No-IMG

د مصالحې ملي شورا کې بايد څوک وي؟

د سولې دپاره د مصالحې نوې اعلان شوې ملي شورا باندې لویه نیوکه دا ده چې ګواکې د افغانستان د هر سیاسي او ټولنیز خیر او شر څخه ګټه اخیستونکي پکې راټول دي.

نو په دې شورا کې باید څوک وي؟

د دا ډول جوړښتونو جوړولو په وخت کې هر مهال حکومتونه، که د کرزی صیب وو که اوسنی ولسمشر، همدې سترې معضلې (Dillema) سره لاس او ګریوان وي. که د سیاسي معاملو معلومدار لوبغاړي دغه ډول جوړښتونو ته راځي نو طبعي نیوکه دا ده چې معامله ګران یوازې معاملې کولی شي، او هغه هم یوازې د شخصي ګټو په محور کې، سوله معامله نه ده نو بناً دا خلک د دغه بهیر د مشرۍ جوګه نه دي. بله خوا که همدا خلک له پامه غورځول کیږي نو دوي دومره پیاوړي دي چې کولی شي هر مهال د بري په لور روان بهیر ګډوډ کړي. دوي کولی شي په یو نوم او بل نوم د تخریبکار عنصر (spoiler) رول ولوبوي. په داسې حال کې بیا تر ټولو غوره لار همدا ده چې دغه خلک د روان بهیر برخه وال په توګه مطرح کړی شي ترڅو مسولیت ور له غاړې شي.

خو دا تګلاره بیا بله ستونزه زیږوي!

د دغه غیر متجانس او په ځان متمرکزه ډلې په يو ټغر را ټولول ګران کار وي. د دغه ډلې ترمنځ اجماع را منځ ته کول همدومره ګران کار دی، لکه د طالب سره سوله کول. که وګورو نو د مصالحې د شورا د اعلان لا څلورویشت ساعته پوره نه دي چې یو شمیر نامتو غړي یې غبرګونونه څرګندوي!

خو په ټوله کې، د دوه تګلارو څخه د یو ټاکلو په لړ کې حکومت ته د ورپیښې معما په ځواب کې زه د اوسني روش ملاتړی یم او فکر کوم د تیرو دوه لسیزو لوبغاړو ټاکل د مجبوریت په حالت کې ښايي سم کار وي. هو، دغه ډله اوس جدي مدیریت او انسجام ته اړتیا لري، اجماع ته رسول غواړي.

پاتې شوه د ولس خبره او د ولس د استازولۍ بحث؛ ما او تاته کله چا غوږ ایښی چې اوس به درته پام وکړي. مونږ خو نه په جنګ کې مطرح وو، او نه باید په سوله کې د برخه وال کیدو ارزو ولرو. مونږ یوازې قرباني کیدی شو، او قرباني یوو، هغه که د جګړې وي او که د سولې!

په جوړښت کې زما په اند کرزی، حکمتیار، سیاف او شاید هم خلیلي باید د ولسمشر د راز او نیاز په حلقه کې وای (یو بل د لویې کچې جوړښت)، نه د عمومي ډلګۍ غړي. که یې پروټوکول ګڼئ، که د دوي سیاسي تنې ته ځانګړي اهمیت قایلیدل او که کوم بل څه خو د وخت اړتیا همدا ده. ولسمشر کرزی د خپلې پخوانۍ دندې له کبله او استاد سیاف په تیره یوه نیمه لسیزه کې د خپل سیاسي کردار له پاره په سیاسي روحانیونو بدل شوي، دا دوه نور چې ما یاد کړي هم ځان همداسې ګڼي؛ باید د همدې حیثیت په رڼا کې ورسره راکړه ورکړه وشي که نه دوي ملاتړ او ملګرتیا نه کوي چې په ټوله کې یې د سولې بهیر ته په زیان بولم.  

کرزي له اوسني جوړښت ځان وویست، زما په باور چې حکمتیار به هم ترې ځان ډډې ته کوي، خلیلي خو د عاشورا په مراسمو کې خپلې څرګندونې درلودې او استاد سیاف به غلی پاتې کيږي. سره له دې چې د دوي راټولول د ولسمشر د شخصیت او برخورد ته په کتو لږ ګران کار بریښي خو دا خلک باید د سولې په بهیر کې د ځان سره ولرو! دا اړتیا ده، مجبوریت دی.......

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک