No-IMG

د سنګاپور د پرمختګ او پراختيا کيسه

د سنګاپور افسانوي مشر حقوقوپوه لي کوان يو خاطرات لولم. لومړۍ برخه يې د سنګاپور له ماليزيا څخه د بيلتون بحث کوي چيرته چې ماليزيايانو سنګاپور له دغه هيواد څخه وشړلو. د ليکوال په خبره، "خلکو ته ازادي ورکول کیږي، بعضې يې اخلي خو پر مونږ را وتپل شوه". کتاب د ليکوال د ژوند ډيرې لوړې ژورې وړاندې کوي خو يوه خبره  يې جالبه ده چې لنډيز يې په لاندې ډول دی:

مونږ د انګريزانو مستعمره وو. د‌دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې جاپانيانو زمونږ بادار انګريز ته ماتې ورکړه او زمونږ سيمه يې را لاندې کړه. تر نوي استعمار لاندې راباندې داسې حال راغی چې په تير مو شکر ايسته. وايي انګريز عسکر چې به جوپه جوپه جاپانيانو په ډير بد حالت کې بند خونو ته وړل نو د سنګاپور عام ولس به انګريز بندي عسکرو ته په پټه اوبه او خواړه ورکول. نوي استعمار د پخواني په ارمان کړي وو. همدا وه چې کله جاپان په نړیواله جګړه کې ماتې وخوړه، انګريزان بيرته برلاسي شوو او د سيمې واک يې بيرته په خپل لاس کې واخيست نو عام ولس ورته ډير خوښ وو.

فکر کوم زمونږ په وطن کې د بدلون او خلاصون په تکل کې مونږ هم دا حالت څو وارې تجربه کړی او راغليو د تلليو په ارمان کړي يو. سنګاپوریانو زده کړل، نن هوسا او ښاغلي دي، مونږ يې تکراروو، زدکره نه کوو چې حال مو ورځ تر بلې خرابيږي.

ق بیا هم د سنګاپور له تجربې

تان سیو سین چینايي الاصله مالیزیايي او سیاستوال وو. په اوسني مالیزیا کې میشتو چینایانو رهبر وو. کله چې سنګاپور مالیزیا کې مدغم شو او د لي کوان يو د خلکو د عمل ګوند په مالیزیا کې فعالیت پیل کړ نو تان سیو سین وویریدلو چې لي کوان یو به یې ځای ونیسي. نو دا سړی هغه مبارزه کې چې یو شمیر مالی ملتپالو د سنګاپور له مالیزیا څخه د ویستو دپاره پیل کړې وه کې یو ځای شو. هغه فکر کولو چې د سنګاپور له مالیزیا وتلو سره به لي کوان یو د مالیزیا له سیاست ووځي او زه به د چینایانو رهبر پاتې شم. د سنګاپور په مالیزیا کې په شتون کې مالی او چینایان د ۴۰-۴۰  سلنه وګړو په درلودو سره مساوي وو او شل نور بیا هندي توکمه او نور وو. د سنګاپور په وتلو، چینایان په مالیزیا کې اقلیت ته لاړل. یو مهال چې د مالیزیا مرستیال صدراعظم مړ شو نو تان سیو سین باید مرستیال صدراعظم شوی وای، خو مالیانو ورته په دې دلیل چې چینايي لږکۍ دی، دا حق ورنکړ چې په همدې دلیل هغه له پارلمان استعفی ورکړه او ورسره یې د ټول عمر ندامت په برخه شو!

دا خبره دې پورې رایاده شوه چې زمونږ یو شمیر سیاستوال د دوحې د مذاکراتو په اوږدو کې او بیا وروسته داسې پورته پورته ولیدل ته وا بس د اوسني نظام چپه کیدل او ددوي واک ته رسیدل دي. یو دوه وزیر صیبان مې په بعضو غونډو کې ولیدل چې تا به ویل د دوحې د دفتر ویاند غږیږي. دا یې نه وه سنجولې چې که دا نظام نه وي نو تان سیو سین ترې جوړیږي. اوس نو دغه تان سیو سین ته ورته خلک نه د یوې شول نه د بل!

دغه چاره کې لوی درس دا دی چې سیاسي مخالفت او قرابت به روان وي خو نه باید کومه کښتۍ کې چې سپاره یو هماغه سورۍ کړو. سیاست اوږده مبارزه او د حوصلې کیسه ده، بې حوصلې خلک پکې تل ډوبیږي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک