No-IMG

د سولې په فرصتونو بحث وکړئ

له څو ورځو راهیسې د افغانستان د بدمرغه شخړې په اړه په ټولنیزو رسنیو کمپاین خورا کامیابۍ سره روان دی. د دغه کمپاین په اړه یو شمیر ملګرو غبرګون ښودلی چې ګوندې افغان غمیزه د ټولنیزو رسنیو په کمپاینونو نه شي حل کیدی.

دې کې شک نشته چې زمونږ د روانې بدمرغۍ لاملونه خورا ډیر او ریښې يې دومره ژورې دي چې څو اړخیزو منډوترړو ته اړتیا لري. خو د دغه څو اړخیزو چارو یو اړخ ټولنیز انسجام، د شخړې د حل په اړه د واحد دریځ پیدا کول او بیا د دغه انسجام په مرسته د واحد دریځ دپاره کار کول دي او دغه روان کمپاین تر یو بریده دغه کار کړی. که دا روان کمپاین وګورو نو خورا ډیر مخالف/متقابل جهتونه په یو غږ او په یو ډول شعارونو د جګړې ضد پیغامونه خپروي. دا په خبل وجود کې خورا ښه پرمختګ دی او د دغه ډول د غږ یو والی کولی شي مخالف جهتونه د یو ګډ ملي دریځ دپاره یو ځای کړي.

که څوک د جګړې ضد فعاليتونو په اړه شک لري نو د نیپال او لایبریا د سولې د بهیر لوست دې وکړي او هلته د سولې په حق کې د ولسي انسجام او واحد دریځ اغیز ارزونه دې وکړي. د لایبریا د سولې د بهیر یو ستر لامل د قرباني شویو میرمنو پیاوړی او واحد غږ پورته کول وو او په نیپال کې د مدني ټولنو په کټمنډو کې ولسي مدني راټولیدنې وې.

نو پرځای د دې چې د یو لوی شمیر فعالانو هڅو باندې نقد وکړو راځئ په دغه ډول مهمو فعالیتونو باندې په ګډه کار وکړو.

په روان کمپاین کې زه یوه خبره لرم او هغه دا ده چې ډیر ملګري یوازې په لنډو شعارونه بسنه کوي او د هیشټیګ ټرینډنګ ورته د بري شاخص یا کنډه ده. هو، د ټولنیزو رسنیو د کمپاین د بري دا ستره اثباتونکې نښه ده خو د کیفیت له اړخه دا کافي کار نه دی. زما وړاندیز به دا وي چې د کمپاین په اوږدو کې که ملګري هیشټیګ ټرینډنګ ترڅنګ په دې هم تمرکز وکړي چې د افغانستان د روانې غمیزې بیلا بیل اړخونه روښانه کړي، د جګړې نيابتي اړخ را برسيره کړي، ورانکارې ډلې او عناصر را څرګند کړي، د سولې په فرصتونو بحث وکړي، د سولې د بهیر د بریا په لارو چارو خبرې وکړي، د افغان غمیزې عمق ته کتنه وکړي، د سولې کولو او سولې ډ ټینګښت په ابعادو باندې بحثونه وکړي نو د روان کمپاین موثریت به لا پسې ډیر شي. که د هیشټیګ ټرینډینګ د بري کمیتي Indicator دی نو عامه پوهاوی یې کیفیتي اړخ دی چې شونې ده له لومړي د دا دویم ډیر مهم وي.

#StopAfghanWar

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک