونو ته رسوي. د هغو دپاره چې په انګريزي نه پوهيږي لنډه ژباړه.
خړه حلقه: آرام ځای/له تکليف په امان ځای
دلته ميشته خلکو باندې سهار راځي، ماښام راځي او وخت ورڅخه ځغلي. دا خلک ژمی په پيتاوي کې او اوړی سيوري ته تيروي.
توره حلقه: د ويرې ځای
دې حلقې کې پراته خلک په تخيل کې لوړې ماڼۍ جوړوي، د پرمختګ ارمان لري خو عمل يې صفر وي. په ځان باوري نه لري، دا خلک به څه وايي تل زمزمه وي، او خپلې هر ناکامۍ دپاره ورسره د دلايلو او بهانو انبارونه وي.
د زدکړې حلقه: ددې حلقې ميشته هر وخت هلې ځلې کوي، نوي مهارتونه زده ک...
نور ولوله
د هند د پخواني ولسمشر ښاغلي عبدالكلام لیکنه
ډاکټر عبد الکلام
ژباړه: مشتاق رحيم
ولې رسنۍ دلته دومره منفي دي؟ولې مونږ په هند كې په خپلو لاسته راوړنو شرميږو؟ مونږ يو لوی ملت يو. مونږ د بريالتوبونو ډيرې حيرانونكې کیسې لرو خو هيڅ كله هغه نه یادوو. ولې؟ مونږ د نړۍ په كچه د شيدو په توليد كې لومړی مقام لرو. مونږ د لرې څخه د سیټلایټ د حس کولو په برخه کې نړۍ کې په لومړي مقام کې یو. مونږ د نړۍ په كچه د غنمو په توليد كې دويم مقام لرو. مونږ د نړۍ په كچه د وريژو په توليد كې دويم مقام لرو.
ډاكټر سردرشن ته وګورئ. هغه یو قبایلي کلی په ځان بسیا او په خپلو پښو ولاړ واحد بدل کړ. زه يو وارې په تل ابيب كې وم او يوه اسرايلي ورځپاڼه مې لوستله. دا په سیمه کې د ډيرو بريدونو، بمباريو او...
نور ولوله
د راشد خان ایوارډ – میکانیزم
لومړی خو دې ټول ملت ته دغه ستره لاسته راوړنه مبارک وي. د راشد ایوارډ نړۍ ته دا ستر پیغام لیږدوي چې که افغان وطن لږه موده هم نسبي امن کې پاتې شي نو دا وطن د شهکارونو ټاټوبی دی. همدا راز، دا ایوارډ کور دننه مونږ ټولو ته دا انګیزه لري چې کار او زیار، د هیواد او ولس خدمت سړي ته نیک نوم او درنښت ګټي.
پوهیږم چې د تیر نړیوال جام له کبله ټول له راشد او نبي ګیلې لرو، د اضغر شخصي اغراض پالل مو کړوي، خفه کوي او د کرکټ په زیان تمامیږي خو دا ټولې کیسې کور دننه دي. کور دننه به خپلو کې ناندرۍ کوو، خو دا په دې مانا نه ده چې خپل ستر ویاړونه د خپل منځي ګیلو او کیسو قرباني کړو. راشد د دې وطن ویاړ دی، ویاړ یې راوړی او مونږ پرې ویاړو.
ټویټر کې یو ملګري د ایوارډونو د ویش په ا...
نور ولوله
د مصالحې ملي شورا کې بايد څوک وي؟
د سولې دپاره د مصالحې نوې اعلان شوې ملي شورا باندې لویه نیوکه دا ده چې ګواکې د افغانستان د هر سیاسي او ټولنیز خیر او شر څخه ګټه اخیستونکي پکې راټول دي.
نو په دې شورا کې باید څوک وي؟
د دا ډول جوړښتونو جوړولو په وخت کې هر مهال حکومتونه، که د کرزی صیب وو که اوسنی ولسمشر، همدې سترې معضلې (Dillema) سره لاس او ګریوان وي. که د سیاسي معاملو معلومدار لوبغاړي دغه ډول جوړښتونو ته راځي نو طبعي نیوکه دا ده چې معامله ګران یوازې معاملې کولی شي، او هغه هم یوازې د شخصي ګټو په محور کې، سوله معامله نه ده نو بناً دا خلک د دغه بهیر د مشرۍ جوګه نه دي. بله خوا که همدا خلک له پامه غورځول کیږي نو دوي دومره پیاوړي دي چې کولی شي هر مهال د بري په لور روان بهیر ګډوډ کړي. دوي کولی شي ...
نور ولوله
